Homeخبرونهبریتانیا: روژه کې پر افغان هوایي ډګرونو او مذهبي ځایونو د بریدونو...

بریتانیا: روژه کې پر افغان هوایي ډګرونو او مذهبي ځایونو د بریدونو احتمال شته

تاند:( پنجشنبه، د حمل ۳) د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې امنیتي وضعیت بې ثباته بللی او خبرداری یې ورکړی، چې د روژې په میاشت کې د هوايي ډګرونو او مذهبي ځایونو په ګډون د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ترهګریزو بریدونو خطر شته.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي: په افغانستان کې د برتانوي اتباعو د نیول کېدو خطر ډېر دی.

خبرپاڼې بریتانیاوي اتباعو ته خبرداری ورکړی، چې اوس مهال په افغانستان کې د برتانیې قونسلګرۍ مامور نشته او د بهرنیو چارو وزارت د قونسلګرۍ د مرستې وړتیا په جدي ډول محدوده ده.

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت زیاته کړې: که چيرې بريتانوي اتباع په افغانستان کې بنديان شي، ښايي د اوږدې مودې لپاره بندي شي او لندن خبر نه شي، په عين حال کې د دې ضمانت نشته چې له خپلو کورنيو سره به اړيکې ونيسي.

په دې اعلامیې کې برتانوي اتباعو ته سپارښتنه شوې چې د مذهبي مراسمو په ګډون عامه غونډو او پیښو ته نږدې نه شي او افغانستان ته د سفر په صورت کې دې احتیاطي تدابیر ونیسي.

په افغانستان کې د طالبانو حاکم رژیم په دې اړه څه نه دي ویلي.

2 COMMENTS

  1. بریتانیا د نړی یواځینی ملک دی، چه د ۲۰۰ کالو را په دیخوا یی افغانستان تباه تباه کړه. لمړنی جګړی د افغانستان په خلکو دغه پلیتو انګریزانو شروع کړیدی، د ډیورنډ د غیر رسمی پولی جنجال چه پښتانه یی په دوو جلا برخو وویشل او بیا یی د پاکستان په نوم یو هیواد د شیطانت او خپلو اهدافو دعملی کولو په خاطر جوړ کړه.
    لنډه دا چه افغانان باید خپل دغه ټول عمری دشمن وپیژنی. اسرایل د فلسطین او بریتانیا یا انګریز د افغانستان ټول عمری دشمن دی.

  2. د انګریز دا ډول څرګندونی په حقیقت کی د فریب او چم سیاست دی یعنی غواړی د افغانستان د اوسنی خواګرځن وضعیت د منځته راوړلو د اتهام څخه ځانته برائت حاصل کړی.
    بله دا چی د انګریز پیش بینی ( د روژی په میاشت کی د تروریسټی حملو احتمال ) په عامه اذهانو کی ډیری پوښتنی زیږولای سی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...