سه شنبه, اپریل 23, 2024
Home+سبق/سبک | زهير سپېڅلی

سبق/سبک | زهير سپېڅلی

سَبـَق: درس، پند، لوست، نصيحت، ښوونه…
سَبک: لار، طريقه، روش، د افکارو د بيانولو خاص ډول.
په «ق او ک» کي ئې توپير دی. بل فرق ئې دا دی، چي «سبق» په دوو څپو او «سبک» په يوه څپه تلفظېږي. «سبقونه» او «سبکونه» ئې جمع دي.
ميني دي داسي سبق راکړ
اوس عاشقانو ته کوم نصيحتونه
استاد اسدالله غضنفر:
«سبک د شخصيت غوندې دی. بشپړېږي، ترميمېږي، خو له سره نه متولد کېږي.»
دا وايه- وايه سبق وايه
چي لوی افسر شې، ما به تا له درکوينه
پوهانو ويلي:
«سبک د شخصيت هېنداره ده… نو ښه ليکوال هغه دی، چې د خپل ګړني (شفاهي) او ليکني سبک تر منځ واټن ونه ساتي؛ ځکه ليکنی سبک دې هم د لوستونکي په ذهن کې د شخصيت انځور وړاندې کوي.»
ځينو- ځينو ته بايد داسي سبق ورکړو، چي ټول عمر ئې ياد  وي او هېر ئې نشي.
ته سبق وايه ما نه پاته
ته به افسر شې، زه به توري خاوري شمه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب