شنبه, اپریل 20, 2024
Home+د صرافیو او د کابل د شاهزاده سرای لنډه تاریخچه

د صرافیو او د کابل د شاهزاده سرای لنډه تاریخچه

پوهاند دودیال

په کابل کې د(سرای) معموله اصطلاح هغو لویو ودانیو ته وایی چې د خلکو د عادی کورنو په مقایسه لویه، څو پوړیزه او د وربوی لرونکی وي(په کندهاري لهجه کې سرای حویلی ته هم وایی).  په دې سرایونوکې، معمولاً لومړي پوړ کې هټۍ، دوهم او درېیم کې کوټې او دفترونه وي.  وروسته کلونوکې بیا همدا سرایونه (مارکیت) وبلل شول.

 په دې کې یو هم مشهور د شهزاده/شاهزاده سرای دی. دغه مارکیټ یا سرای د کابل سیند دجریان ښي پلو ته د (پُل باغ عمومی) څخه لږ کوز، د مخابراتو د وزارت د پخوانۍ ودانۍ او  د پل خشتی جومات ترمنځ واټن کې موقعیت لري چی نن ورځ یې د یو مالی بازار(Monetary market  ) حیثیت ترلاسه کړی دی او په دې سرای کې پولي خدمات(Monetary services  ) ترسره کیږي. د دې سرای نوم پخوا (سرای سنګ ماشه) و. پخوا د کابل ښار کې بیلابیلو ځایونو کې نور سرایونه هم وولکه:  دفرقه مشر سرای (د میوند واټ وروستۍ برخه کې)، سرای موتی، د عبدالرحمن خان سرای ( چې د اوسنی  شهزاده سرای بالمقابل ، دسیند کیڼ اړخ ته و)، د سیدعلم سرای، د منډوي د وریجو سرای، دچنداولو د لیلامی سرای او نور. وروسته بیا  د سوداګریزو ځایونو اوسرایونو عصري بڼې ته د مارکیت نوم ورکړل شو لکه؛ زرلښت مارکیت، لطیف مارکیټ، د حاجی هزار ګل مارکیټ او نور چې دا وروستي ټول د پُل خشتی جومات شاوخوا او د منډیي کوڅې ته لنډ چې د تجارت مرکزونه وو، جوړ او انکشاف یې وکړ. په دغو ټولومارکیټونوکې هټۍ، دفترونه، سوداګري،رهن،سرقُلفی اونور اقصادی معاملات معمول وو او اوس هم دي.

اوسني  شهزاده سرای کې پخوا وختونو کې قیمتی او کمیابه توکي لکه ټوپک اوکارتوس ، سره او سپین زر، اشرفۍ( یوډول سکه وه) او نور چې دا ټول تقریباً د خواصو د اړتیا وړ وسایل وو، خرڅیدل.

د امیر عبدالرحمن خان او حبیب الله خان پر مهال چې د افغانستان وضعیت نسبتاً ثبات وموند او امیر عبدالرحمن خان د سوداګری لپاره یو شمیر اصلاحي اصول وضع کړل، له کراچی،مشهد او پېښور سره سوداګري ښه شوه. لومړنیو صرافیو په قندهار او کابل کې د سعر په تبادله شروع وکړه. په دې ډول سره د اسعارو د تبادلی لپاره چې کوم لومړنی مارکیت په کابل کې ځانګړی شو، همدا شاهزاده سرای و. البته مخکې تر دې څو نورو ځایو کې هم اسعار ( معمولاً هندی کلداره)  په افغانیو او نورو اسعارو بدلیدې، ترڅو چې ډیر معاملات همدلته را وړل شول.

د دې سرای نوم ځکه د  شهزاده په نامه مشهور شوی دی چې دسقو د زوی له سقوط وروسته، کله چې په  ۱۳۱۴ل. کال کې د محمد ظاهر شاه پرمهال ( چې محمد هاشم خان صدراعظم و) د هیواد سیاسی وضعیت یوڅه ښه شو، نو دغه  د شهزاده عبدالعزیز له خوا چې د احمد شابابا کوڅی(دلمسي لمسی) و، وپیرودل شو او تقریبا په دریو پوړونو کې دکابل ښار د ودانیو په کلاسیک  سبک ورغول شوی چې کړکیو او نجاری یې د کابل ښار د پخوانۍ چهارچتې بڼه لرله، خو سر یې پټ نه و. دا هغه مهال و چې عبدالمجید زابلی د ملی بانک بنسټ ایښی و. کله چې شهزاده عزیز مړ شو،سرای دده زامنوهریو؛ تیمور شاه، احمدشا او بابر شاه ته په میراث پاتې شو. معمولاً د احمد شاه بابا اولادونو او وروسته بیا محمدزاییانو دخپلو اولادنو لپاره دپخوانیو نیګونو نومونه غوره کول او نوم سره به یې (شاه) هم پیوست و اوټوله سلسله شهزاده ګان وو، دا دود د محمدظاهر شاه او سردار محمد داودخان تر وخته پورې را روان و. اوس دغه سرای د بابرشا ملکیت دی. یو شمیر نور بیا له دوستوخیلو کوچی سوداګرو سره په مغالطه وايي چی دا سرای د کندهاری شهزادګانو نه، بلکې یا د چترال یا دکشمیر دشهزادګانو و( پخوا چترال او کشمیر او بلوجستان د افغانستان ولایتونه وو) یا د ځاځیو یا دوستو خیلو سوداګرو و.

په دغه سرای کې د صرافانو شمیر او پولی معاملات ورووسته تر ۱۳۸۱ ل. کال څخه  ډیر زیات شول. حال دا چې په ۱۳۷۱ل. کال کې تر ټولو زیات او بد زیان سره مخامخ شو. دا هغه کال و چی کابل کې تنظیمی ډلو حاکمیت درلود. دا مهال د دې سرای شتمني جګړه مارو لوټ کړه. ویل کیږي چې د ۱۳۷۱-۷۴ ل.( ۱۹۹۲-م.۱۹۹۵)کلونو پر مهال تر شپیته میلیونه ډالرو زیاته دارایی له دی مارکیټ څخه غلا او ډیر دوکانونه(صرافۍ) یې عمداً  وسوځول شول. هغه مهال دلته ۲۰۰صرافی دفترونه وو. دغو کلونو کې شل تنه لوی صرافان ووژل شول. وروسته بیا په ۱۳۸۱ل. کال کې دغه سرای بیرته ښه ورغاول شو او ښه رونق ېې وموند. له همدې کال وروسته د سرای پخوانۍ بڼه بیخي بدله شوه. اوس یې په دریو پوړونو کې سلګونه صرافان د حواله جاتو Money order ، نورو بانکو سره په معاملو، پور اود آزاد بازار له قاعدې سره سم په تبادله  بوخت دي. دا په حقیقت کې د هیواد یو لوی مالی بازار دی چې نورو مالی موسساتوسره په معاملاتو بوخت دی ؛ خصوصاً وروسته تر ۲۰۰۲ م. کال څخه یې روابط پراخه شول، لکه د افغانستان دولتی بانک( دافغانستان بانک/DAB)، نړیوال بانک WB/، او د پیسووجهی صندوقIMF/ سره یی اړیکې ټینګی شوي دي.

باید هیره نشی چې تل دغه سرای ته دغلا او ناامني ګواښ متوجه وو، د بیلګې په توګه په ۱۳۸۷ل. کال دغه سرای ته د سیند له لوري، د بدرفت تونل کې درې تنو غلو غوښتل دغه سرای ته ورسي، خو په شپه کې محافظینو قضیه کشف کړه. وروسته بیا په ۱۳۹۹ل. کې د دوحې د تړون له آوازی سره سم دغه سرای ته کلکه فلزی کټاره ولګول شوه او ټولې هتۍ پنجره اوسیم بندې شوې، په دې ډول اوس ددې مارکیت بڼه بیخي بدله شوی ده.

د دغو ټولو بدلونو په بهیر کې د یو شمیر بانکونو(عزیزی بانک،  کابل بانک او میوند بانک) څانګې هم دننه پکې فعاله شوی چی د دې سرای  اعتباریې نور هم  اوچت کړ. د یو شمیر ارقامو له مخې؛ د پنځلسو کلونو (۱۳۸۶-۱۴۰۱) په بهیر کې هره هفته  په میلیونه دالره دلته د مرکزی بانک له خوا آزاد بازارته  عرضه شوي دي. له دالر پرته دلته؛ نور اسعارلکه کلدارې(پاکستانی وهندی)، ایرانی ریال ، ییرو اودخلیج هیوادوسعرډېر تبادله کیږي. باید ووایو چې شهزاده سرای هغه یواځینی مارکیټ اوسرای ندی چی  اسعار پکې مبادله کیږي، بلکې د کابل ښار کې ډیر نور صرافان، سرایونه  او مارکیټونه هم شته. پخوا( دڅلویښتمو او پنځوسمو کلونو بهیر کې) هم  منفرد صرافان دنادرپشتون واټ، او د نوي ښار د واټونو ترغاړو لیدل کیدل. د اسعارو د نرخونو ډیر تازه خبرونه د همدی سرای شهزاده او جلال اباد څخه دي، خو په دې ټولو کې شهزاده سرای د(مورني مارکیټ) حیثیت لري او د خبریالانو او د اسعارو د ورځني نرخ یوه مهمه او اعتباري منبع ده. معمولاً د صرافانو د ټولنې رېیس او مرستیال همدې سرای پورې اړه لري او دفتر یې هم دلته دی.

صرافی، صرافان، معاملات او سوداګری یو بل سره تړلی مفاهیم دي.  اوس د هیواد ډیرو ولایاتو او خصوصاً لویو ښارونو او بندري ښارګوټو کې هم صرافیانې فعاله دي. د هیواد لویې صرافۍ په کندهار، ننګرهار،مزارشریف، هرات، تورخم، حیرتان، اسلام کلا او ټولو لویو ښارونو کې شته، په دې ټولو کې د کندهار د ښار نوی صرافۍ ډیرې منظمې دي. د اسعارو مبادلې ته (Exchangeیاد پیسو مبادله  money exchange) ویل کیږي. صرافان هغه کاروباریان دی چې د اسعارو تبادله کوي.

دجلال اباد دصرافیو سرای ډیر له ګڼې- ګوڼې ډک دی او د هرات صرافیانې د اوړي ګرمی کې دتهویې سیستم نلري. زموږ مالی بازارونه او د پولی خدماتو زیاتره مراکز د غلا، اورلګیدنې او زلزلې په وړاندې لازم تجهیزات نه لري، هیله ده دملی پانګې د ساتنې او دوران دغه محلات ښه وپېژنو او ساتنې ته یې پام کړو. له بلې خوا ډیره ضرور ده چې زموږ د مالی بازار، پولی خدماتو کار کوونکی او صرافان د مالی خطراتو(Financial Risk  ) او د مالی خطراتو په مدیریت   (FRM) او د مالی خطراتو په ډولونو پوه شي او دغو برخو کې مطالعه ولري.

یادونه: څه مود مخکې دغه قلم د مستوفی  او مستوفیت دمانا او افغانستان کې یې د تاریخچی په اړه یوه لیکنه نشر کړه، وروسته  یو شمیر وروڼو هغه خوښه کړه او د صرافی بازارونو او دصرافی سرایونو دتاریخچی په اړه یی معلومات وغوښتل، نو دا پورته لیکنه په همدې موخه ولیکل شوه.  په درناوي.

4 COMMENTS

  1. د ګران استاد دودیال صاحب د خوندوری او معلوماتی لیکنی څخه ډیره ډیره مننه.
    د پورته لیکنی په اړه خپور سوی عکس هم ډیر جالب دی.
    د خاورو د ګونی څخه تشکیل سوی جنګی سنګر مو لیدلی ؤ خو د روپو د بنډلونو څخه تشکیل سوی سنګر می په پورته عکس کی ولیدی.
    د پاملرنی وړ ټکی دا دی چی د خاورو په سنګر کی ناست سرباز به دومره وارخطا او ناآرام او بیریدلی غوندی نه وی لکه د روپو شا ته ناست صراف چی وارخطا دی.
    بله خبره دا ده:
    کوم اطرافی او صحرائی کس ښار ته را کوز سوی ؤ ( د اطرفی کسانو معمولاً خواږه څیزونه خوښ وی ) یو کس ئی ولیدی چی د سړک پر غاړه ناست او مخته ئی په کَپه کی جلبی او خواږه توکی د خرڅلاؤ لپاره ایښی وه ، صحرائی چی خوږو او د خوږو خرڅوونکی ته وکتل نو ور نژدی سو او دری څلور ګوتی ئی د خرڅوونکی په سترګو ور ننه ایستی، هغه بیچاره چیغی کړی چی څه کوی سړیه ړوند دی کړم، صحرائی ور ته وویل ما ګومان کاوه چی ته ړوند ئی ( بینا سړی ته چی خواږه پراته وی نو حتماً ئی باید وخوری ).
    نو خبره می د پورته عکس په اړه دا ده چی دا د روپو دیوال ته د ناست سړی سدری او خولی ولی دومره سپیره او زاړه دی او ولی نوی جامی نه رانیسی؟

  2. سلام
    پو هاند صاحب ستا په تاریخی، علمی او ادبی لیکنه به زه دغه مطلب ورزیات کړم
    هزار دستان برګل سخن سرای چوًسعدی
    دعای صاحب عادل علاء دولت ودین را
    باغچه سرای
    حرم سرای
    خلوت سرای
    خواجه سرای
    سرسرای
    عالم سرای
    مصیبت سرای
    کاروان سرای او سخن سرای
    فکر کوم سرای او سماوار روسی کلمی دی او دمغلو له وخته دلته کارول شوی دی
    ماخذ جهانګشای لومړی ټوک ۲۲۲ مخ

  3. dodyaal sahib.. mananah
    I hope afghans&government
    build money market with strong security system/alarm. and build a building with standard tectonic.
    government must pay more attention for security.
    thank you

  4. السلام علیکم!

    پوهاند صېب خونده وره لیکنه ده، خو چې د پورته تصویر په ځای بل تصویر چې اوسنۍ افغانۍ په کې وی نو ډېره به ښه وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب