دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهعطا محمد نور: طالبان د داعش په نوم پېښې کوي، چې نړۍ...

عطا محمد نور: طالبان د داعش په نوم پېښې کوي، چې نړۍ یې په رسمیت وپېژني

تاند:( سې شنبه، د حمل ۱۵ ) د بلخ پخواني والي او د جمیعت ګوند د یوې انشعابي برخې مشر عطا محمد نور پر طالبانو تور پورې کړی، چې د داعش ډلې په نوم افغانستان کې مرموز بریدونه کوي.

د هغه د ادعا له مخې، طالبان په دې ډول غواړي نړیوالو ته له افغانستان څخه د داعش ډلې خطرونه جدي وښيي او په دې ډول یې د دوی د رژیم په رسمیت پېژندلو ته مجبوره او وهڅوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې د داعش ډلې خلاف د طالبانو د عملیاتو اعلانونه زیات شوي.

د افغانستان د دفاع وزارت مخکیني مرستیال شاه محمود میاخېل څو ورځې مخکې د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد سره په یوه ټلویزوني مرکه کې د بحث پر مهال وویل، چې طالبانو د داعش ډلې د مشرانو د وژل کیدو د ادعاوو په اړه تراوسه هیڅ کوم سند نه دی وړاندې کړی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د نوموړي په ځواب کې وویل، چې د دوی اعلانول کافي دي او دا چې وایي ډېر داعشي مشران یې وژلي، د خپلو استخباراتي معلوماتو له مخې غږیږي.

د طالبانو یو شمېر منتقدین وایي، چې دغې ډلې مخکې د داعش ډلې خلاف د جمهوري نظام ورته اعلانونه هم تر شک لاندې راوستل او ویل، چې افغان دولت له نړیوالو څخه د داعش ډلې د ځپلو په نوم پیسې او مرستې غواړي ترلاسه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب