چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeخبرونهکابل ښاروالي: تېرکال مو نیږدې ۴ نیم میلیارده افغانۍ عاید ترلاسه کړی

کابل ښاروالي: تېرکال مو نیږدې ۴ نیم میلیارده افغانۍ عاید ترلاسه کړی

تاند:( دوشبنه، د حمل ۷ ) د کابل ښاروالۍ لپاره د طالبانو چارواکو نن د دغې ادارې د تېر کال د فعالیتونو راپور وړاندې کړ.

  د کابل ښاروالۍ مرستیال مولوي محمدخالد سجستاني وویل: کابل ښاروالۍ یوه خدمتګاره اداره ده او د طالبانو د رژیم د تګلارې په رڼا کې له فساد سره د مبارزې، د عدالت د تامین، د اصلاحاتو رامنځته کولو، ښې حکومتوالۍ، اغېزمنې مبارزې ته ژمنه ده.

د کابل ښاروالۍ استازي نعمت الله بارکزي وویل: په ۱۳۰۱ هجري لمریز کال کې کابل ښاروالۍ ۴ میلیارده ۳۰۶ میلیونه ۹۷۵ زره ۲۰۰ افغانۍ عواید راټول کړي، چې د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال په پرتله ۱ میلیارد ۲۸۶ میلیونه ۵۷۵ زره ۳۰۳ افغانۍ زیاتوالی ښيي.

دا په داسې حال کې ده، چې کابل ښاریان د دغې ادارې له پراختیایي او اصلاحاتي چارو د خوښۍ ترڅنګ ګڼې نیوکې ورباندې لري.

یو شمېر کابل ښاریانو تاند ته وویل، چې د ښار د پاکولو، د غصب شویو ځمکو په راګرځولو، د ځينو پراختیایي پروژو او ښار ښکلي کولو په برخه کې ښاروالي ښه کارونه کوي، خو له دې سره یې د ښاري اصلاحاتو په نوم پروګرامونه یې د بېوزلو کاروباریانو د ځور او تاوان سبب شوی.

کابل ښاریان دغه راز وایي، چې د ښاري اډو تر منشي توبه هم کابل ښاروالۍ معیوبین او نور خلک له مزدورۍ ایسته کړي او پر ځای یې طالب ملایان او پخواني جنګیالي ګومارلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب