جمعه, مارچ 29, 2024
Home+روباټ د رومانیا د صدراعظم سلاکار شو

روباټ د رومانیا د صدراعظم سلاکار شو

تاند- له مصنوعي ذهانت څخه ورځ تر بلې استفاده په ډیریدو ده، حتي سیاستوال هم په سیاست کې له روباټونو څخه، چې په مصنوعي ذهانت سمبال دي، کار اخیستل ممکن بولي او په وروستیو کې د رومانیا صدراعظم نیکولای سیکا خپلې کابینې ته د یوه نوي غړي په معرفي کولو ټول حیران کړل. د دغه هیواد د کابینې دا نوی غړی په مصنوعي ذهانت سمبال یو روباټ دی.

دا روباټ (Ion) ایون نومیږي او دنده یې ظاهراً افتخاري سلاکاري ده.

دې روباټ په یوه ډیجټل سکرین د صدراعظم پوښتنو او غوښتنو ته په لوړ کمبیوټري ږغ ځواب ورکاوه.

د رومانیا صدراعظم وايي، دا روباټ د رومانیايي څېړونکو له لوري جوړ شوی او له مصنوعي ذهانت څخه د رومانیا د خلکو د نظرونو او غوښتنو د اتومات ترلاسه کولو لپاره کار اخلي.

ده وویل، دا په نړۍ کې لومړی ځل دی چې د صدراعظم د سلاکارۍ لپاره له مصنوعي ذهانته کار اخیستل کېږي.

ښاغلي سیکا همداراز وویل، رومانیا په دې برخه کې په نړۍ کې لومړنی هثواد دی چې له مصنوعي ذهانته کار اخلي او د دې کار هدف دا دی چې د خپلو خلکو غوښتنو او پوښتنو ته چټک او اتومات ځواب وویل شي.

ایوان یا دغه روباټ په یوه خبري غونډه کې د ځان د معرفي کولو په مهال وویل:سلام، تا ما ته ژوند راکړ، زه ایوان یم، اوس زما رول دا دی چې د یوې هیندارې په شان ستا استازیتوب وکړم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب