دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهطالبانو د یوناما د وتو له خبرداري سره- سره د ښځو پر...

طالبانو د یوناما د وتو له خبرداري سره- سره د ښځو پر کار بندیز ټینګار وکړ

تاند:( چار شنبه ، د حمل ۲۳ ) د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد د یوناما له هغه خبرداري سره، چې وایي پر ښځینه کارکوونکو یې د کار بندیز له نه ختمیدو سره به افغانستان کې کار پای ته ورسوي، یو ځل بیا په دې اړه د دوی د رژیم پر بندیزونو ټینګار وکړ.

مجاهد، په کندهار کې خپل پټ مشر ملا هبت الله ته نیږدې د کاري دفتر له پرانیستو سره په لومړۍ اعلامیه کې دا خبره کړې ده.

 د طالبانو ویاند، د ملګرو ملتونو د ښځینه کارکوونکو د کار بندیز په اړه د دوی له پریکړې، شاوخوا یوه اونۍ وروسته دغه بندیز یوه ” کورنۍ ارزښتي” موضوع بللې ده.

هغه له دغو بندیزونو سره- سره ادعا کړې، چې دوی ملګرو ملتونو ته کوم خنډ نه دی جوړ کړی او په خبره یې تبعیضي چلند یې هم نه دی کړی.

طالبانو په دې اعلامیه کې یوځل بیا ادعا کړې چې دوی د دیني او کلتوري ارزښتونو په چوکاټ کې د ټولو افغانانو د حقونو تامین ته ژمن دي.

اعلامیه کې د افغانستان د بشري وضعیت لامل نړیوال فشارونه او بندیزونه ښودل شوي او د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو غوښتل شوي چې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو، بانکولۍ او سفري بندیزونو مسلې حل کړي.

طالبانو دا خبرپاڼه یوه ورځ وروسته تر دې خپره کړه چې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې یوه ډارونکي غوراوي ته اړ ایستل شوي، هغه دا چې یابه پاته کیږي او یا به هم خپلو کړنلارو باندې عمل کوي.

یوناما په پرونۍ اعلامیه کې ویلي، د دوی د هر ډول پریکړې د عواقبو پړه به د اوسنیو چارواکو پر غاړه وي.

طالبانو د اپریل میاشتې په څلورمه نیټه د ملګرو ملتونو پر افغان ښځینه کارکوونکو بندیز ولګاوه.

ملګرو ملتونو ویلي، د افغانستان لپاره د دوی ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د مې تر پنځمې په افغانستان کې د خپل ماموریت اغیز ارزوي او تر هغو یې له خپلو څه باندې درې زره کارکوونکو هم غوښتي چې له استثنایي مواردو پرته دې دفترونو ته نه ورځي.

  ځینې نا تایید شوي راپورونه ادعا کوي، چې طالبانو د ملګرو ملتونو پر ښخینه کارکوونکو دغه بندیز د دوی د رژیم د په رسمیت پېژندلو لپاره د فشار په بڼه لګولی.

طالبانو او خپله یوناما په دې اړه څه نه دي ویلي.

2 COMMENTS

  1. عام وولس د میچنی د دوو درنو پَلونو په منځ کی را ګیر او ژوبل کیږی.
    کښتی د حوادثو په طوفانی څپو کی د سرګردانی په حال کی ده خو متأسفانه د ژغورنی لیاره ئی هم د کښتی وان څخه لیاره ورکه ده او هم د ژغورنی د نړیوال سمندری ژاندارم څخه، ممکن ورکه نه وی بلکه قصداً دواړی خواوی غواړی د ژغورنی د عملیات هڅی پڅی او د کښتی سورلی د سخت بحران سره مخامخ کړی.

  2. ډیر ښه او پر ځاې عمل دۍ.
    که ځما په خوښه وی نو پر ټولو دا تش په نامه ټولنو بندیز لګوم.
    ټول خپل استخبارتی پلانونه پر مخ وړی.
    تیر ستاسو له خیر نه مو توبه خو لږ مو په قرار پریږدۍ چه خپل کور لږ وڅنډو پاک یې کړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب