پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهمجاهد کابل کې د داعشیانو خلاف د عملیاتو جزیات خپاره کړل

مجاهد کابل کې د داعشیانو خلاف د عملیاتو جزیات خپاره کړل

تاند: ( دوشنبه، د حوت ۸ ) د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل ښار کې د داعش ډلې پر ضد د یکشنبې ورځې د ماښام د عملیاتو جزیات خپاره کړي.

نوموړي ویلي، چې دغه عملیات د طالبانو د استخباراتو د ځواکونو له لوري د کابل خيرخانې اړوند شهرک ذاکرين سیمه کې ترسره شوي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه سیمه کې د داعشیانو يو مهم پټن ځای و، چې د دوی د عملیاتو په پایله کې دوه داعشيان پکې وژل شوي او یو تن ژوندی نیول شوی.

د طالبانو ویاند زیاتوي:(( دوه میله کلاشینکوف ، يو واسکټ او په زياته اندازه مهمات ترې ونيول شول.د داعشیانو دې ګروپ د تخریبي کړنو پلان درلود چې د لوی الله په نصرت مخکې له مخکې کشف او له منځه یوړل شول.))

د مجاهد د معلوماتو له مخې، د عملیاتو پر مهال د دوی ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.

داعش ډله معمولاً د داسې عملیاتو او خپلو فعالیتونو په اړه په وروستیو کې رسنیز غبرګون نه څرګندوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...