پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+پاکستان د بشپړ سقوط لور ته روان دی| ګل محمد نوري

پاکستان د بشپړ سقوط لور ته روان دی| ګل محمد نوري

د پاکستان د سیاسیونو، مدني فعالانو او خبریالانو ویناوو ته چې ګورم ماته د افغانستان د «اسلامي جمهوریت» د سقوط نه مخکې حالات را په یاد شي، د دوی ژبه، ادبیات، پرېکړې او محتوا کټ مټ لکه زموږ له تېر جمهوریته چې را کاپي شوي وي. هماغسې سیاسي غوبل، رسنۍ او خبریالان هماغسې ګډوډ غږیږي، د جمهوریت او ډیموکراسۍ د نجات شعارونه او د ائین «اساسي قانون» په چوکاټ کې ولس ته د آزادۍ او ډیموکراسۍ خبرې کېږي.
یوه نظریه ده چې له فقر سره دیني تمایل زیاتېږي، په ټولنیزه برخه کې په خیبرپښتونخوا کې ږیرې او په سنتو برابر نفوس ډېر شوی، د نجونو مدرسې او دیني مصروفیات اوج کې دي. (ټ ټ پ) موازي دولت، تشکیلات او مسوولان اعلان کړي دي، اخطارونه، چاودنې او تښتونې زیاتې شوي دي.
اکثره پاخه نړیوال تحلیل ګران په دې اتفاق لري چې د پاکستان په داځل کې داسې سیاسي او اقتصادي بحران ته ننوځي چې د دوه ځلې پخوا په څیر ورڅخه نه شي وتلی.

لویدیځ دوه ځلې پاکستان له حتمي ماتې څخه ژغورلی، یو ځل پر افغانستان د شوروي د یرغل پرمهال او بل ځل له ۲۰۰۱ څخه وروسته پېښې پلمه شوې چې عمر یې اوږد شي.

یو قوي تحلیل دا دی چې پاکستان نور د پخوا په شان دوه مخې لوبه نه شي کولای یا به د چین او روس ایتلاف کې شاملېږي یا به له غرب سره پاتې کېږي. منځ منځ کې تګ نور نشته.

په دې حالاتو پورې د پاکستان او افغانستان د پښتنو د راتلونکي یووالي برخلیک هم تړلی دی. دا یوازې پاکستان نه بلکې پښتانه او پښتانه ملتپال هم باید خپل لوری معلوم کړي چې په دې منځ کې کوم طرف نیسي.
په لویه کې پښتانه منورین دوه درې لارې لري:

د پاکستان د حکومت او پوځ خوا به نیسي او که د (ټ ټ پ):
منځ منځ کې تګ نشته، یا به قرار کیني.

اول، که پوځ د پاکستان ټول واک هم پښتون ته حواله کړي، پښتون به دا قرضدار ملک په څه شي ساتي؟ دا معامله هم سخته ده دلته په بل غم اوړي.
که (ټ ټ پ) وکولای شي پوځ او پاکستان مات کړي، د پښتون د یووالي دښمن به ختم شي خو په بل دښمن چې سختدریځي دي اوړي.
ارام کېناستل ځکه ښه دي که پوځ مات شو او په ټالېېب وواوښتو، نو ټالېېب زموږ خپله پدیده ده یوه ورځ به یا اصلاح او یا چپه شي.
خو د پښتون اول هدف له ایټم بم، پوځ او پاکستان څخه خلاصیدل دي. څلورمه لار چې ډېره سخته ده له دې ټولو سره ډغرې او سر وهل دي.

3 COMMENTS

  1. PUSHTOONS MUST SUPPORT TTP.
    BECAUSE AT LEAST TTP ARE MUSLIM AND PUKHTOONS.
    WE HAVE TO CHOICE ISLAM FOR OUR STRATEGY,
    BUT NOT BRITISH ISLAM.LIKE FAZEL RAKHMAN DIESLY .
    THANK YOU

    PLEASE SUPPORT TTP &ALIWAZEER.MANZOOR PUSHTEEN

  2. دا پنځه اویا کاله وسوه چي موږ اورو چي پاکستان نن سقوط کوي یا سبا خو سقوط یې ندئ کړئ او ټینګ پر ځای پاته دئ. پاکستان به مالي مشکلات لري خو سقوط نه کوي او که وضع ډېره خراپه سی نو فوج خو سته چي بیا به د ناجي په حیث را مخ ته سی. ما ته یې سقوط يېځایه اندېښنه ده هو حکومت به يې سقوط وکړي څو مملکت به یې پر ځای وي

  3. همغه حکومت چه ړنګ شی بس ده، لکه په افغانستان کۍ. مملکت خو څوک نه ترې په شا کوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب