جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه: بشري مرستو ته د محتاجو افغانانو شمېر ۲۸،۳ میلیونو ته...

ملګري ملتونه: بشري مرستو ته د محتاجو افغانانو شمېر ۲۸،۳ میلیونو ته رسیدلی

تاند:( دوشنبه، د کب ۲۲)   د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د اړمنو کسانو شمېر د ۲۰۲۱ کال په لومړیو کې له ۱۸،۴ میلیونو کسانو څخه په ۲۰۲۲ کال کې ۲۴.۴ میلیونو ته لوړ شوی و، او اوس ۲۸.۳ میلیونو ته رسېدلی دی.

د اوچا د راپور له مخې، په افغانستان کې شاوخوا شل میلیونه وګړي له سختې لوږې سره مخ دي چې له دې جملې څخه شپږ میلیونه یې د قحطۍ ځپلو په توګه پېژندل کیږي.

د راپور له مخې چې د “ریلیف ویب” په ویب پاڼه کې خپور شوی، تمه کیږي چې په 2023 کې شاوخوا 875,000 ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي او 2.3 میلیونه ماشومان او 840,000 میرمنې به په منځنۍ خوارځواکۍ اخته شي.

اوچا زياته کړه، که افغانستان د وچکالۍ درېيم کال ته داخل شي، ښايي د تغذيې وضعيت شل سلنه خراب شي.

ملګرو ملتونو یادونه کړې چې د ښځو او نجونو پر وړاندې له محدودیتونو سره سره بیا هم مرستندویه ادارې د مرستو رسولو ته ژمن دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وايي، مرستندویه ادارې له نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغانستان له خلکو سره مرستو ته دوام ورکړي.

3 COMMENTS

  1. شیخ خرکوس ندیم جاهل دې ته څه وایې ! دا دلګان لکه چې د حورو په چرت کې ټللې دي !

  2. دا راپور به حقیقت ته نیږدې وی خو عاملین یې طالبان نه بلکه په خپله دا شرمیدلې نړې ده چه د خپلۍ ماتۍ زور له افغان ملته اوباسی.
    یو څو په ګوتو شمار لوپر فاحشۍ او د ټولنې میکروبونه یې راټول کړی چه طالبان یې په اعلاج ښه پوهیږی.
    اصلی درد د یهودو او کفارو همدا زموږ ویاړلۍ سپین محمدی بیرغ دۍ چه دا به د الله په نصرت همداسۍ رپاند وی

  3. نړیوال صهیونیزم او امپریالیزم عجیب پلیدی لوبی پیل کړی دی.
    یو لنډ او عینی تمثیل:
    یو څو نااهلو مزدورانو د یو وړوکتون وړوکی او معصوم ماشومان یرغمل نیولی دی، د دولت! امنیتی ځواکونو ( ملل متحد او تړلی اداری ترټ و لغت ) د یرغملګرو سره د مبارزی! په پلمه اجازه نه ورکوی چی دی وړوکو ماشومانو ته د چیښلو اوبه او خواړه ورسیږی او ددی خائنانه کړنی توجیه او دلیل ئی دا دی چی مثلاً یرغمل کوونکی او ګروګانګیران ( طالبان ) مجرمین دی.
    دا د شیطان زامن ( د لوی کلی مَلَکان ) خپله د ۳ جرمونو مرتکبین دی:
    ۱ – ستر ستر دروغونه او د سالم بشریت په سترګو کی د خاورو شیندل.
    ۲ – د ” ګروګانګیرانو یعنی طالبانو سره پټه یارانه.
    ۳ – په واهی پلمو د ۳۰ میلونو مسلمانو پرګنو خاموش قتل ( د لوږی او ناروغی او افسون خپریده ) .

    Reply

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب