جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهملا هبت الله د ملا یعقوب او سراج حقاني ترڅنګ یو شمېر...

ملا هبت الله د ملا یعقوب او سراج حقاني ترڅنګ یو شمېر دیني عالمانو سره لیدلي

تاند: ( پنجشنبه، د حوت ۱۱ )  د طالبانو د حاکمې ادارې ویاند ذبیح الله  مجاهد وایي، چې د  دوی عمومي مشر ملا هبت الله اخندزاده په کندهار کې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب، د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د د کندهار، کابل، کاپیسا، بغلان، فاریاب، خوست او ننګرهار ولایتونو له ګڼ شمېر دیني عالمانو سره لیدلي.

 د هغه په وینا، په دغه کتنه کې ملا هبت الله دیني عالمان خپلو مسوولیتونو ته متوجه کړل او د خپلې ادارې د ښه خدمت کولو، د دیني علم د ترویج، د کتابونو او مقالو د لیکلو او د هغو شیانو د ښه تطبیق توصیه یې ورته وکړه، چې دی یې اسلامي شریعت بولي.

مجاهد له نورو جزیاتو پرته وایي:(وروسته د یو شمېر موضوعاتو په هکله د راغلو دیني عالمانو څخه نظرونه واخیستل شول.)

څرګنده نه ده، چې دغه نظرونه پر کومو مواردو اخیستل شوي، خو په وروستیو کې د طالبانو ادارې سره د خلکو او نړیوالو لوی جنجال د نجونو د زده کړو پر ممانعت دی.

پر دې موضوع خپله د طالبانو د ادارې یوه لویه برخه مشران هم له ملاهبت الله او سخت دریځې ډلې سره یې وران دي.

د دې غونډې خبر په داسې حال کې ورکړل شوی، چې پرون د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د روانې لمریزې میاشتې په نیمایي کې د هلکانو د پوهنتونونو د بیا پیل اعلان وکړ، خو د نجونو د زده کړو د بیرته پيل په اړه یې څه ونه ویل.

4 COMMENTS

  1. چا ددغه سوډر جوسه ولیدله او که یې یوازي سومبۍ ورګرزولې وه ؟ کوم د باجوه ای ایس اي به هلته ناست وي لعنت ستاسي طاغوتي جهاد او موزي اسلام 🐖🤮😡

  2. دده ښځه په خرو وغنم ! داسې مردار مخ لري لکه کربوړۍ ! دا جاهل په خپل جاهل دین په انسانانو حکومت کوي او انساني حقوق ترې اخلي ددغو ټولو بدبختویو علت اسلام دی چې دقدرت لپاره استعمالیږي او ټولنه بدبخته توره ساتي ! نعلت ددوی په اسلام !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب