Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد ملا برادر په مشرۍ اقتصادي کمیسون بېلابېلې پریکړې کړي

د ملا برادر په مشرۍ اقتصادي کمیسون بېلابېلې پریکړې کړي

تاند:( یکشنبه، د کب ۲۸)  ‏ د طالبانو د ریاست ‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د دوی اقتصادي کمېسیون په خپله غونډه کې بېلابېلې پریکړې کړي دي.

د هغه د دفتر په خبرپاڼه کې راغلي:((په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت دې د مالیې وزارت او نورو اړوندو ادارو سره کار وکړي او د افغانستان برېښنا شرکت لخوا د وړاندیز شویو پروژو(له شبرغان تر الوان دښتې او له الوان دښتې څخه د کابل تر ارغندۍ پورې د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا لېږد مزي او په الوان دښته او ارغندۍ کې د سب سټېشن) د پاتې کارونو د بشپړېدو لپاره د تمویل سرچینې وڅېړي او خپلې موندنې دې د اجراآتو په موخه د لسو ورځو په موده کې اقتصادي معاونیت ته وړاندې کړي څو له هغه وروسته یې په بېړنۍ توګه چارې پیل او تر راتلونکي ژمي بشپړې شي. ))

سرچینه زیاتوي، همدارنګه د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د استازي په ګډون، له اقتصاد،کور او ښار جوړولو، اطلاعات او فرهنګ وزارتونو، ملي پراختیا شرکت او کابل ښاروالۍ څخه جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه چې د ښاري طراحي اصولو ته په کتو دې د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې له چوک څخه تر پښتون مارکېټ پورې اړونده ځمکې بېلابېل اړخونه وڅېړي او خپل راپور دې د وروستي تصمیم په موخه، اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.

په دې غونډه کې، همدا ډول پرېکړه وشوه چې د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د (۱۰۰۰) جریبه شاړې ځمکې اړوند دې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په مشرۍ له اوبو او انرژۍ، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو څخه جوړه شوې کمېټه دې له یادې سیمې څخه لیدنه وکړي، د خلکو غوښتنو ته په کتو دې  د قضیې اړخونه وڅېړي او د ځمکې اجارې، د قرارداد مودې په اړه دې خپل نظرونه له اقتصادي کمېسیون سره شریک کړي.

د غونډې په پای کې د بلخ ولایت د (۸) انکشافي شوراګانو حسابونو په اړه ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه چې په وزارتونو او نورو ارګانونو کې د یادو شوراګانو طلباتو او تضمیناتو د ورکړې او له دغو شوراګانو سره د دولت د پاتې اجناسو په برخه کې د اجراآت ترسره کړي.

1 COMMENT

  1. TO MULLAH SAHIB BRATHER; ;ASSALAMOALIKUM WA RAKHMATULLAH WA BARAKATUHU
    PLEASE DON,T FORGET KUNER RIVER
    NANGARHAR &KUNER PROVINCE
    CLOSE WATER AND BUILD A PROJECT ON KUNER RIVER,BUILD GUMBIEERY DAAG FOR AGRICULTURE,
    MUST FALLOW ALL PLAN OF NAKAMURA, JAPANY
    NANGARHAR& KUNER ARE TWO STATE WHICH NEED TO BUILDUP.
    MANANAH

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...