Homeخبرونهد قطر سبانۍ غونډې سره هم مهاله پر طالب رژیم نړیوال فشارونه...

د قطر سبانۍ غونډې سره هم مهاله پر طالب رژیم نړیوال فشارونه زیات شوي

تاند:( یکشنبه ، د غویي ۱۰ )  د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي په مشرۍ د قطر د سبانۍ غونډې له بلل کیدو سره هم مهاله، د طالبانو پر رژیم نړیوال فشارونه زیات شوي.

 د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش نن پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري او د بشري مرستو د وېش په بهیر کې د ښځو حضور اړین دی.

هغه یو ځل بیا له طالبانو غوښتي، چې د ښځو د کار پر ضد خپل افراطي بندیزونه بیرته واخلي.

طالبانو وار د مخه د ښځو پر ضد د خپلو بندیزونو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پریکړه لیک ته په غبرګون کې ویلي، چې د ښځو په اړه پریکړه د افغانستان داخلي موضوع ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د قطر غونډه کې د دوی د استازي پر نه ګډون نیوکه کړې او ویلي، چې د دوی استازیتوب پکې اړین و.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۲۶۸۱ پرېکړه‌لیک په تصویبولو سره، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کارکولو بندیز غندلی او له طالبانو یې غوښتي ، چې ژر تر ژره د ښځو پر وړاندې خپلې وروستۍ پرېکړې بېرته لغوه کړي.

په ورته مهال، د هندوستان په کوربه توب د شانګهای د سیمه ییزو همکاریو سازمان په وروستۍ غونډه کې د روسیې د دفاع وزیر له افغانستان څخه د سیمې هېوادونو ته د تروریستي خطرونو د شدت خبر ورکړی.

د طالبانو رژیم دغه تور رد کړی او ویلي، چې برعکس افغانستان ته د سیمې له هېوادونو د نا امنۍ لپاره بهرنیان راځي.

شنونکي باور لري، چې د طالبانو رژیم د سیمې او نړۍ خاصتاً د روسیې او امریکا تر منځ د اړیکو په متوازن ساتلو کې سختو ننګونو سره مخ دی.

3 COMMENTS

  1. تندیېه ماتوم د لږومه خو د نه

    د الله ج له قهره مو وساتې پاتی شول دا د یهودو بندیزونه به تر هغه ختم نشی تر څو چه حق ویل او غوښتل بند نشی.
    الله ج ته به سوال کوو چه صبر او استقامت راکړې.

  2. نو بیا دې ورته د سوال او ګدایۍ لمن ولې غوړولې او مرسته ترې غواړې. نړې درته نصیحت کوی چې پخپل ولس ظلم مه کوه او د کار او تعلیم له مسلم حق نه یې مه بې برخې کوه . ته وایې دا خو د کفارو او یهودو دسیسه ده، کوم سلیم عقل یې درسره منی؟

  3. رویټرز خبري اژانس ویلي، چې تېره ورځ په کشمیر کې د وسله والو پر ضد د عملیاتو پر مهال د هند د پوځ پنځه سرتیري وژل شوي او یو بل تن یې ټپي شوی دی.
    کابل نیوز

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...