سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهپر طالبانو نيوکې؛ ملي بيرغ سره په عقده او د کرکټ ملي...

پر طالبانو نيوکې؛ ملي بيرغ سره په عقده او د کرکټ ملي لوبډلې په اړه په بې تفاوتۍ تورن شوي

تاند: ( دوشنبه، د کب ۷ ) د پاکستان پر وړاندې د افغان کرکټ ملي لوبډلې د دوو تاريخي بريو پر وړاندې د طالبانو د رژيم دریځ د خلکو توندو غبرګونونو سره مخ شوی.

سره له دې، چې په ټولنیزو رسنیو او د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې ټيټ پوړو طالبانو ان له ډزو کولو سره پر دغې ملي لاسته راوړنې خوښي ښودلې، خو د طالبانو وياندويانو او لوړپوړو چارواکو په دې اړه لږ تر لږه مبارکي نه ده ښودلې.

د طالبانو د رئيس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير مطبوعاتي سلاکار قاضي محمد حسن حقيار په ځینو خبري ګروپونو کې د نوموړي د مبارکۍ پیغام خپور کړی.

مولوي کبير، دغه وروستي برياليتوبونه تاريخي بللي او خلکو ته ېې مبارکي ويلې ده.

نوموړي د کرکټ لوبغاړو په ملاتړ ټينګار کړی، خو په مشخص ډول ېې د دغه برياليتوب په ویاړ د لوبغاړو د نازونې کومه خبره نه ده کړې.

افغان خبريال فواد لامع بيا د کرکټ د لاسته راوړنو په اړه د طالب وياندويانو د چوپتيا په اړه ليکلي:(( ‏د طالبانو د حکومت د ویاند، ذبیح الله مجاهد ټوېټر مې چېک کړ چې هسې وګورم د کرکټ لوبې کوم عکس یې شریک کړی (ځکه هره خوا ملي بېرغ و).

مګر داسې ښکاري چې د اسلامي امارت ویاند نه د جمعې د ورځې او نه د یکشنبې د ګټلو خبر دی!غیررسمي او ټیټ پوړي کسان یې یو یو خوشحالي کوي.))

يو شمېر نورو خلکو بيا د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د ملي ټلويزيون د سپورټ شبکې پر ټولنيزو رسنيو نيوکې کړي، چې د لوبې په میدان کې يې د افغانستان د درې رنګه ملي بيرغ په ملتیا د افغانانو د خوشالۍ عکسونه او ویډیو ګانې، هغه هم د دوی په باور د ملي بيرغ له امله نه دي خپاره کړي.

طالبانو په دې اړه د خلکو نیوکو ته غبرګون نه دی ښودلی.

له دې سره هم مهاله، يو شمېر نورو خلکو د کرکټ بورډ د مشرتابه او ورسره د همکارو طالب چارواکو ستاينه کړې، چې په افغانستان کې د حاکمو ناوړه شرايطو باوجود ېې د افغانستان د مهمو بریاوو زمینه مساعده کړې ده.

خلکو د کرکټ بورډ د رييس ميرويس اشرف له لوري د ملي لوبډلې د نازونې په اړه د شوي اعلان ستاینه او هرکلی کړی دی.

9 COMMENTS

  1. طالب به ولې خوښې څرګنده کړې !ملی قهرمانانو تور مخې پنجابیانو ته ماته ورکړې کوم چې طالب پرې خواشینې کیږې افغان ننګیالیو دې طالب زړه مات ګړې ده طالب دې پنجابې دې نوم لوړې لپاره کار کوې نه دې ماتې پخاطر نو له دې افغان دوښمنه ډلې تاسو. څه توقع لرې دې نیوکو پر ځایې دې خپل قهرمانان خپله ونازوې او خپل وطن نوم ویالړې وساتې له دښمن نه توقع ملرې

  2. سلامونه،
    د افغانستان د کرېکټ ټیم فوق العاده بریالیتوبونه راشد خان او ټول ټیم ،ځوانانو او افغان ولس او مینه والو ته تبریکي وایو.
    د ملي بیرق په اړوند خو د اَ.اِ.اُ له لمړیو ورځو د هیواد دوستانو او ملي فکر لرونکو خولې وچې شوې ،څوک ې اوري؟ نپوهیږو ریس الوزراء او امثالهم ې له ملت او ملي څخه څه تعبیر لري؟ او چيشی غواړي؟؟ . قرباني خو همدا ملت ورکړې ، نه یو څو خیټه ورو او ….ورو؟؟؟!!!.
    ورور تڼی جان خان ته! پس له سلامه. ستاسو لیکنې چې پخوا مو لر اوبر، ټول افغان او پښتونخوا ډاټ کام پاڼو کې؛او تبصرې مو تاند کښې لولم. ډیرې پر ځای او د نښې منځ ولئ. مڼنه.
    په ډیره بښنه ، نپوهیږم کیبوړډ مو یا ګانې نلري ؛ ځينې املايي سهوې په لیکنه کې لیدل کیږي ،هغه د یو ورور خبره تاند کې لیکنې باید سټنډرد یا معیاري پښتو ولیکل شي تر څو راتلونکی نسل ېې صحیح زده او لا پیاوړې کړي.
    – د (د) پر ځای هر ځای کې (دې)لیکئ ؟چې معنا کې توپیر راولي.
    -بل ټولې یا ګانې په (ې) لیکئ ؟!. حتی خپل تخلص مو (تنې!)لیکلی دی!>> تڼی
    -خوښې، کړې،مخې … ا.د.ن.
    له توجه مو نړۍ مڼنه. قلم مو روان اوسه.
    د افغان سپورټمینانو د لا زیاتو قهرمانیو په امید او د افغانستان د پخواني برم او سرفرازۍ په دعاګانو.
    د وري یا حمل ۷/۱۴۰۲=رمضان المبارک ۵مه ۱۴۴۴ق.== ۲۷/مارت/۲۰۲۳م.

  3. د کرکټ بریا د ټولو کریکټ مینوالو مبارک شه.
    ډیر خوند یې وکړو.
    خو دا د ملی بیرغ ډنډوره خو نوره بس کړۍ.
    ټوله جفا د درې رنګه په اصتلاح ملی بیرغ سره خو تاسو وکړه چه په بیشرمۍ مو ورته پریښود او په طیارو پسې ومښلیدۍ سریش شوۍ.
    له طالبانو په څه ګیله کوۍ؟؟؟

  4. طالب جانه، دا ببو لالي دې هغه چاته زمزمه کړي چې ستاسو ماهیت ورته نه وی معلوم. امریکا شل کاله وړاندي یو څو اجیران راوستل او د نس مړولو وروسته یې له ځان سره کنجوغه کړل. د ٢٠٢١ زیږیز کال د اګسټ په ١٥ یې یوه مستقیمه جاسوسه او غلامه ډله له واک څخه عزل کړه او په ځاې یې دې ای آیس ای ناجایزه دوهم لاس پرکټۍ په ارګ ور ننه ایستل. ملت پخوا ستاسو د وحشت او ترهګري په وخت کې هم موجود وو. دا ملت به انشاءالله سبا هم وي او ستاسو دا دوهم لاس جاسوسه لکۍ به در غوټه کړي. داسې وخت راتلو ته زمینه مه برابروي چې د خلکو دروازه ته د ډوډۍ لپاره ودریږي او هغه په مخ چکه درکړي. دا بیرغ په افغان ملت پورې تړاو لري او د هغه ملت دي چې د هغوى په عشر او ذکات ته تغذیه سوي یې.
    طالبه!
    د پنجاب او امریکا په تمه نسي
    د شلیدلي پان په سر یې
    دلته کلي په زور نسي روس چنګیز انګریز وګوره
    پنجابیان هم په (جلال اباد)ګنډو سول له تاریخ نه ناخبر یاست
    په ټول عمر مو وطن ته د خدمت یوه نخښه نسته
    په فاعل او مفعولیت کې ښه تکړه پروفیسور یې
    د پنجاب په کلداره هندوکي دې جناح سوي
    له هر څه نه ورته تیر یاست ځکه دوې ته ښه عسکر یاست
    افغان ولسه یو لښکر سه د زمري په شان ببر سي
    د حقانیه مفعولان له مخې ورک کړه ننګیالي د هر ډګر یې

  5. پاچا دا خو سمه پټه خزانه یې.
    د دنیا ژوندۍ تاریخ یې .
    ځان راته ساته چه coronavirus د را نه کنچوغه نکړی.

  6. پاچا وروره تاسو ولې دومره پوچه خوله ګرزوۍ؟؟؟
    دا سپکې سپورې خو د سړو کار نوی
    خفه نشې

  7. پاچا ګله دا د فاعل او مفعول ټکی ډیر کاروې.
    پناه خو د چیرته په همدې پلمه نده ورکړی؟؟؟
    څه نقص درته ونکړی نور د خوښه

  8. طالب جانه داسې ښکاري لکه چې د ما خبرو د مدرسې شپۍ او ورځي در په یاد کړي وي. دا څومره د مفعولیت دوره چې مو تیره کړي دومره بس دي. ستاسو ډیر خرمرګو به چې ګیر سول نو ستاسو د افعالو او هغه څه چې تاسو سره کیدل یې ویل. ستاسو په وجود زه شرمیږم. مونږ خو اوس هم درته توسعه کوو چې پنجابیانو ته سر ټیټول بس کړي. ستاسو غیرت ماته ښه معلوم دي، زویه انتن نه ورکوي. ستا په دا ببو لالو حتی ستا انډیوالان کوم چې هیرا منډوي کې ناست دي پیاز هم نه خوري. دا چې دا له نصوارو ډکه خوله، له غولو ډکه کوڼه، له بوسو ډک سر پټ او خوندي وساتي به دا کې به ستا ګټه وی.

  9. که افغانستان اول بیټنک کړی وای نو ډېر امکان وو چي دا لوبه هم وګټي. خو د لوبو لړی یې وګتله مبارک او آفرین.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب