پر تناره ولاړي پېغلي
ډوډۍ دي نه خورم د ديدن وږى دي يمه
تنور او پر تناره ډوډۍ پخول د پښتني ژوند يو انځور دى. لومړى تنور سور کېږي بيا پرې ډوډۍ پخوي. د تناره په ډوډۍ پخولو کي ځيني پېغلي/ښځي دومره باکماله وي، چي خاص نوم لري او په ټول کلي کي مشهوره وي.
ځکه خو ئې صفت کېږي چي وايي:
لېونۍ بيا تنور لمبه کړ
د ډوډۍ ټپ ئې څوارلسم کلي ته ځينه
* * *
د تناره اور لېونى اور دى، سرکښي لمبې دي. مين د تناره لمبې او تېز اور ليدلى دى. هر ځل چي معشوقه د ډوډۍ لګولو لپاره پر تناره ورغوړېږي يا له تنوره ډوډۍ راباسي؛ دی وېرېدلی دی، چي دا اور زما له زړه څه خبر دی؟ هسي نه د معشوقې زلفي مي وسوځي؛ زما به عمر کم شي. اور هم نه دی ملامت، د اوربل څوکو لېونی کړی دی، چي سرکښي ترې کېږي.
مين/شاعر په شاعرانه او جانانه انداز خپله وېره او غوښتنه د لنډۍ په ژبه خپلي معشوقې ته داسي وايي:
پر تناره مه ورغوړېږه
د اوربـــل څوکي به دي اور وسوځوينه
* * *
د مين/شاعر پر خپلي معشوقې د تناره اور او لمبې نه پېرزو کېږي. زړه ئې نه مني او نه غواړي چي تنور لمبه کړي. د تناره لوګى ئې سترګي لندې کړي او د تناره په لمبو توره شي.
ځکه وايي:
زما شينو سپينه سپوږمۍ ده
چي د تنور لمبو ته ځي توره به شينه
تر دې چي دې قربانۍ ته هم تيار دى.
زه به نوکره ورله بوزم
خو شينوګۍ دي تنور نه لمبه کوينه
* * *
پر تناره پېغلي د زړه خواله هم کوي. له يوې بلي سره خپل رازونه شريکوي. ميني پر تناره له نورو پېغلو/نجونو د خپل مين د ښايست، ميني، وفا، ننګ او پښتني خويونو صفتونه اورېدلي دي، خوشحاله شوې ده، ځکه په هسک سر ئې ويلي دي:
تر نري برېتو دي مور جار شه
پر تناره دي جنکۍ صفت کوينه
يا د تناره پر سر د خپل مين ذکر کوي. د مين يادونو مشغوله کړې ده. سوچ او فکر به ئې چېرته تللی و، چي لوپټه ئې سوې او په دې ټپه کي انځور شوې ده.
د لوپټې پلو ئې وسو
پر تناره ما يادوي ټپې کوينه
* * *
دا لنډۍ دي هم ورسره وي، چي د ښځينه احساس، د پښتني ميني د بېوسۍ او مجبورۍ ښه انځور دى. د يوې پښتنې پېغلي د زړه هغه اواز دى، چي ښکاره نشي ويلاى. د تناره د سرکښو لمبو سره ئې په زړه کي د ميني اور هم بل دى. د خپل مين اورني يادونه ئې پر زړه ورېږي. په پټه خوله هر څه زغمي.
خپله لېونۍ مينه، بېوسي د خپل لالي ياد، د ډوډۍ سوځېدل، د مور غوسه او وهل داسي وايي:
پر تناره راته يادېږې
ډوډۍ مي سوځي مور مي شنه په لښتو کړمــه
* * *
حتماً غرمه ده. د ګرمۍ شدت دی.
ليلا به تنور لمبه کوي، چي ډوډۍ پخه کړي. مين به د غرمې د ګرمۍ زور حس کړی وي. د تناره د لمبو تاو ورمعلوم شوی دی. چېري ئې پېرزو کېږي، چي ليلا د غرمې په ګرمۍ کي د تنور لمبو ته کښېني. د تندي غم ئې اخيستی دی، چي دا نازک او ګل وجود ګرمي او تنده مړاوی کوي. له خدايه ئې د نري ــ نري باران غوښتنه کړې ده.
خدايه، نرى نرى باران کړې
ليلا تنور لمبه کوي تږې به شينه
* * *
پښتنه مېرمن دا نه قبلوي، چي د دې او مېړه په ګډ ژوند کي بل څوک شريک شي؛ يعني دا مني، چي اسمان سوری شي او په غاړه کي ئې ولوېږي، خو بن نشي زغملای.
کله يو مېړه بې عذره يا د عذر په خاطر بل واده وکړي، پر لومړۍ مېرمن بن راولي.
دغسي پر يوې مېرمني د بني ږغ شوی، تر سر به ئې دود وتلی وي، په دې لنډۍکي ئې هغه حالت انځور کړی دی، چي د بني له ږغ سره څه باندي راغلي دي؟
د بني ږغ دي راباندي وشـو
لکه ډوډۍ پر تناره وسوځېدمه
دا لنډۍ هم ولولئ.
د خوست ګرمي، د تنور غاړه
د ټينګي نه يم، رنګ مي ژېړ د پاڼي شونه
په تناره کي مي حلال که
چي سر و کال دي ډوډۍ سرې په وينو شينه
که د اختر په شپه رانغلې
زه ګلابي جوړه تنـــور کي سوځــومـه
د تناره لمبو ته ناست وای
پر زړه مي نه وای ستا د مړو سترګو اورونه
تنور چي ګرم شي بيا سوړ شي
زړه چي مين شي همېشه لمبې کوينه
نور انتظار کولای نشم
که نه راځې نو ځان تنور ته غورځومـه
پر تناره ئې ډوډۍ سوزي
کومي جينۍ چي په چا زړه بايللی وينه
د منګرۍ خواښي د لاسه
لکـــه پــيشو پــر تنـــاره شپــــه تېرومه
تا چي ليدم هغسي نه يم
اوس په لکړه د تــــــنور غاړي تـــه ځمه
د تــنـاره لوګی چي ورک دی
څو ورځي کېږي چي مو وړه خلاص شوي دينه