دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهطالبانو ته د هبت الله خبرداری؛ ظلم مه کوئ چې نسکوریږو

طالبانو ته د هبت الله خبرداری؛ ظلم مه کوئ چې نسکوریږو

تاند:( چار شنبه ، د حمل ۲۳ )  د طالبانو نا لیدل شوي مشر ملا هبت الله اخندزاده په یوه غږیز پيغام کې طالبانو ته خبرداری ورکړی، چې خلکو سره ظلم او شکنجه ونه کړي، کنه رژیم به یې یوه شېبه کې خدای نسکور کړي.

د طالبانو د ویاند له لوري په دغه خپور شوي غږیز کلیپ کې د طالبانو له لوري د پرله پسې ظلمونو د ادعا شویو پېښو، کومې ځانګړې پېښې ته له اشارې پرته هبت الله ویلي: د ظلم حکومت بقا نه لري.

طالب مشر ویلي، چې د عدالت په نشتوالي او د ظلم، ځان غوښتنې، وژنو، غچ اخیستو او بې محاکمو وژنو له پيدا کیدو سره تباهي رامنځته کیږي.

ملا هبت الله په دغه غږیز پيغام کې د طالبانو په لیکو کې د مجرمینو په نیولو ټینګار کړی.

د طالبانو منتقدین بیا باور لري، چې د طالبانو رژیم په ټولو یاد شویو پېښو کې ککړ دی او خلک یې تر پوزې راوستي.

طالبان بیا دا ادعاوې بې بنسټه بولي.

معلومه نه ده، چې ملا هبت الله د دغه غږیز کليپ له خپرولو څه موخه لري او عملاً څه اقدامات په پام کې لري.

10 COMMENTS

  1. د isi د جنرال ته ګورۍ چې انساني حقوق یې له ښځو اخیستي او کلک ظلم ورسره کوي خو طالبانو ته بیا وایې چې له اولس سره ظلم مه کوۍ ! ایا ښځې زمونږ مندې خوندې داولس مهمه برخه نده چې ملا خنځیر ظلم پرې کوي او دپوهې لاره یې ورته تړل ده ! دا نو څه یو بی عقل د isi منطق او ریتوریک د یووه نامعلومه جسد په نا مه ؟ اولس اوس هوښیار دی طالب خو وزرونه کړي لکه میږی د ورکېدو وخت یې راغلی دی !

    • ستاخور او لور راوله زه به درس ورته وایم ملاصاحب ته به وه وایم چي د لوفرانو په لونړو او خویندو کار مه لره.
      د ښځو د تعلیم مدافع وکیل چي لوفر وي نو ښه به خلګ تعلیم ته زړه ښه کړي.

      • زما خور او لور زیړ داري سپږن ملا ته درس ورکولی شي ، ملا به څه شی وي پوهه به یې څه شی وي ! جاهله د ښځو د حقوقو مراعات وکړه ! دا خبرې د څومره بی غیرته جاهلي دي، زه چې ستا پوهې ته ګورم ته یو وحشي ځناور یې چې له حقوقې مسائلو مسخرې جوړوې !

  2. د ښځو او نجونو د حقوقو د غوښتلو لپاره د افغانستان د حق پرسته عالمانو نه نیولی تر عادی افغان پوری هر چا خپل غږ پورته کړی دی.

    همدغه راز د اسلامی هیوادونو عالمانو او اسلامی تنظیمونو د ښځونو او نجونو د خدای ورکړی حق لپاره چی تالبانو ورله د ملا هیبت الله په امر د خپو لاندی کړی خپل غږ پورته کړی دی.

    خو عجیبه خبره داده چی یو خوا ملا هیبت الله د ظلم او تیري خبره کويی او بلی خوا ددې د خپلو فرمانونو په اساس د ښځو او نجونو خدای ورکړي حقوق يی غصب کړی دی.

    الله تعالی هغو خلکو ته چی وايی یو څه او کويی بل څه په قران کې ښکاره خبرداری ورکړی چی هغه څه مه وایۍ چی تاسو ورباندی خپله عمل نه کوۍ.
    د ملا صیب دا خبری به هله په خلکو اثر ولری چی لمړې د خپلو ناروا فرمانونو مخنیوې وکړی، او هغه حقوق چی الله تعالی خپلو بنده ګانو ته ورکړی لکه د نر او ښځی تعلیم او تحصیل او د ژوند کولو پوره حقوقو ته يی په عمل کی درناوې وکړی. که دا کار په عمل کې وښايی نو زه فکر نه کوم چی داډول سپارښتنو ته اړتیا پیداشی.

  3. غيبي شيخ او اميرالمؤمنينه،
    ظلم خو له هر څه مخکې همدا تا خپله شخصًا شروع کړی او له همدا تا شروع دی او هغه دا چې،
    تاسې لومړی دې خپل ولس ته ځان راښکاره کړئ چې دا نه راښکاره کېدنه دې له ولس سره زياتی (ظلم) دی.
    تا ته ښه پته ده چې موسی عليه السلام طور ته د الله تعالی د بلنې له مخې تللو. اويا کسه يې له ځان سره يووړل، خو ورور ته يې چې په قوم کې پاتې شه او ورته يې وويل چې ((…واصلح [۱] ولاتتبع [۲] سبيل المفسدين))
    دا ستا پټېدل يا نه راښکاره کېدنه له دغه حکم سره سمون نه خوري، نو هم له قرآني حکم سره زياتی کوې او هم له ملت سره.
    دويم دا چې تاسې ته د يو خبر له مخې يو مليارد افغانۍ له کابل څخه درلېږل کيږي چې دا تاسې په څه شي لګوئ؟ روڼوالی نشته چې دا هم زياتی دی.
    د نجونو زده کړې ستا د امر ثاني په پلمه تر اوسه بندې پاتې دي.
    تاسې اصلا په ((الحمد لله رب العالمين)) کې پوه نه ياست چې الله حاکم دی او رب مالک دی چې دا يوازې د الله تعالی خصوصيت دی.
    د زمکې پر مخ هر هېواد ولسمشر، صدراعظم او يا پاچاهان لري. سمه ده چې هغوی د هغو ملتونو واکمنان دي، خو مالکان يې نه دي.
    مالک دا اختيار لري چې له چا يو څه شی اخېستی او يا يې ورکولی شي خو اخېستی يې نه شي. که يې اخلي، نو هغه به زياتی کوي او يوازې الله تعالی د دې اختيار لري، خو هغه هېڅکله داسې نه کوي. سره له دې چې هغه زموږ د ټولو اصلي واکمن او مالک دی، خو هغه هم ځانته خپله خپأ قانون جوړ کړی چې زه به له خپل مخلوق سره انصاف کوم او داسې نور ….
    هغه قانون يې چې جوړ کړی هغه نه بدلوي لکه ولن تجد لسنة الله تبديلا.
    تا د يو مسلمان امير او عالم په توګه د دې نجونو د زده کړې حق څنګه او ولې اخېستی؟
    هغه وجه خو بايد روښانه کړی چې ولې او يا ځکه مې اخېستی چې ….

  4. شاید ددی خبرداری د خبر د خپریدو انګیزه دا وی چی وولس ته دا تلقین ورکړی چی ګواکی د ملا هیبت پنوم یو څوک شتون لری کوم چی پر اوضاع مسلط او د هر څه څخه خبر دی.

    • که د باندېنویو مما لکو مرسته نه وي ستا کونه به غار شی بیا به په زیړو داړو پاکستان ته منډې وهي ! ته نور هم د ځناور حال ته دوام ورکړه بیا به ګورو چې ته څومره په تخت پاتې کیږی !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب