چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeخبرونهغزني کې د سلطان محمود غزنوي ملي سمپوزیم جوړیږي

غزني کې د سلطان محمود غزنوي ملي سمپوزیم جوړیږي

تاند:( جمعه، د حمل ۴ ) په غزني کې د طالبانو ځایي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې به د سلطان محمود غزنوي په هکله ملي سمپوزیم ژر جوړ شي.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو ولایتي ادارې ویلي، چې دا خبره  د ترکانو قومي شورا مشر ډاکټر عظیم خنجاني او ورسره مل پلاوي غزني ته د سفر پر مهال کړې ده.

سرچینه د نوموړي له قوله لیکي، چې غواړي دا ملي سپموزیم د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ له ریاست په همغږي  جوړ کړي.

   خنجاني زیاته کړه چې په دغه سمپوزیم کې به د لوړپورو چارواکو تر څنګ، د ځينو اسلامي هېوادونو استازي هم راوبلل شي.

طالبانو د یاد شوي سمپوزیم په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

1 COMMENT

  1. دسلطان محمود پلرونه تورکان غلامان و الپتګین او سبکتګین دلته راغلل پاچایان شول . سلطان محمود په زور او سړی وژنه سره زر اوو سپین زر ټولول او دربار یی جوړ کړی و خپلی مدح ته ډیر خوشحالید، داسی زوی یی تربیه کړ چی یوه شپه کی یی دری تغاری شراب څښل د کنیزکو او ډمانو او رقاصو شمیر یی معلوم نه و. دسلطان مسعود غزنوی ژوند لیک هر ځای موندلای شی، بس هر څوک راځی وایی دپلانی سمبوزیم جوړوم . که همدا اوس چارواکو ته ووایی چی د پیر روښان سمپوزیم جوړوو درسره نه یی منی ځکه چی هغه ملی عرفانی شخص و او افغانی اسلامی اخلاق یی لرل او له مغلو یی آزادی غوښتله، که د امان الله خان په اړه سمپوزیم جوړولو خبره وکړی بیخی دی په کفر نیسی او دیو داسی پاچا چی خپل غلام سره ی اړیکی وی دایاز په نوم دهغه ستاینه کیږی عجبه نده ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب