پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهحقاني په داسې حال کې چې وسله ورسره وه، خپل کارکوونکي ولیدل...

حقاني په داسې حال کې چې وسله ورسره وه، خپل کارکوونکي ولیدل یا وکتل

تاند:(یکشنبه، د کب ۲۸)  ‏ د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن د کندهار سپین بولدک ته د سفر پر مهال، په داسې حال کې چې وسله یې په لاس کې نیولې وه، د خپلو ځایي کارکوونکو چارې ارزولي دي.

 د نوموړي مطبوعاتي دفتر ویلي، چې حقاني د سپین بولدک د کډوالو چارو آمریت او صفري نقطې څخه لیدنه کړې ده.

هغه خپلو کارکوونکو ته د وسلې له نمایش سره یې ویلي، چې په اخلاص او صداقت دې خپلې دندې ترسره کړي.

حقاني، چې په لیدنو، ویناوو او حتا ټلویزوني مرکو کې وسلې سره څرګندیږي او د طالبانو په وسله وال وزیر مشهور دی، شاوخوا یوه میاشت مخکې په یوه وینا کې له ټولو طالبانو وغوښتل، چې تل وسلو سره وګرځي، ځکه په وینا یې جهاد تر قیامته دوام لري.

د طالب مشرانو داسې کړنې تل د خلکو نیوکو سره مخ شوي.

د دوی منتقدان باور لري، چې طالب مشران له داسې چارو سره څرګندوي، چې د حکومتولۍ وړتیا نه لري او د جنګي پوستو په شان چلند ورسره کوي.

2 COMMENTS

  1. شهاب
    دا څومره ښه خبر دی چې لیدنه دې بولدک وي
    د چارو ارزونه هم په بیړه د ګمرک وي
    لوی ویاړ يي تومانچه وي یو دروبین او بل برچه
    وزیر خو دا وزیر وي چې په څنګ کې يي ټوپک وي
    اخیتار وي د ځان چې له چا وکړي پوښته
    یوازې ورمعلومې د روپیو شمیر په لک وي
    در ځارشم او قربان شم خلیل ګله وزیرګله
    تر تا په دغه کار کې په ولا که بل څوک کلک وي
    کنترول پسې را واخله له امو تر اقینې
    ټوپک په لاس کې ګرځه وایه دغه ترانې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب