شنبه, اپریل 20, 2024
Home+جاپان بې چلوونکي هوايي موټر وازمایه

جاپان بې چلوونکي هوايي موټر وازمایه

تاند- له څو کلونو راهیسې دا خبره کېږي چې په لنډ وخت کې به د موټرو بیروبار چې اوس پر سړکونو دی، په هوا کې هم پیل شي. تراوسه پوري یو شمېر هیوادونو خپل هوايي موټر یا هوايي ټکسیان ازمېښت کړي دي. جاپان هم، چې د موټر جوړولو په صنعت کې د نړۍ یو مخکښ هیواد دی نه غواړي چې د هوايي موټرو د جوړولو د سیالۍ په میدان کې تر چا شا ته شي.

د جاپان ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د دغه هیواد د (MASC) تحقیقاتي ډلې دوه کسیز الوتونکی موټر وازمایه.

دا بې چلوونکی موټر پر هغه لاره چې مخکې تر مخکې ورته ټاکل شوې وه، والوت.

د جاپان هوايي موټر له مځکې ۳۰ متره لوړ والوت، له وچې د سمندر لور ته روان شو او په داسې حال کې چې سرعت یې په ساعت کې ۳۶ کیلومتره و، په درې نیمو دقیقو کې څلور سوه متره مزل و.

د دې هوايي موټر اوږدوالی څه باندې پنځه نیم متره او لوړوالی څه کم دوه متره دی خو وزن یې ۴۳۰ کیلو دی.

د جاپان د ترانسپورت وزارت وویل، دا د جاپان په فضا کې د بې چلوونکي الوتونکي یا هوايي موټر لومړنی ازمېښت او د دې ډول موټرو د صنعت د ودې لور ته مهم ګام دی.

د جاپان ټایمز ورځپاڼې د راپور پر اساس، دا موټر د اویتا ښار په سمندرغاړو کې وازمویل شو او دا لومړی وار و چې دا ډول یوه الوتونکې نقلیه وسیله له سپرلیو سره وازمویل شوه.

په امریکا کې د هوايي موټرو په برخه کې پرمختګ ډیر شوی خو ویل کېږي چې دې ډول موټرو ته هغه مهال د الوتنو اجازه ورکوي چې د هوايي ترافیک قوانین جوړ او مسیرونه وټاکل شي.

د چاپیریال ساتنې پلویان وايي چې دا ډول موټر به په ښارونو کې د موټرو بیروبار کم او د لوګیو له کبله د هوا د ککړتیا له کمولو سره مرسته وکړي.

تراوسه پورې کابو ټول ازمویل شوي هوايي موټر په بیټریو چلیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب