شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد د داعش خلاف د طالبانو عملیات ستایلي

خلیلزاد د داعش خلاف د طالبانو عملیات ستایلي

تاند:( دوشبنه، د حمل ۷ ) وروسته له هغې چې د طالبانو سرچینو د افغانستان په شمال کې د داعش د دریو مهمو غړو د وژلو خبر ورکړ، د افغانستان په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې که د طالبانو دا ادعا سمه وي، نو داعش ته یې لوی ګوزار ورکړی دی.

هغه په عین حال کې، دوحې د هوکړې د بشپړ تطبیق لپاره د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو د زیاتېدو غوښتنه وکړه.

 د طالبانو منتقدین بیا د افغانستان په اړه د خلیلزاد پرله پسې ټویټونه او څرګندونې او له طالبانو یې داسې ستاینې او ملاتړ د امریکا او طالبانو د پټو معاهدو برخه بولي او ادعا کوي، چې طالبان د امریکا په همغږۍ د دغه  هېواد د ځینو استخباراتي پروژو او نیابتي جګړو لپاره واک ته رسول شوي دي.

طالبان بیا په دې اړه ادعاوې بې بنسټه بولي او وایي چې نه یوازې امریکا سره د داعش د ځپلو او نورو مسایلو په اړه د پردې شاته معاملې نه لري؛ بلکې امریکا د دوی خلاف داعش غواړي لوی وښيي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب