یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Home+د دوحې موافقه څلور کلنه شوه

د دوحې موافقه څلور کلنه شوه

تاند- د ۲۰۲۰ د فبرورۍ په ۲۹ مه، چې په میلادي کالهنداره کې په هرو څلورو کلونو کې یو وار شاملېږي، د امریکا او طالبانو ترمنځ له اتلس میاشتو خبرو وروسته د قطر په مرکز دوحه کې د دوحې موافقه لاسلیک شوه.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې لومړی پلا د ۲۰۱۸ د اکتوبر په ۱۲ مه په دوحه کې پیل شوې. دواړو خواوو دوهمه ناسته د ۲۰۱۸ د نوومبر په ۱۶ مه وکړه. درېیمه ناسته یې د همدې کال د دسمبر په ۱۷ مه په متحده عربي اماراتو کې وه.

د څلورمې ناستې لپاره د دوو هیوادونو استازي د ۲۰۱۹ د جنورۍ په ۱۹ مه په دوحه کې رایوځای شول. دا مهال زلمی خلیلزاد د امریکا له لوري ځانګړی استازی ګومارل شوی و او طالبانو ملابرادر د قطر د دفتر مشر ټاکلی و خو خبرې د طالبانو له لوري شیرمحمدعباس ستانکزي پرمخ وړلې چې د ملابرادر تر راتګ مخکې د دوحې د سیاسي دفتر مشري ورله غاړې وه.

په پنځم ځل طالب او امریکايي استازي د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ پر ۲۵مه په دوحه کې سره جرګه شول، زلمي خلیلزاد په لومړي ځل د طالبانو د تحریک له مرستیال ملاعبدالغني برادر سره په دوحه کې وکتل. د دې پړاو خبرې ۱۶ ورځو ته وغځېدې.

په شپږم پړاو کې نهه ورځې خبرې وشوې او د ثور په ۱۹ مه پای ته ورسېدې. دواړو خواوو اعلان وکړ چې د دې ځل په خبرو کې ډېر پرمختګ وشو.

اوم پړاو خبرې د جون په ۳۰مه په دوحه کې پیل شوې او څو ورځې یې دوام وکړ. د دې پړاو په خبرو کې دواړو خواوو نور پرمختګ هم وکړ او پر ځینو مسلو یې نظرونه سره یو شول.

مخکې تر دې چې اتم پړاو خبرې پیل شي، واشنګټن پوسټ د امریکايي سرچینو په قول راپور ورکړ چې امریکا له افغانستانه خپل پوځیان باسي او په بدل کې یې طالبانو ژمنه کړې چې القاعده او نورو ترهګرو ته به اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د لوېدیځ پر ضد کار واخلي.

دواړو خواوو د ۲۰۱۹ د اګست په ۳ مه، اتمه ناسته وکړه او ورپسې طالب سرچینو د سولې د موافقې لاسلیکېدو ته هیله څرګنده کړه.

طالب سرچینو وویل، یوازې محدود موضوعات پاتې دي او تمه ده چې په راتلونکو یوه – دوو ورځو کې به هوکړه لاسلیک شي.

له دې مخکې د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي و چې هوکړې ته د رسېدو لپاره یې د طالبانو له لوري مثبتې اشارې لیدلې دي.

تر دې مخکې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال او د دوحې په خبرو کې د طالبانو یوه مرکچي عبدالسلام حنفي د الاماره په نامه د طالبانو ویبپاڼې ته ویلي و، که د خبرو دغه پړاو په بریالیتوب سره پای ته ورسېږي، له ټاکل شوي مهالوېش سره سم به ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.

بالاخره د ۲۰۲۰ د فبرورۍ په ۲۹ مه (د ۱۳۹۸ د حوت ۱۰ مه) د دوحې موافقه د امریکا او طالبانو ترمنځ (زلمي خلیلزاد او ملابرادر) ترمنځ لاسلیک شوه.

د دې موافقې هغه جزییات چې څرګنده شوي او اعلان شوي، څلور برخې لري.

د افغانستان له خاورې به هیڅ ډله د امریکا او د متحدو ایالتونو د متحدانو پر ضد کار نه اخلي.

له افغانستانه به بهرني پوځیان له ټاکل شوي مهالوېش سره سم وځي.

د افغانانو ترمنځ به د ۲۰۲۰ د مارچ له لسمې خبرې پیلېږي. په خبرو کې به پر دایمي اوربند خبرې کېږي او موافقه به پرې کېږي او دغه راز به د افغانستان د راتلونکې د لارې نقشه چمتو کېږي.

د امریکا متحد ایالتونه او ايتلافي ځواکونه به یې په ۱۳۵ ورځو کې له افغانستانه وځي. او طالبان به په دې موده کې پرې برید نه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب