دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهفنلنډ رسماً د ناټو ۳۱ غړی هیواد شو

فنلنډ رسماً د ناټو ۳۱ غړی هیواد شو

تاند (سې شنبه، د حمل ۱۶ مه) فنلنډ نن د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ته په شمالي اتلانتیک تړون کې د غړیتوب اسناد وسپارل او په دې توګه د ناټو د یودېرشم غړي په توګه رسماً ومنل شو.

ښاغلي بلینکن، چې هیواد یې د ناټو تړون تحویلدار ګڼل کېږي، په بروکسل کې د ناټو په مرکز کې د دې تړون د غړیو هیوادونو د باندنیو چارو وزیرانو په غونډه کې وویل: «موږ  د دغو اسنادو له ترلاسه کولو وروسته فنلنډ د دې تړون د یو دېرشم غړي په توګه اعلانوو.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې پر اوکراین د روسیې د یرغل په خاطر له ناټو تړون سره د فنلنډ د غړیتوب د پروسې چټکتیا ته په اشارې په ناټو کې د فنلنډ د غړیتوب ورځ تاریخي وبلله.

بلنکین په خپلو خبرو کې وویل:«یوازینی شی چې له کبله یې له پوتین څخه مننه کولی شم، دا ده چې په ناټو کې یې د فنلنډ د غړیتوب بهیر چټک کړ.»

ده له ترکیې او هنګري څخه، چې دواړه د ناټو غړي دي، وغوښتل چې په خپلو پارلمانونو کې په ناټو کې د سویډن له غړیتوب سره موافقه تصویب کړي.

له بلې خوا د فنلنډ ولسمشر په ناټو کې د خپل هیواد غړیتوب د یوه نوي عصر پیل وباله.

فنلنډ له روسیې سره پوله لري او د تېر کال په مې میاشت کې یې وروسته له دې په ناټو کې د غړیتوب غوښتنه وکړه چې روسیې پر اوکراین یرغل وکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب