Homeخبرونهسامسونګ ګلیکسي ایس ۲۶ موبابل معرفي کړي

سامسونګ ګلیکسي ایس ۲۶ موبابل معرفي کړي

تاند (شنبه، د کب/ حوت ۱۰ مه) د جنوبي کوریا په پلازمېنه سیول کې سامسونګ الیکترونیکس خپل نوی فلیګ‌شیپ سمارټ فون ګیلیکسی ایس 26 معرفي کړی دی، چې بیې یې د امریکا او جنوبي کوریا په ګډون په مهمو بازارونو کې لوړې شوې دي۔

شرکت دا ګام په داسې وخت کې پورته کړی چې د میموري چپس بیې په چټکۍ سره لوړې شوې دي، چې له امله یې د شرکت پر ګټې فشار زیات شوی دی۔

د رویټرز د راپور له مخې، سامسونګ په امریکا کې د «ګیلیکسي ایس 26» ابتدایي بیه 899 ډالر (شاوخوا دوه نیم لکه پاکستانۍ روپۍ) ټاکلې ده، چې د تېر ماډل پرتله نژدې 4.7 سلنه زیاتوالی ښيي.

همداراز د «ایس 26 پلس» بیه 1099 ډالر (نژدې 3 لکه او 58 زره پاکستانۍ روپۍ) ټاکل شوې، چې شاوخوا 10 سلنه زیاتوالی لري، خو د الټرا ماډل په بیه کې کوم بدلون نه دی راغلی۔ په جنوبی کوریا کې د ابتدايي ماډل بیه هم نژدې 8.6 سلنه لوړه شوې ده۔

کمپنۍ په خپل نوي موبایل کې د مصنوعي ځیرکتیا پرمختللي فیچرونه شامل کړي دي، چې پکې د ګوګل د جیمنای اې آی سیستم، د پرپلیکسیټي اې آی ټکنالوژي، او د سام سونګ خپل تازه اپ‌ګرېډ شوی بکسبی اسسټنټ شامل دي.

دا ګام ځکه مهم بلل کېږي چې تېر کال سامسونګ د سمارټ فونونو په پلور کې خپله لومړۍ درجه له لاسه ورکړه او له ایپل وروسته پاتې شو، چې ایپل ته په چین او هند کې د آیفون قوي پلور ګټه ورسېده.

سامسونګ په ځینو S26 ماډلونو کې د لومړي ځل لپاره خپل جوړ شوي ایګزینوس پروسیسرونه کارولي دي، په داسې حال کې چې په تېر ماډل کې د کوالکوم د اسنیپ ډریګن چپس کارول شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

مړه خوا بختانی| لعل‌پاچا ازمون

پسرلي تازه کډه باروله، ګرمۍ ورو ورو خوله په نازکو صورتونو کېښوده او خپله تنده یې پرې ماتوله.  دا  د کال ۱۳۸۷ خبره کوم، ګرمۍ وزرې...