پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهد کابل په چاودنه کې لږترلږه ۶ تنه وژل شوي

د کابل په چاودنه کې لږترلږه ۶ تنه وژل شوي

تاند:( دوشبنه، د حمل ۷) د کابل امنیه قومانداني وايي، د کابل ښار د بهرنیو چارو وزارت ته مخامخ د ملک اصغر په څلور لارې کې امنیتي پوستې ته نژدې په ځانمرګي برید کې ۶ تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د دې قوماندانۍ ویندوی خالد ځدراڼ ویلي، ځانمرګی بریدګر موخې ته تر رسېدو وړاندې د امنيتي ځواکونو له لوري وویشتل شو.

دی زیاتوي، د بريدګر د وژل کېدو په پايله کې له هغه سره چاودېدونکو موادو چاودنه وکړه چې له امله یې تر ۶ پورې ملکي کسان شهیدان او یو شمیر ټپیان شوي دي. ځدراڼ دا هم ویلي چې په ټپیانو کې ۳ طالبان هم شامل دي.

 د بهرنیو چارو وزارت پر سړک چاودنه شوې

خبري سرچینو په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت پر سړک د چاودنې خبر ورکړی.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دغه چاودنه شاوخوا یوه بجه په داسې حال کې شوې، چې د وزارت کارکوونکي له دندو څخه د رخصتۍ په حال کې وو.

د طالبانو امنیتي مسوولینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځینو عیني شاهدانو ویلي، چې له سیمې د امبولانسونو غږونه اوریدل شوي.

په کابل کې ايمرجنسي روغتون پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي چې د بهرنیو چارو وزارت مخته د چاودنې له ځایه دوی ته تراوسه د يو ماشوم په ګډون ۱۲ ټپيان ور وړل شوي دي او دوه ټپيان روغتون ته له رسېدو مخکې مړه شوي دي.

نور جزیات وروسته شریکیږي.

تر دې وړاندې د جنورۍ په ۱۱ مه هم د بهرنیو چارو وزارت مخته چاودنه شوې وه چې په ترڅ کې یې لږترلږه ۱۶ تنه ووژل شول.

4 COMMENTS

  1. فکر په کار دی! دا زان مرگی(انتحاری) و بولو که فدایی(استشهادی)؟ شهید ورته وایاست که مردار؟ په یو عجیب زمان کی ژوند کوو الله پاک دی مو پر ایمان فضل کوی. دواره طرفه مسلمان او افغان قتل کیژی پرون په یوه نامه او نن په بل نامه. ای اولسه فکر پکار د! د حل یوازینی لار تعلیم دی پوهه ده که نه همداسی به یو بل په مختلفو نومانو سره وژنو فایده به پنجاب او کفارو ته وی. اسلامی امارت او اولس ته پکار دی چی متوجه اوسی تر سو یو دبل په خلاف استفاده نشی. اسلامی امارت د اولس مشروع غوشتنو ته غوژ ونیسی، نیکی مشوری واوری، د انتقاد حوصله ولری، تقوداره متخصصین و گماری. ولس ته په کار دی چی
    اسلامی امارت تقویه کری د مخالفت پر زای ورداخل شی اصلاحات پکی راولی د خارجیانو په لمسون د اسلامی امارت مخالفت ونکری. د تیر تاریخ خخه پند واخلو نور باید دولت تقویه شی د تیر په شان دولت رنگ او سقوط نشی، په سقوط کی هرسه له لاسه ورکوو. کفار او کاوندیان تل سقوط او جنگ زپلی افغانستان غواری حد اقل د دوی غلام افعانستان غواری.

  2. نورالله
    پرون به ډیرو خلکو فکر کاوه چې ځانمرګی، ( انتحاری) فدايي او یا هم استشهادي، د داسې مسلماني ډلې غړی او یا هغه څوک دی چې تر د دې ډلې او یا هم تر ده بل څوک په دین ښه مین نشته. او دا هرڅه د خدای ج د رضا له پاره کوي ځکه د ځان مرګ په خپلو سترګو ویني، او بیا هم دغه کار ته زړه ښه کوي. خو له اوسنیو بریدونو بیا داسې ښکاري چې یوه بله ډله یا یو بل هم شته چې د پرونۍ ډلې په مشرانو، عسکرو يي او آن په ملګرو يي بریدونه کوي، ځانونه تر دوئ ورته بهتر او ښه په دین مین ښکاریږي. نو ویلای شو چې د غو بریدونو د پخوانیو بریدګرو هغه دیني تقدس تر سوال لاندې راوستلی ده. ځکه دا اوسني بریدګر که له پرونیو بریدګرو سره د ګټې له زاویي پرتله شي. دی هم لکه هغه په دې دنیا څه نه تر لاسه کوي. بلکې په خپله منځه ځي او نور هم ورسره وژني . نو اوس څوک ویلای شي چې دا به جنت ته ځي او کنه؟ او با به پروني برید ګر جنت ته تللي وي اوکنه.

  3. مجاهد پسې طالب، طالب پسی داعش بیا ورپسې خراسانیان او بیا ورپسې افغانی بوکو حرام ….دا ډلی چی را روانی دی یو تربل اضافه په دین مین دی

  4. شهاب
    زما په نظر هر څوک چې د امریکا ملاتړ ولري یا يي درلود، هغه شهید کیدل که پرون و او که نن او چا چه دا ملاتړ نه درلود یا یی نه لري هغه شهید نه دۍ. ځکه یو ځل مجاهد، شهید کیده بل وخت بیا چا ورته شهید نه شوای ویلی، د طالبانو په اوله دوره کې مزاری شهید نه و. په زرګونو نو کسان چې له طالبانو سره ووژل شول، شهیدان نه ول. بیا چې کله امریکا د کرزی مجاهد – ډاکتر عبدالله عبدالله مجاهد – فهیم مجاهد – قانونی مجاهد ملاتړې شوه، طالبان شهیدان نه بلل کیدل، مزاری بیرته شهید شو. هغه نور مړه شوي مجاهدان هم مقاومتیان او شهیدان شول، اوس چې بیا امریکا دایش نه پریږدي ملاتړ يي په ښکاره نه لري، ښهیدان نه بلل کیږي. او همداسې معلومیږي چې دا لړۍ به روانه وي. خو زما په نظر لوبه دا ځل ډیره خطرناکه ده څکه چې امریکا اوس په پټه هم د طالبانو ملګري ده، د میاشتې ورته معاشونه را لیږي او هم په پټه د دایش ملګري ده. نو دا دواړه به په داسي سره وجنګوي چې تیر وختونه به مو هیر شي. که داسې نه ده؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب