Homeخبرونهکابل کې د موټر وینځلو پر ګرځنده ماشینونو بندیز ولګول شو

کابل کې د موټر وینځلو پر ګرځنده ماشینونو بندیز ولګول شو

تاند:( پنجشنبه ، د حمل ۲۴ )   کابل ښاروالۍ  ویلي، چې له دغه ښاره د سړکونو او لښتيو د تخريب د مخنيوي په موخه یې پر ګرځنده موټر ویڼځلو بندیز لګولی.

د دغې ښاروالۍ لپاره د طالبانو چارواکو ویلي، چې يو شمېر کسانو په ناقانونه توګه د سړک تر غاړو د موټرو مينځلو ګرځنده ماشينونه فعال کړي، چې د سړکونو او لښتيو د ژر ويجاړېدو سبب ګرځېدلي دي.

د دوی په اعلامیه کې راغلي، چې د کابل ښاروالۍ د عامه تاسيساتو د تخريب په تړاو د دغو موټر مينځلو فعاليت غير قانوني بولي او د مخنيوي په لټه کې دي.

د ښاروالۍ مسوولينو دغه راز له ښاريانو او امنيتي بنسټونو غوښتي، چې د عامه تاسيساتو د ټينګښت په خاطر په دې برخه کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي.

یو شمېر خلکو د طالبانو دا کار ستایلی، خو ځینو نورو ویلي چې دا چاره د یو شمېر بېوزله او بې کاره کسانو له لوري ترسره کیده، چې دغه بندیز سره یې د رزق ګټلو دا وسیله بنده شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...