جمعه, اپریل 26, 2024
Home+بوم که بام | حبیب الرحمن رحیمي 

بوم که بام | حبیب الرحمن رحیمي 

د پښتو ژبې لهجې د پښتو ژبې هغه ښایست دی چې د لوی افغان خاورې بېلا بېلې درې پرې ښکلې دي، د دې ترڅنګ د قام او سیمې پېژندنې یوه لویه نښه ده، همداشان د ځینو ژبو سره ارتباطي پول هم کېدای شي او پر دې سربېره ځينې لهجې د یوې ژبې د معیاري کلیمې بڼه د لوستلو له مخې اړوي.

   پورته متن له مخې د بېلګې په توګه بوم کلیمه را اخلو چې په لویه کې د کلي ، سیمې، وطن او هېواد په مانا راځي خو د وردګو په لهجه کې د لوړو ځایونو، هموارو لوړو سطحو، د لوړو څپریو او نورو په ماناګانو تعبیریږي خو دا د بام کلیمه ښکاریږي چې د یاد شوې سیمې د لهجې له مخې یې (ا) په (و) اوړي او بوم په نوم کلیمه ترې جوړیږي، ممکن دا د لپاره وي چې د استوکنځي د بام او نورو توپیر وشي، په بوم کې تم کېږو ؛ که څه هم بومونه ډېر دي، زموږ ګاونډی هېواد اېران هم د بم په نوم یو ښار لري خو موږ د وردګو ولایت د چک ولسوالۍ ته ور وګرځو چې هلته یو لوی کلی د بوم په نوم دی.

  د بوم کلی د عربانو د درې خوله ده، نالې، کوترې، سېبکې او خوات سیمو ته نږدې پروت دی، یا په بل عبارت د خوات سیمه او عربانو دره بېلوي، د هسکو څوکو په لرلو سره مشهوره ده، شاوخوا یې غرونو نيولې ده، همدا شان استوپه ډوله غونډۍ هم د ځای ته ښکلا وربښلې ده، خو سیمې ته نږدې غر چې څوکه یې نسبتا هواره ده هم شته ده چې ممکن له همدې مخې نومول شوې وي خو بلخوا یوشمېرخلک وایي چې دا کوتربام دی ځکه د بوم د کلي سره څنګ لوری کلی کوتره ده ، پخوا وختونو کې به دلته د ګڼ شمېر کوترې دمه کېدلې خو په وروستو کې دا دوه کلي شول چې یو یې بوم اوبله کوتره شوه .

 دا له امکانه لېرې نه برېښي چې دا د بومیا څخه چې د کلي په مانا دی را اخستل شوی وي ځکه دغه ځای ځایګی د ښې هوا په لرلو سره د ژوندانه سرچینو ته د ښه لاس رسي لپاره وړ ځای دی نو له همدې مخې به لرغونو انسانانو دلته اړولي وي، اوبه یې د عربانو له درې راتلې، د ښکار او روزګار لپاره غره ته تللی شوی او په ډېر اسانۍ سره یې ځمکې کرلی شوی .

دا کلی چې د یو شمېر سیاستوالو د زوکړې مېنه ده، د خوات د سیمې پرنسبت پر لوړ پروت دی نو له همدې مخې لوړځای یا بوم بلل کیږي، د بوم د کلیمې په مانا (لوړه، لوړ) په نومونو زیات کلي د وردګو ولایت په بېلو سیمو کې نومول شوي دي یاد شوی کلی د خپل جغرافیايي جوړښت له مخې وخت او ناوخت د حق او باطل د معرکې سنګر پاتې شوی دی چې ښه بېلګه یې د روسي د ښکېلاک د یرغل پر وخت د سترې قوې په نوم عام وژنه وه او په ترڅ کې یې د وردګو ولایت کې ۱۲۰۰ کسان شهیدان شول .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب