شنبه, اپریل 20, 2024
Home+جان شټاین بک او اثار

جان شټاین بک او اثار

تاند- نامتو امريكايي ليكوال جان شټاين بك چې په شلمه پېړۍ كې ډېر پېژندل شوى او آثار يې د امريكايي ليكوالو په منځ كې ډېر لوستونكي لرل د ۱۹۰۲ كال د فبرورۍ په اووه ويشتمه نېټه دنيا ته سترګې رڼې كړې.

دغه ستر ليكوال په ۱۹۶۲ كې د خپلو سترو ادبي كارونو په خاطر د نوبل ادپي جايزه وګټله. جان سټاين بك په ۱۹۳۷ كې (novella Of Mice and Men) وليكۀ او په ۱۹۴۰ كې يې (The Grapes of Wrath) ناول وليكۀ چې د هغو  له کبله د پوليټزر په جایبزې ونازول شو. په دغو دواړو اثرونو كې جان سټاين بك د لويې نهيلۍ (Great Depression) په دوره كې د كارګرې طبقې او د ټولنې د ګوښه کړای شوې پرګنې ژوند انځوروي.

سټاين بك ډېر شهرت د خپلو كيسو د كركترونو په خاطر ترلاسه كړى چې د شلمې پېړۍ د لومړۍ نيمايي د تاريخي پېښو زېږنده دي. د هغه په آثارو كې د انسان د ژوند بېلابېل اړخونه لكه تاريخ، موسيقي، سياست، فلسفه او افسانې رانغښتل شوي دي.

د سټاين بك له (Cannery Row) څخه چې په ۱۹۴۵ كې خپور شو يا(The Pearl )چې په ۱۹۴۷ كې چاپ شو (دا اثر په پښتوهم اړول شوى دى) دغه راز له (East of Eden )څخه چې په ۱۹۴۷ كې چاپ شو، هاليووډ فلمونه جوړ كړي دي. سټاين بك پخپله هم د هاليووډ لپاره د ليكوالۍ په خاطر اكاډيمي ايوارډ يا آسكر (Academy Award) په ۱۹۴۵ كې په ( Alfred Hitchcock‘s Lifeboat) باندې ترلاسه كړى دى.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب