یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهچین کابل کې د منځلاري حکومت په ګډون خپلې غوښتنې په تفصیل...

چین کابل کې د منځلاري حکومت په ګډون خپلې غوښتنې په تفصیل بیان کړې

تاند:( پنجشنبه ، د حمل ۲۴ )  د چین د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په افغانستان کې د “منطقي او معقول حکومت” ملاتړ کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، هیله لري چې طالبان به د افغانانو اساسي حقونه تامین کړي.

چین ویلي چې په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات د ترلاسه کولو لپاره باید اړوند هېوادونه افغانستان ته پوځي تجهیزات ونه استوي او له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه باید دوه مخي سیاست ونه کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي: “امنیت د پرمختګ اساس دی” او له همدې امله دغه هېواد په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې ملاتړ کوي.

چین ویلي، په افغانستان کې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ “ای ټي اېم” پورې د تړلو کسانو د شتون له امله د افغانستان، چین او سیمې امنیت له جدي ګواښ سره مخ دی.

په دې خبرپاڼه کې ټینګار شوی: “چین هیله لري چې افغانستان به د ETIM په ګډون د ټولو ترهګریزو شبکو پر وړاندې د اغیزمنو اقداماتو په اړه خپلې ژمنې پوره کړي او په افغانستان کې به د چین او نورو هېوادونو د اتباعو، بنسټونو او پروژو امنیت په جدي توګه برابر کړي.” .

دغه هېواد له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې څو اړخیزه همکاري وکړي او افغانستان ته “د اړتیا وړ تجهیزات” ورکړي.

چين وايي نړيواله ټولنه بايد د تروريستانو پر خوندي ځاله د افغانستان د بدلېدو د مخنيوي لپاره اقدام وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت دغه راز له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې له افراطیت سره د مبارزې لپاره کار وکړي.

چین د افغانستان په اړه په خپل دریځ کې له امریکا غوښتي چې د افغانستان په اړه خپل مسوولیتونه په پام کې ونیسي. د چین په وینا، د امریکا له خوا د افغانستان د بهرنیو اسعارو د زېرمو کنګل کېدل په افغانستان کې د بشري وضعیت د پرمختګ د ګډوډولو یو لامل دی.

چين په افغانستان کې د سولې او بيارغونې د ملاتړ او د روغتيا، بې وزلۍ، کرنې، نشه يي توکو او طبيعي پېښو سره د مبارزې په برخو کې له افغانستان سره د همکارۍ ژمنه کړې، څو افغانستان باثباته او خپلواکه پرمختيا ترلاسه کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په افغانستان کې د بهرنۍ مداخلې او نفوذ مخالف دی او خپله هېڅکله په افغانستان کې خپلې ګټې نه غواړي.

طالبانو د چین د دغو غوښتنو په اړه څه نه دي ویلي.

یاده اعلامیه په داسې مهال خپره شوې، چې ټاکل شوې د پنجشنبې په ورځ د ازبکستان په سمرقند ښار کې د روسیې ترڅنګ د افغانستان ګاونډي هېوادونه د دغه هېواد د وضعیت په اړه د بهرنیو چارو د وزیرانوپه سطحه غونډه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب