تاند: ( پنجشنبه، د حوت ۴ ) د افغانستان بانک پخوانی رئیس ډاکټر انورالحق احدي وایي، چې د افغانستان د درې نیم میلیارده ډالره کنګل شوې بانکي زېرمې په اړه د نیویارک محکمې پریکړه استیناف پړاو ته تلونکې ده.
د هغه په وینا، پر دغې پریکړې د سپټمبر د یوولسمې پېښې دعوه لرونکو قرباني کورنیو قناعت نه دی کړی او د استیناف غوښتنه یې کړې ده.
ډاکټر احدي د یادې پانګې په اړه د امریکا د محکمې پریکړه ستایلې ده.
امریکایي محکمې ویلي، چې د سپټمبر د یوولسمې قرباني کورنۍ له دغې پېښې سره د افغانستان د حاکمو طالبانو د تړاو له امله په تاوان کې د افغان پانګې د غوښتلو حق ځکه نه لري، چې دغه پانګه د طالبانو نه، د افغانانو ملکیت دی.
دغه پخواني افغان مقام ویلي، چې په ډېر ګومان د امریکا استیناف محکمه به هم ورته پریکړه کوي او د افغانستان بانکي زېرمه به له ضایع کیدو وژغورل شي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک چارواکو هم د امریکا د یادې محکمې د پریکړې هرکلی کړی دی.
کوم یو افغان د 11/9 په مسأله کې لاس درلود؟ آیا دا سعودی عرب نهؤ؟ چه د امریکې جمهور ریس په هغه ورځ څو سعودی کورنۍ چه لاسونه یې درلودل، زر تر زره په هغه ورځ عربستان ته یې واستول چه ضرر ورته ؤ نه رسیېږي. سند را سره شته چه د ترور ځالي په پکستان کې ؤ! اوشاهدان د زیوریخ د تلویزیون غړي په ۱۹۸۵ په پښاور کې!
https://www.tagesanzeiger.ch/wie-der-westen-den-islamismus-vorantrieb-219516967749