پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهم. م د کابل د پرونیو ښځينه معترضانو د ژر خوشې کیدو...

م. م د کابل د پرونیو ښځينه معترضانو د ژر خوشې کیدو غوښتنه وکړه

تاند: ( دوشنبه، د کب ۷ ) د افغانستان لپاره د ملګروملتو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپورتر ریچارډ بینیټ د طالبانو له رژيم څخه وغوښتل چې په کابل کې نیول شوې پروني ښځينه معترضانې ژر تر ژره خوشی کړي.

طالبانو پرون په کابل کې د ښځو د لاریون مخه ونیوله او یو شمېر اعتراض کووونکې یې ونیولې.

ریچارډ بینیټ نن (دوشنبې) پر خپله ټویټرپاڼه کښلي، طالبانو څو تنه معترضې ښځې، چې په خپل هیواد کې یې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بندیدو خلاف سوله ییز لاریون کړی وو، نیولي دي.

ده د راپورونو پر اساس د نیول شویو ښځو نومونه ملالۍ هاشمي، فاطمه محمدي او رقیه ساعي ښوولي دي.

د ملګروملتو د بشري حقونو د راپورتر په ټویټ کې وړاندې لیکل شوي: «زه بې قید و شرطه د هغوی د ژر تر ژره خوشي کېدو غوښتنه کوم.»

 د طالبانو وياندويانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

طالبان ډېر ځله ورته لاريونونه د بهرنيانو په ملاتړ لرلو تورنوي، خو مخالفان یې بیا دا حاکمه ډله تورنوي چې لا هم د عدالت غوښتنې غږ اوريدو ته نه دي چمتو شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب