دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهملا هبت الله ذبیح الله مجاهد کندهار ته د کار کولو لپار...

ملا هبت الله ذبیح الله مجاهد کندهار ته د کار کولو لپار بللی

تاند:( سې شنبه، د حمل ۱۵ ) د طالبانو نا لیدل شوي مشر ملا هبت الله اخوند زاده د دغې ډلې عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد کندهار ته د کار کولو لپاره بللی.

مجاهد ویلي، چې مرستیالان به یې کابل کې وي او د ده د دفتر لویه برخه به کندهار ته لیږدي.

هغه د دغې پریکړې دلیل نه دی په ډاګه کړی.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د طالبانو د رژیم د چارو ادارې اعلان وکړ، چې ملا هبت الله د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز لپاره خپل رئیس انعام الله سمنګاني د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئیس ټاکلی دی.

څارونکي باور لري، چې کندهار ته د طالبانو د ویاند د دفتر او نورو مطبوعاتي څېرو له لېږد سره ملا هبت الله د واک انحصار ته یې شدت ورکوي او د طالبانو کابل مېشتي چارواکي کم صلاحیته کیږي.

ملا هبت الله ، چې په کندهار کې مېشت دی او له هغه ځايه افراطي حکمونه اعلانوي، د کندهار ولايتي اداره یې خپلو نیږدې باوري کسانو ته سپارلې او پراخ صلاحیتونه ېې ورکړي دي.

1 COMMENT

  1. څنګه سي مجاهل د شمشتو په کمپ کې حرامي لوئ سوئ همدارنګه هیبتو مردار سوئ سي په کندهار کې یې ځائ ناستئ ای ایس ائ ده چا یې بیله سوغۍ جوسه نه ده لیدلي. مجاهل همداسي د ای ایس ای غلام ده 🐖😡

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب