شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهالفلاح پوهنتون څخه سلګونه تنه فارغ شول

الفلاح پوهنتون څخه سلګونه تنه فارغ شول

پنجشنبه، ۱۱/حوت/۱۴۰۱
د الفلاح پوهنتون د ۱۴۰۰ هـ ش کال خزاني او د ۱۴۰۱ هـ ش کال پسرلني او خزاني سمسترونو بېلا بېلو پوهنځیو فارغانو فراغت غونډه ترسره شوه او سلګونه تنه فارغان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

د الفلاح پوهنتون رئیس ډاکتر سید معشوق سادات فارغانو او د هغوی کورنیو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل چې الفلاح پوهنتون له تأسیس کېدو څخه تر اوسه پورې زرګونه تنه علمي کادرونه د لیسانس په کچه په اساسي او معیاري ډول روزلي او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي دي، چې دغه لړۍ لا هم روانه ده.

د ښاغلي سادات په وینا الفلاح پوهنتون د ختیځ زون لومړنی او د هېواد په کچه شپږم بشپړ اکاډمیک اعتبار لرونکی خصوصي پوهنتون دی او په هېواد کې د ۱۴۰ خصوصي پوهنتونونو په منځ کې پنځم مقام خپل کړی دی. نوموړي د لوړو زده کړو وزارت او ننګرهار پوهنتون څخه مننه وکړه چې تل یې د الفلاح پوهنتون ادارې ته د همکارۍ ډاډ ورکړی او خپله همکاري یې نه ده سپمولې.

نوموړي په خپلو خبرو کې د حکومت له مشرتابه څخه وغوښتل چې د ټولنې لوستي قشر ته دې د کار کولو زمینه برابره کړي، چې په دې سره به هر شخص په خپله برخه کې ورسپارل شوی مسؤلیت په ښه توګه ترسره او هېواد به د پرمختګ په لور کوټلي ګامونه پورته کړي. هغه زیاته کړه چې د الفلاح پوهنتون د ماسترۍ برنامو کارونه مخ په بشپړېدو دي او له فارغانو یې وغوښتل چې د لیسانس تر کچې زده کړو باندې دې اکتفا نه کوي؛ بلکې د نورو زده کړو لپاره دې هڅې وکړي او د دندې پر مهال دې د هېواد او خلکو د ښې راتلونکې لپاره په خپل مسلک کې په پوره ژمنتیا، اخلاص او امانتدارۍ سره خپله برخه کار وکړي او ملي ګټو ته دې ژمن پاتې شي.

د ننګرهار ولایت مقام په استازولۍ بیا د ننګرهار د ټرانسپورت رئیس مفتي محمد زمان له الفلاح پوهنتون څخه د منننې ترڅنګ فارغانو ته مبارکي ورکړه او د تحصیلي، تعلیمي بنسټونو او مدارسو استادان او کار کوونکي یې د قدر وړ وبلل چې په وینا یې د ملت هوساینې او د هېواد د ابادۍ لپاره په دیني او عصري برخو کې په اسلامي، ملي او افغاني روحیه سمبال کادرونه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کوي.

بیا د ننګرهار پوهنتون علمي مرستیال، پوهندوی احسان الله ناصح د تعلیم او تحصیل د ارزښت په هکله فارغانو ته په خطاب کې وویل چې د نورو زده کړو لپاره دې لاس په کار شي، تحصیل دې د ګټې لپاره نه؛ بلکې د شخصیت جوړونې او ملي ګټو ته د ژمنتیا په موخه وکړي. یو بل دې ومني او په پوره اخلاص دې د هېواد ابادۍ ته کار وکړي.

همدارنګه د ننګرهار د کانال رئیس مولوي غلام الرحمن قظیم بیا وویل چې افغانان د علم لېوال دي او افغانستان په علمي لحاظ په خپله غېږه کې پوهان او علماء لري او په ګډه د وطن جوړونې لپاره کار کوي. هغه له ځوانانو وغوښتل چې خپله انرژي او فکر دې د هېواد په داخل کې مصرف کړي، څو د افغانستان راتلونکي نسلونه پرې وویاړي.

په یاده فراغت غونډه کې د الفلاح پوهنتون د رهبرۍ غړو، استادانو، اداري کار کووکو، د مختلفو دولتي او خصوصي ادارو استازو، خبریالانو، قومي مشرانو او د فارغانو د کورنیو د غړیو په ګډون ګڼو علمي شخصیتونو ګډون درلود چې فارغانو ته د فراغت تصدیقونه په ورکول کېدو سره پای ته ورسېده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب