جمعه, اپریل 26, 2024
Homeکلتورسینماد کاجل لپاره رنبير کپور تر ټولو غوره لوبغاړی

د کاجل لپاره رنبير کپور تر ټولو غوره لوبغاړی

لوی افغانستان اونيزه: د بولي وډ فلمونو لوبغاړې کاجل ويلي چې د بالي ووډ پر فلمونو پاچاهي کوونکي شاه رخ خان څخه رنبير کپور ډېر ښه لوبغاړی دی.

د کرن جوهر په ټلوېزيوني خپرونه (کافي ود کرن) کې د کاجل څخه وپوښتل شول چې تاسو په دغې لوبغاړو (عامر خان، سلمان خان، شاه رخ خان، رنبير کپور او ريتک روشن) کې چاته ډېره برتري ورکوئ؟ نو کاجل ورته په ځواب کې وویل چې، البته شاه رخ خان خو زما ډېر نزدې ملګری دی خو بيا هم د هغې  څخه رنبير کپور ډېر لياقت درلودونکی دی او د بولي ووډ د فلمونو پاچا څخه بهتره دی، په دويم نمبر يې شاه رخ خان او  عامرخان، او په دريم نمبر يې سلمان خان ياد کړ.

1 COMMENT

  1. تاندوالو سلام
    زما په فکر دا موضوع د تاند له پاڼې سره نه ښايي، دا نو څه خبره ده چې کاجل ته کوم لوبغاړی ښه بريښې، ايا دومره مهمه خبره ده چې په تاند کې بايد راشي. تاند ښکلې پاڼۀ ده، ډېر لوستونکي لري او باور ورباندي کوي، اصلي علت يې يو دا دی چې په مهمو خبرو ليکنې خپروي.
    خفه نه شې، دا يواځي ستاسو د يوه لوستونکي نظر و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب