Homeخبرونهد افغانستان راتلونکی د قطر د پنځمې نړیوالې امنیتي غونډې د اجنډا...

د افغانستان راتلونکی د قطر د پنځمې نړیوالې امنیتي غونډې د اجنډا مهم بحث دی

تاند:( دوشنبه، د کب ۲۲)   په قطر کې د نړۍ په پنځمه امنیتي غونډه کې به د افغانستان پر روان او راتلونکي وضعیت خبرې وشي.

په دې غونډه کې چې نن (دوشنبه) د «نړیوال نظم د بدلون» تر سرلیک لاندې جوړیږي، د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د پخواني مرستیال «حکمت خلیل کرزي» او د پخواني پارلمان د غړې فوزیه کوفي په ګډون یو شمېر افغان شخصیتونو ګډون کړی دی.

د “خلیج ټایمز” د راپور له مخې، په دې درې ورځنۍ غونډه کې به د افغانستان د راتلونکو امکاناتو په ځانګړې توګه د امنیت، حکومتدارۍ او بشري حقونو په اړه ځانګړې غونډه جوړه شي.

په دغه غونډه کې د طالبانو د ګډون او نه ګډون په اړه څه نه دي ویل شوي.

قطر، چې د امریکا په اشاره د طالبانو د بیا میدان ته کولو او لابۍ اصلي مرکز ګڼل کیږي، د دغې ډلې له واکمنیدو وروسته یې بیا- بیا طالبان له امریکا سره د دوحې د سولې تړون په نقضولو تورن کړي او په خاص ډول یې د دوی له لوري د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار د بندیزونو مخالفت کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...