Homeخبرونهایران کې د افغانستان سفارت ط دیپلوماتانو ته وسپارل شو

ایران کې د افغانستان سفارت ط دیپلوماتانو ته وسپارل شو

تاند: ( یکشنبه، د حوت ۷ )  په ایران کې د افغانستان سفارت نن رسماً د طالبانو د رژیم ټاکل شویو دیپلوماتانو ته وسپارل شو.

په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي عکسونه څرګندوي، چې د طالبانو دیپلوماتان د سفارت په دفترونو کې د خپلې ډلې سپین بیرغ سره ناست دي.

یو شمېر خلکو طالب دیپلوماتانو ته د افغان سفارت سپارل نقد کړي او له یوه استبدادي او نا مشروع رژیم څخه یې ملاتړ ګڼلی، خو ځینو نورو بیا دا کار ستایلی او ویلي، چې د طالبانو رژیم سره د دغه سفارت له اړوندیدو سره به د مراجعینو ستونزو ته ښه رسیده ګي وشي.

ایراني چارواکو ویلي، چې د پرزول شوي جمهوري نظام د پاتې شونو دیپلوماتانو دندې پای ته رسیدلې وې، ځکه یې سفارت د طالبانو له لوري معرفي شویو دیپلوماتانو ته وسپاره.

ایران ټینګار کړی، چې د طالب دیپلوماتانو له منلو سره به، د طالبانو له رژیم څخه د ایران د شناخت حقوقي بڼه بدله نه شي.

د طالبانو پلویانو د ایران دغه ګام ستایلی او له نورو هېوادونو یې هم دوی ته د افغان سفارتونو د سپارلو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د رژیم له بیا واکمنیدو شاوخوا اتلس میاشتې کیږي، خو تراوسه د نړۍ هیڅ کوم هېواد دوی په رسمیت نه دي پېژندلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...