Homeخبرونهملا برادر د افغانستان د بودیجې طرحه ارزولې

ملا برادر د افغانستان د بودیجې طرحه ارزولې

تاند: ( پنجشنبه، د حوت ۴ )  د طالبانو د ریاست الوزرا‌‌ء اقتصادي او اداري کمېسیونونو د دوی د مالیې وزارت د بودیجې طرحه په یوه غونډه کې اوریدلې او ارزولې ده.

د طالبانو د مالیې وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي، چې د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر او اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي مالیې وزارت ته ورغلي او د بودیجې په اړه یې غونډه کړې.

  د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي:(( د ملي بودیجې لوی ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال لپاره د بوديجې ترتيب سوی سند د ټولو ارقامو سره شريک شو، د دې تر څنګ د راتلونکي کال د عوايدو سطحه، احتمالي کسر، د لګښتونو پر کنټرول او  ځيني نورو مهمو موضوعاتو باندي هم بحث وشو.))

 معلومه نه ده، چې ملا برادر او ملا حنفي د خپل مالیې وزارت د بودیجې په اړه څه ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...