Homeخبرونهد تخار په فرخار کې زلزله شوې ده

د تخار په فرخار کې زلزله شوې ده

تاند:( دوشبنه، د حمل ۷ ) د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې (USGS) راپور ورکړی چې د ریختر په کچه ۴.۲ درجې زلزلې د افغانستان شمال ختیځ لړزولی.

د خپرو شويو معلوماتو له مخې، دغه زلزله د دوشنبې په ورځ د سلواغې په ٧مه، د فرخار په ٢٥ کيلومترۍ کې د تخار ولايت د فرخار ولسوالۍ په جنوب کې د سهار په نیږدې پینځو بجو رامنځته شوه.

د دې طبیعي پېښې د احتمالي زیانونو او تلفاتو په اړه تر اوسه معلومات نه دي خپاره شوي.

تېره اوونۍ د ریختر په کچه ۶،۸ درجې یوې زلزلې چې مرکز یې د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې و، افغانستان، تاجکستان، پاکستان او هند هم ولړزول.

 د افغانستان له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت تېره ورځ د کره شمېرو له وړاندې کولو پرته وویل، چې د تېرې اونۍ زلزلې افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...