Homeخبرونهملا حسن اخوند د تذکرو او نورو حقوقي اسنادو بیې لوړې کړې

ملا حسن اخوند د تذکرو او نورو حقوقي اسنادو بیې لوړې کړې

تاند:( چار شنبه ، د حمل ۲۳ ) د طالبانو د رژیم کابینې، د دوی د رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ په خپله اونیزه غونډه کې د بریښنایي تذکرو په ګډون د حقوقي اسنادو بیې لوړې کړي دي.

د ملا حسن اخوند دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي: د احصايې او معلوماتو ملي ادارې له لوري د برېښنايي پېژندپاڼو لپاره ۵۰۰ افغانۍ، د کاغذي پېژندپاڼو د نوي کولو، مثنی او تایید لپاره ۲۰۰ افغانۍ، د ماشوم د زېږېدنې کارت ۲۰۰ افغانۍ او د لویانو لپاره ۵۰۰ افغانۍ، په غیابي ډول د پېژندپاڼې د مثنی، وېش او یا تائید ۲۰۰ ډالر او د غیابي زېږېدنې کارت د وېش لپاره هم ۲۰۰ ډالر تائید شوې.

په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر افغانانو په دې اړه  توند غبرګونونه ښودلي او ویلي، چې طالبان د خپل تش لاسي رژیم اقتصادي اړتیاوې پر فقر ځپلي ولس تاوانوي.

طالبانو، د واک له بیا تر لاسه کولو سره په نورو برخو کې هم مالیې او د دولتي خدماتو بیې لوړې کړي، چې خلک ورڅخه شکایت لري.

2 COMMENTS

  1. د ترهګرو طرفداران او شریر اشرار دي نه لولي:
    د اسنادو د توزیع قیمتونه لوړ سول ځکه په ارګ کې د توف دانیو، نصوارو او چرسو استعمال اومصرف خورا لوړ تللي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...