Homeخبرونهټي ټي پي له خپلو جنګیالیو وغوښتل چې بریدونه زیات کړي

ټي ټي پي له خپلو جنګیالیو وغوښتل چې بریدونه زیات کړي

تاند (شنبه، د کب/ حوت ۹ مه) ټي ټي پي په یوه اعلامیه کې، چې د جمعې په ورځ یې خپره کړه، ویلي چې د دې تحریک مشر نورولي محسود خپلو جنګیالیو ته امر کړی چې پر افغانستان د شوو هوايي بریدونو په غبرګون کې دې په ټول پاکستان کې سمدستي بریدونه وکړي.

ښاغلي محسود په یوه لیک کې کښلي: «ټولو ملګرو او په ځانګړې توګه د پنجاب او سند ايالتونو د ښاري سيمو مجاهدينو ته سپارښتنه کېږي چې خپل بریدونه په منظم ډول ترسره کړي او له مرکز سره دې په اړیکه کې اوسي.»

په دې لیک کې له قومندانانو غوښتل شوي چې خپل فعالیتونه چټک کړي او بریدونه په منظم او اغېزمن ډول ترسره کړي.

په همدې حال کې راپورونه وايي چې د شمالي وزیرستان په میرعلي کې د پاکستاني یرغلګر پوځ پر یو لوی کمپ د درنو چاودنو وروسته نښته روانه ده.

د بریدونو ویډیویي شواهد دې له مخکنۍ اجازې له اخیستو پرته، په مستقیم ډول پر ټولنیزو شبکو خپاره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصر د ښکلا ملکه د سرطان له کبله فلج شوې

تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۸ مه) انجي عبدالله اعلان کړی چې د دماغي تومور د پیچلتیاوو له امله پرې ړ فلج حمله شوې...