زموږ لیکوال اوس هغه ساده هنرمندان نه دي. نور- نور چلونه یې یاد کړي. خپل غلا کړی نظم د نورو مرچ مسالو سره ګډوي. د خپلې ورستې غوښي په سر پریمانه ملګه دوړوي چې وږم یې ورک شي. یوه مساله خو د هغې دیکلیمه کول دي:
راغله دلربا… د موسیقي یو ترنګ، راغله بیا نو همدا تکراروه. نظم په سر او آخر کې اوږده نولېدا.
اوس یوه بله طریقه رواج شوې: په بل سړي د خپل نظم صفت کوي. واه واه څومره نوی خیال دی چې محبوبا به راشه فیس بوک کې راشه. جانانه دومره به دې پوه کړم، زه دې له خطه په ایمیل خوشاله یمه.
خو دا بله سلاته د ټولوریکاټ ماتوي. هر ناظم ځانته سندرغاړی لري چې اول پولاو ورکوي او بیا يې خپل نظم ته دد کوي. د ډمبک ډولک سره یې کوټه کې ایساروي. دروازې ورپسې تړي چې سا یې بنده شی، نو د زړه له کوفته بغارې وهي، د همده د نظم نه سندرې جوړوي. ګویا د سندرو په برکت د نظم نه شعر جوړوي.
دا ځل همدومره؟
دغه شاعران چې هنرمندتانو ته خوشامندې کوي، په اصل کې په خپل شعر باور نه لري.