شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهپه افغانستان کې جنګېدلي امریکايي پوځیان له افغانستانه د امریکا وتنه تیروتنه...

په افغانستان کې جنګېدلي امریکايي پوځیان له افغانستانه د امریکا وتنه تیروتنه بولي

تاند (پنجشنبه، د حوت ۱۱ مه) د افغانستان په جګړه کې اکثره جنګېدلي امریکايي پوځیان وايي، امریکا باید له افغانستانه خپل ځواکونه نه وای ایستلي.

دغو پوځیانو په یوه نظرپوښتنه کې ویلي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ایستلو د تروریزم پر ضد پر جګړې منفي اغېز کړی نو پکار نه وه چې امریکا ځواکونه ایستلي وای.

د ملیټري ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، میشن رول کال موسسې له ۵۵۰۰ هغو سرتیرو څخه له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو په اړه پوښتنې کړي چې په افغانستان کې د امریکا د حضور په دوو لسیزو کې افغانستان ته تللي دي.

د نظرپوښتنې له پایلو سره سم، په سلو کې ۷۳ پوښتل شویو پخوانیو پوځیانو له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو له څرنګوالي او ۸۳ سلنه نورو د ځواکونو د وتلو د څرنګوالي په اړه د امریکا د جګپوړو پوځي او ملکي چارواکو له ځوابونو نارضیاتي ښوولې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب