یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهګوشته وال: د اوبو یو ډنډ مو پاکستان ته بهیږي، را ویې...

ګوشته وال: د اوبو یو ډنډ مو پاکستان ته بهیږي، را ویې ګرځوئ

تاند:( چار شنبه ، د حمل ۲۳ ) د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ  د ګړو تړلی سیمې اوسیدونکي وایي، چې د اوبو یو ډنډ یې له پریمانه اوبو سره پاکستان ته بهیږي.

دوی غوښتنه لري، چې د یوې غونډې پر سر بهیدونکی دغه ډنډ دې مهار او د دوی د شاړو دښتو او ځمکو د خړوبولو لپاره ګټه ورڅخه واخیستل شي.

سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې له دغه ډنډ څخه د ۱۰ انچو په اندازه اوبه پاکستان ته روانې دي.

 د ننګرهار د کلیو او پراختیا لپاره د طالبانو رئیس مولوي قسمت الله له یاد شوي ډنډ څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې دا ستونزه به خپلو چارواکو سره شریکه کړي.

5 COMMENTS

  1. دا وړکی ډنډ مو په مقبوضه پښونخوا کی مظلومو ورونو ته بهیږی ، دا پریږدی د کونړ له سیند څخه اقلا د سولری پريښنا په مټ له دی زیاتی اوبو را ګرځولی شی کومی چه پنجاب ته بهیږی

  2. ګوښتې ته سره څنګ کې پاکستان نه خیبر پښتونخوا پرته ده، د کوزې پښتونخواه پښتانه !!
    د پاکستان نوم پرې مه ږدئ. مننه.

  3. سلامونه
    د پورته ۲ مبصرینو وروڼو په تایید، ګوشته والو! پوک استاني شناخ ټي کاټونه مه اخلئ ؛اغزن تارونه له کرښې لرې کړئ .
    د ناکامورا فقید نیمه چارې تکمیل کړئ او ط. چارواکي دې د کاکا مراد قاتلین پیدا او قصاص کړي او دا چې کومو داخلي کړیو ورسره بوجۍ نیولې وه؟؟!!.

  4. دا اوبه دی را وګرځول شی، کوز خلک یعنی له کرښې هاخوا دی سولر ولګوی او له زمکی لاندی اوبو دی کوهی څخه اوبه وکاږی دهغوی ااقتصاد تر موږ ښه دی اوبه زموږ دی کله چی زموږ ضرورت پوره و بل ته یی ورکوو غیره له هغه یی نه ورکوو. په دغو اوبو زموږ د سلو کورنو تنده ماتیږی، له کرښې هاخوا هسی ضایع کیږی د هغوی ندی پکار هغوی تر مونږ ډیر مجهز دی هلته بارانونه هم کیږی زموږ خواته باران هم نشته نو باید خپلی اوبه را خپلی کړو، کونړسیند هم باید مهار او ګنبیری ورباندی آباد کړو لکه د ننګرهار کانال چی زرګونو جریبو زمکو ته اوبه ورکړی او ننګرهار ورباندی دګلو هار شو. په کونړ سیند هم باید له ځانه یو موړ مسلمان جوړ کړو نه محتاج او ګدایګر سپره

  5. ” ډنډ ” یا Damm په حقیقت کی ولاړو اوبو ته وائی او د بهیدو یا بهیر حالت نلری ( ممکن په پورته بحث کی مطرح سوی اوبه کاریز غوندی یوه روانه چینه وی ).
    د ” ډنډ ” او ” بند ” تر منځ توپیر دا دی چی ډنډ معمولاً طبیعی دخول او خروج نلری خو بند يو پراخ د اوبو د دخول ساحه لری امّا د خروج ساحه ئی تنګه او محدوده ده.
    که ځائی ځلګو ته ددی روانو اوبو څخه ګټه اخیستنه مُفته تمامیږی ( زحمت او کار او لګښت نه غواړی ) نو خپل حق ئی دی چی کار تری واخلی او که لګښت ولری یا ئی د استفادی د کچی احتمال کمزور وی نو ښه دی چی په اصطلاح یو بل مسلمان کار تری واخلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب