شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeمقالېدا اوښ به په کوم اړخ څملي

دا اوښ به په کوم اړخ څملي

لیکول: د- ع.ن

د افغانستان او افغانانو د دردونو لړۍ پای نه لري؛ افغانان له هر سیاسي تحول نه روسته داسې فکر کوي چې نور به جنګونه او خونړۍ پیښې په افغانستان کې نه کیږي او دوی به د نړۍ د نورو ولسونو په څیر د قانوني او مشروع واکمنۍ ترسیوري لاندې خپلو اقتصادي، سیاسي او اجتماعي موخو ته ورسیږي او د بشپړو انساني حقونو څښتن به شي، اما په تاسف سره باید ووایو چې دا «خوب» تراوسه نه یوازې دا چې په حقیقت نه دی بدل شوی، بلکې له هر تحوله روسته، د دې هیواد وضعیت له بده پسې بدتر شوی؛ دا ناورین او له کړاونو نه ډک داستان(کیسه) د افغانستان په ټول تاریخ کې ترسترګو کیږي، د شاعر په قول:

د هدیرو وطن ته وایه – په مړو موړ یې که لا نور کوې جنګونه.

د دغو ناخوالو د لړۍ د دوام  له انکاره پرته او واضح ثبوت دا دی چې موږ د(۵۰۰۰) کلن تاریخ په درلودلو سره سره، اوس هم د دنیا یو له روسته پاتې هیوادونو څخه شمیرل کیږو چې د عام ولس ژوند یې سل په سلو کې په بهرنیو(پردیو) مرستو پورې تړلی دی.

کله چې په ۲۰۲۱ م کال کې امارتیانو بیا واک ترلاسه کړ، افغانانو یو وارې بیا همدا خوب ولیده او داسې انګیرل کیده چې ترپنځوس کلن جنګ نه روسته د «دین وارثان» به دا ځلې خپلې پخوانۍ کړنې نه تکراروي او د تیرو ترخو تجربو نه به یې عبرت اخیستی وي او داسې مثالي او با ثباته نظام ته به لاره هواره کړي چې پکې به ټول پرهیواد دردیدلي افغانان پرته له تبعیض او تعصبه د منل شویو نړیوالو اوملي معیارنو پر اساس پر دندو ګمارل کیږي، موږ به پیاوړی ملي(بې طرفه او غیرسیاسي) پوځ ولرو،اقتصاد به مو په ډیر سرعت وده کوي، تعلیمي او تحصیلي نظام به مو بیا معیاري او د زورواکو له اغیزې خلاص شي، په اجتماعي چارو کې به ژور بدلون ترسترګو شي او د خلکو ترمنځ تبعیض او تعصب به پای ته ورسیږي، زموږ اړیکې به له نړیوالو سره د معیارونو او د متقابلو منل شويو اصولو پر اساس ورغول شي- نه به زموږ له ادرسه چاته  تهدید پیښ شي او نه به هم نورو ته د دې زمینه برابره شي چې زموږ پر هیواد او خلکو تجاوز وکړي، له کلونو راهیسې په پرديو هیوادنو کې خواره واره او له هر اړخه ځپل شوي او رټل شوي مهاجر افغانان به بیرته خپل ټاټوبي ته ستانه شي او دلته به د عزت ژوند تیروي، همداشان نورې چارې….

اما افغان ولس د دغو ټولو اړینو نوښتونو او بدلونونو چې باید ترسره شوي وای، په ارمان پاتې شول؛ امارتیان پدې سوچ او فکر چې «امریکې ته یې شکست ورکړی» اوپرافغانانو باندې د «رحمت د پرښتو په بڼه نازل شوي»، د همدې کاذب غرور تر اغیزې لاندې داسې تورتم یې پرخلکو راوست چې زموږ په میلیونو تنه متخصص کادرونه له افغانستانه تیښتې ته اړ شول، کار – روزګار او اقتصادي چارې مو په ټپه ودریدې، د خلکو پر مخ د تحصیل او تعلیم دروازې وتړل شوې، ډیر مهم او اړین قوانین تعلیق شوي، بعضې دولتي ادارې چې د چارو په تنظیم کې یې ډیر مهم رول درلوده لغو شوي، له پوځي قطعاتو نه د خپل ولس د ځپلو له پاره کار اخیستل کیږي اوهر هغه څوک چې د مخالفت(انتقاد) او اصلاح غږ پورته کړي د باغي په نوم رټل کیږي، ټولې مهمې دولتي څوکۍ د امارتیانو ترمنځ ویشل شوي اودولتي نظام کې د تخصص او معیاري ټاکنې په نوم کوم شی پاتې ندی….

له بله اړخه نړیوالو ته اوس افغانستان د یو بې څښتنه ملک حیثیت غوره کړی او هریو د خپلې برخی د اخېستو په تمه نوې ستراتیژي ګانې اوپالیسي ګانې جوړوي؛ چا زموږ روزل شوي او متخصص کادر ته سترګې پټې کړي او په مختلفو پلمو درګرده زموږ وړ او پر نړیوالو معیارنو روزل شوي اوسمبال کادرونه چې د افغانستان د خلکو اساسي او بې بدیله سرمایه ګڼل کیږي خپلو هیوادونو ته بیایي او هلته بیا په هوټلونو کې د خدمتګار په حیث ترینه کار اخلي، یو تعداد نورو هیوادونه زموږ مادي زیرمو ته سترګې برګې کړي او یو تعداد بیا زموږ د سرحدونو او جغرافیا په سوچ او فکر کې دي او دې ته پلانونه جوړوي چې څنګه او په کوم ترتیب زموږ هیواد یو وارې بیا د خپلو ستراتیژیکو ګټو په خاطر استعمال کړي.

جالبه خبره خو دا ده چې دوی( نړیوال)دا ټولې لوبې په افغانستان کې د «دایمي سولې او ثبات» د راوستولو او د افغانانود بشري حقوقونو د تحفظ تر عنوان لاندې ترسره کوي. په ډیرتاسف سره باید وویل شي چې نړیول سازمانونه هم پدې لوبه کې بې برخې نه پاتې کیږي او د دغو سازمانونو مافیایي کړۍ د هغو پیسو له برکته چې د افغانستان د خلکو په نوم یې راټولوي، میلیونران شویدي.

دا پداسې حال کې ده چې د افغانستان اوسنی وضعیت د همدغو هیوادونو د شومو سیاسي ګټو او سیالیو زیږنده ده او په همدې اساس، هر هغه ناروا، ظلم، زور او زیاتی چې نن په داخل او خارج کې له افغان ولس سره کیږي، دوی پکې په پوره توګه سهیم او دخیل شمیرل کیږي.

همداشان زموږ تښتیدلي د جمهوریت د دورې په اصطلاح سیاسي مشران چې د خپل واک په وخت کې یې ټول اخلاقي او قانوني قواعد د خپلو شخصي ګټو د ترلاسه لولو له پاره ترپښو لاندې کړي وو، او په حقیقت کې تیر نظام د همدوی د خرمستیو او خپل منځي اختلافاتو له کبله سقوط شو، په ډیرې سپین سترګۍ سره یو وارې بیا ځانونه دې ته چمتو کوي او زیارباسي چې د قدرت واګي په لاس کې واخلي؛ دوی چې اوس مهال د خپلو نازولو بچیانوسره د اروپایي او عربي هیوادونو له شته سهولتونو نه ګټه اخلي، یو وارې بیا افغانان جنګ او د جګړې دوام  ته هڅوي او غواړي چې له دې طریقه یو وارې بیا ځانونه مطرح او پرخلکو وتپي.

پاتې شو هغه افغانان چې له ډیرې مودې نه په بهرنیو هیوادو کې اوسیږي اوځانونه بې طرفه خلک بولي، ولې په افغانستان کې د سیاست کولو شوق او ذوق ورسره دی، دوی هم دې ته ناست دي چې که چیرې کوم «نیک تصادف» رامنځ ته شي نو دوی به بیا میدان ته راودانګي او د متخصص یا تحصیل کرده تر عنوان لاندې حکومتي څوکی او ورسره مل امکانات ترلاسه کړي.

اوس اساسي پوښتنه دا ده چې پدې ناتارکې چې افغانستان د بزکشۍ د غوسکی په څیر د مختلفو ذینفو لوبغاړو ترپښو لاندې مړ پروت او د دې لوبې هر برخه وال زیار باسي چې غوسکی له میدانه وباسي او د ځان او یا خپل ګروپ په ګټه یې استعمال کړي، د افغان ولس سرنوشت څنګه کیږي؟

دا سوال د هر هغه افغان بچي چې انساني احساس او له افغانستان سره واقعي مینه لري، ذهن، فکر او د بدن نور اندامونه سوزوي. اما څه باید وشي؟ د افغانستان غمیزې ته څنګه او په کوم ترتیب د پای ټکی کیښودل شي؟

زما په اند د دې سوال ځواب خپله د افغانانو په وجود کې باید ولټول شي؛ افغانان(خصوصاْ زموږ سیاسي مشرتابه) باید نور لاس تر زنې کې نه ني او دا تصور له ذهنه وباسي چې کوم څوک به راځي او زموږ حالت ته به تغییر ورکوي؛ افغان مشران، سیاسي ډلې او روڼ انده افغانان او متخصصین ټول باید له ځان غوښتنې، شخصي او ګروپی ګټو، بې ځایه او د شخصي ګټو پرمحور مخالفتونو او داسې نورو هغو منفي اعمالو ته چې د افغانستان ملي ګټو ته زیان رسوي د پای ټکی کیږدي- دا د ټولو افغان مشرانو مکلفیت او مسوولیت دی.

اما  د دې کار لپاره اولینی قدم باید امارتیان پورته کړي، چون اوس مهال له ټولو سیاسي جهتونو نه دوی ته چې عملا د افغانستان واګي په خپل کنټرول کې لري، ډیرمسوولیت متوجې کیږي؛ دوی باید داسې فضا را منځته کړي چې ټول افغانان خصوصا هغه په کار پوه افغانان چې پدې څو کالو کې له افغانستانه وتلي، بیرته خپل هیواد ته راستانه شي او پرته له تعصبه ټولو افغانانو ته د کار زمینه برابره کړي تر څو هرڅوک د خپل استعداد او مسلکي پوهې په اندازه کار وکړي، خلکو ته د تعلیم او تحصیل زمینه برابره او پانګوالو ته د مصؤنې پانګې اچونې او تجارت فرصتونه مهیا کړي، په ټول هیواد کې قانون نافذ او ټولې اړوندې چارې د قانوني معیارونو او حقوقي قواعدو په رڼا کې ترسره شي، د دولتي پوستونه(څوکیو) ترلاسه کول د شناخت په اساس نه، بلکې د منل شویو معیارونو په اساس ترسره شي، نظارتي میکانیزمونه تقویه او د مکافاتو او مجازاتو اصل په بشپړه توګه او د ټولو په اړه تطبیق او مراعت شي.

همداشان د نورو سیاسي ګوندونو مشران او پلویان هم باید له هر نوع شخصي ګټو نه تیر اوخپلې ټولې کړنې د ملي ګټو پر اساس ترسره کړي اوپه ځان کې ملت ته د حساب ورکولو روحیه تقویه او ورباندې عمل وکړي، جنګ او وینې تویدنې ته د پای ټکی کیږدي او د افغانستان د تجزیې خوب او خیال له ذهنه وباسي- دا ملت او دا هیواد د تجزیې وړ ندی.

ټول سیاسی جهتونه باید د افغانستان په سیاسي نظام کې عام افغانان(ملت) د قدرت د اصلي واکدار په توګه ومني، خو ولس هم باید د ملي ګټو په مقابل کې بې تفاوته پاتې نشي، دوی باید د «رعیت» له حالت نه د حاکمیت د اصلي واکدار بڼه خپله کړي او د دې پرځای چې د «مشر»او «رهبر» تر نوم لاندې په ړندو سترګو له هرچانه پیروي وکړي، د احتساب روحیه په ځان کې راویښه او د خپلو مشرانونه د هرعمل او کردار پوښتنه وکړي او حساب ترینه واخلي- که چیرې امارتیان، نور سیاسي مشران او عام افغانان همدا پورته ذکر شوي کارونه ترسره نکړي، نه به مو خدای وبښي او نه هم د افغانستان تاریخ!

3 COMMENTS

  1. امارتیا یا په بل عبارت حمارتیان اوس د اوښ په پچه ختلي او کشمیر په خوب ویني .
    هغوی دومره فرصت نه لري چې ستاسو رښتینې مشورې ومني .
    ملا نډیم خو لا ملي ګټې هېڅ نه مني دوی ته د قدرت انحصار ، تکبر ، څلور ښځې ، د افغانانو شنکنجه کول ، وژل او د کانونو خرڅول مهم دي . وطنه خدای د مل شه !

  2. د ښاغلی ډاکټر ع.ن د ښی لیکنی څخه په مننی سره.
    خبره خو دا ده چی د هر افغان ( پروفیسور، ډاکټر، رئیس، مامور، معلم، متعلم، دوکاندار، پینه دوز، رکشاوان، ګاډی وان ، تجار، ځُلاصه هر دردیدلی افغان) په سِنه کی د آه او فریاد دومره اوږد طومار پروت چی د لندن د ښار د تلفون کتالوګ ور ته د وریجو او غوړو کوپون غوندی وړوکی ښکاری.
    د افغانستان د راتلونکی سرنوشت د څرنګوالی په هکله پیش بینی او پیش ګوئی ستوزمن کار ځکه دی چی افغانانو د وروستیو دوو سوو کلونو په اږږدو کی هیڅکله د خپل سرنوشت په ټاکلو کی ونډه نه ده اخیستی او نورو خارجی قدرتونو ئی پر ځای تصمیمونه نیولی دی او افغان بیچاره تر بدلون او بدلونونو وروسته د راډیو د څپو او ورځپاڼو د تورو کرښو له لیاری په حالاتو خبر سوی دی.
    امّا
    یو وړوکی تحلیل:
    ډیر احتمال لری چی د اوکراین – روسئیی د جګړی د سرنوشت څرنګوالی زموږ پر وطن باندی مستقیمه اغیزه ولری او د اوکراین او ناټو ماټو د ماتی په صورت کی د سیمی هیوادونه به د ” کوریډورونو ” د اِحیاء او اقتصادی رونق د ضرورت له مخی سره یو موټی او د تروریزم په وړاندی بریالی مبارزه پیل او ښه نتیجه تر لاسه کړی.
    د اقتصادی وضعیت د ښه کیدو د اطمنان په صورت کی به د پاکستان او افغانستان سیاسی – اقتصادی – اجتماعی حالات د ښه کیدو پر لوری ودرومی ځکه د اوکراین او غرب د مطلقی یا نسبی ماتی په نتیجه کی به افغانستان او پاکستان غوندی هیوادونه خپل هغه اهمیت له لاسه ورکړی کوم چی مخکی ئی غرب ته درلود.
    یقیناً چی د چین او روس او هند د جبهی غښتلتیا به طالب او د پاکستان مرموز دریځ جبراً دیته اړ باسی چی د نوی لوبی په لمنه کی ژورو اصلاحاتو ته اوږه ورکړی.
    نکته
    دا احتمال هم شتون لری چی غربیان د اوکراین د جګړی د سرنوشت تر ټاکلو مخکی پر طالبی حکومت پراخه حمله پیل او د سیمی ” ذهنی ترسیم سوی ” وضعیت ته ژور بدلون ورکړی.
    یو کلیوالی متل دی ( زموږ د جغرافیائی مؤقعیت ښکاره مصداق ):
    《 د مَلَک مخته مه تیریږه او د قاطری شا ته 》 .
    کلونه کلونه مو مَلَک ښی اړخ ته او قاطری کیڼ اړخ ته تشریف درلود او لری.
    وګورو چی څه پیښیږی ( چی مَلَک به د سړی زوی سی او که به قاطره رامه سی او که به د وهم او بیری سیوری همداسی را باندی خپور وی ؟ ).

    • گران او قدرمن عبدالله جان او غلام حضرت صاحب ته سلامونه او درنښت!
      تاسو نه مننه چې زما ماتې او گوډې لیکنې ته مو پام اړولی!
      ستاسې نظریات او تحلیل مې تر پایه ولوست؛ په ډیرو لنډو ټکو کې مو له شته حقیقتونه او د خلکو د زړه دردونه بیان کړي، ستاسې تحلیل تر ډیره بریده منطقي او پر عیني حقایقو ولاړ دی!
      هو، موږ( افغانان) همیشه د معجزې په تمه ناست یو، داسې فکر کوو چې یو څوک به راځي او زموږ سرنوشت به ټاکي؛ موږ ته به حکومتي نظام او قوانین جوړوي، اقتصاد به رغوي، په خپلو منځو کې د ښو روابطو د ساتلو او د دنیاوالو سره د تعامل هنر به موږ ته زده کوي او داسې نور،
      دا ټول حقیقت لري، خو څه وکړم چې کله قلم ته لاس کړم، انساني احساس راته وایي چې یو وارې بیا خپل ږغ افغانانو ته ورسوه، کیدای شي چې دوی راویښ شي او د خپل سرنوشت د ټاکلو په لور پخپله قدم و اخلي، زه دا شل کاله همدا کار کوم، ډیر وارې مایوسه شوی یم، ژور خفگان راته پیدا شوی، خو بیا هم چې کله قلم ته گوته کړم نا ببره همدا ذهنیت راته پبدا شي چې بو وارې بیا…
      له تاسو نه مننه،

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب