جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهعلي وزیر: پاکستان پر نورو منتقدانو توبې ویستي، خو زه پر خپلو...

علي وزیر: پاکستان پر نورو منتقدانو توبې ویستي، خو زه پر خپلو نیوکو او نظریې ثابت ولاړ یم

تاند:( جمعه، د حمل ۴ )  د پاکستان پارلمان کې د جنوبي وزیرستان استازی او د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ غړی علي وزیر وایي، چې د پاکستان پوځ پر خپلو ډېرو منتقدانو توبې ویستي، خو دی پرې پر کړو نیوکو او پي ټي ایم ته پر خپلې ژمنتیا ټینګ ولاړ دی.

علي وزیر په یوه تازه مرکه کې وویل، چې دوی د حقایقو په اساس پاکستان او پوځ یې نقدوي، ځکه خو د پاکستان له زندانه خوشې او خپل عادي ژوند ته ستون شو.

نوموړي په پښتون ژغورنې غورځنګ کې د اختلافاتو او د ده د خوشې کیدو په اړه ادعا شوې معاملې په کلکه رد کړې او ویې ویل، چې دوی خپلې نظریې او مبارزې ته په کلکه ژمن دي.

علي وزیر څومیاشتې مخکې له پاکستاني زندان څخه خوشې شو او بیا یې هم د دغه هېواد پر پښتون ضدو سیاستونو خپلو نیوکو ته دوام ورکړ.

نوموړی په لرو برو پښتنو کې له پراخ ملاتړه برخمن دی او پښتانه د یوه اتل په توګه درناوی ورته کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب