چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې ۲۵ تنه د کرکټ په خوښۍ د ډزو په تور...

ننګرهار کې ۲۵ تنه د کرکټ په خوښۍ د ډزو په تور نیول شوي

تاند: ( دوشنبه، د کب ۷ ) په ننګرهار کې د طالبانو چارواکي ویلي، چې د دوی د امنيې قوماندانۍ له لوري ۲۵ تنه د هوایي ډزو له امله نیول شوي.

د طالبانو د امنیې قوماندانۍ د امنیتي چارو امر مولوي محمد طاهر مبارز وویل چې په تیرو څلورویشت ساعتونو کې ۲۵ تنه نیولي چې د کرکټ ملي لوبډلې د بریا په خوښۍ ېې په هوايي ډزې کړې وې نيولې دي.

دغه طالب چارواکي د نيول شویو کسانو هويت نه دی ښودلی.

ځينې طالب مطبوعاتي فعالانو په ټولنیزو رسنیو کې شکایت کړی، چې ډزې د دوی امنیتي ځواکونو کړي دي.

د طالبانو ډېرو مشرانو او چارواکو له پاکستان سره د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د لوبو او برياليتوبونو په اړه څه نه دي ويلي.

دوی پر دغې ملي خوښۍ د نه غبرګون له امله سختو انتقادونو سره مخ شوي دي.

1 COMMENT

  1. هغه کسانو چې ډزی کړې بابد ونیول شې ځکه دې طالب دې مور میړه ته یې ماته ورکړه نو دا ځکه په طالب ښه نلګې ټول ملت باید په دې درې رنګه قهرمانانو افتخار وکړې همدا دې افغان بچې به انشالله چې دې پنجابیو زامن هم ورک کړې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب