چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeخبرونهکابل ته د پاکستاني سفر د اجنډا په اړه ضد و نقیضې...

کابل ته د پاکستاني سفر د اجنډا په اړه ضد و نقیضې ادعاوې شوي

تاند: ( پنجشنبه، د حوت ۴ )  کابل ته د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف په مشرۍ د دغه هېواد د لوړپوړي پوځي پلاوي د سفر په اړه د طالبانو حاکمې ادارې او پاکستاني چارواکو ضدو نقیضې ادعاوې کړي دي.

پاکستان وايي د دغه سفر پر مهال اسلام اباد او طالبانو په سیمه کې د ترهګرۍ د مخ پر زیاتېدونکي ګواښ په اړه خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې افغانستان ته د پاکستان د آی اس آی د مشر او د پاکستان د دفاع وزیر د سفر په ترڅ کې دواړو لورو د پاکستاني طالبانو او داعش پر وړاندې پر ګډې مبارزې هوکړه کړې ده.

د ای ایس آی مشر ندیم اختر او د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف د چهارشنبې په ورځ کابل ته راغلل او له طالب چارواکو سره یې وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دغه بیانیه کې ویلي، چې د پاکستان پلاوي او طالبانو موافقه کړې ده چې د ترهه ګرۍ له ګواښ سره په موثره توګه د مقابلې لپاره له مختلفو ډلو او سازمانونو سره ملګرتیا وکړی.

طالبان وايي، په دې کتنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، سیمه ییز اتصال او د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې.

دغې ډلې د پاکستان په خلاف د ترهه ګرۍ په موضوع د خبرو اترو هیڅ اشاره نه ده کړې.

پاکستان په دې وروستیو اونیو کې د خونړیو بریدونو شاهده ده. تحریک طالبان پاکستان د ډیرو دغو بریدونو مسوولیت منلی دی.

پاکستان په وار وار افغان طالبان تورن کړي چې پاکستاني طالبانو ته یې خوندي ځالې جوړوي.

په عامه ځایونو او د دغه هېواد پر پولیسو د وسله والو د بریدونو زیاتوالي اسلام اباد دې ته اړ کړی، چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د خوندي پټنځایونو د کنټرول لپاره په مستقیم ډول د افغان طالبانو له مشر څخه مرسته وغواړي.

اسلام اباد په داسې حال کې په افغانستان کې له طالب چارواکو سره خبرو ته هیله من دی، چې افغان طالب چارواکو په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د فعالیتونو د مخنیوي ژمنه نه ده کړې؛ بلکې د پاکستاني طالبانو د ملاتړ او پناه ورکولو ادعاوې یې رد کړي دي.

د سولې امریکایی انسټیټیوټ په دې وروستیو کې په یوه راپور کې لیکلي: “دا امکان نه لري چې د طالبانو مشر او نږدې سلاکاران به د ایډیالوژیکو دلایلو له امله د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ پریږدي.”

کابل ته د پاکستاني پلاوي سفر پر داسې مهال شوی، چې تېره اونۍ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د جرمني د مونیخ په امنیتي غونډه کې یو ځل بیا د طالبانو پر ادارې توندې نیوکې وکړې او په افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښ یې زیات شوی وباله.

له دې وروسته، د پاکستان او طالبانو ترمنځ په تورخم کې نښته وشوه او طالبانو څو ورځې دغه دروازه وتړله.

اوس  طالب چارواکو اعلان کړی چې د پنجشنبې په ورځ به د دواړو هېوادونو تر منځ دغه لویه دروازه بیرته پرانیزي.

د دواړو خواوو چارواکو ویلي چې افغان چارواکو د یکشنبې په ورځ ناوخته وروسته له هغې د تورخم پوله وتړله چې پاکستان نوي مقررات وضع کړل چې پرته له اسنادو طبي ناروغانو ته د ننوتلو مخه نیسي.

3 COMMENTS

  1. دغه د د ای ایس آی مشر ندیم اختر خو ماته لیونتوری یا روانی مریض (سایکالوژیکی) ښکاری. یا دا چه ډیر وږی، نهار او نادیدکه دی، په عکس کی داسی ښکاری چه د کوم میز په سر چه قابلی پلو، منتو یا چینکی شوروا پرته ده، دا ورته په ډیر زیر زیر ګوری چه کله به یی خورم، سترګی یی د مړغونجا په شان ورته کلکی نیولی دی. فکر کووم چه د دوه یا دری وخته ډوډی یی نه ده خوړلی، کیدایشی د ځان سره یی فکر کړی وی چه کابل جان ته ځم هلته به غوړی غوړی ډوډۍ وخورم.
    اګر چه د بل طرف پنجابستان پدی ورځو کی د قحطۍ او لوږی سره سرسخت مخامخ دی، دا راتګ هم دوی غنیمت ګڼی که نور څه ونشی ګیډی خو به مو مړی شی.
    دا ټوکه مه ګڼۍ د پنجابستان دغه چارواکی ټول د ډوډۍ د لاسه په بواسیر مرض اخته دی.

    پنجابیان بیا دغه عکس ته سیاسی رنګ ورکوی، او داسی فکر کوی چه ندیم ځکه داسی ولاړ دی چه هغه د استخباراتی چوکی لوړ پوړی سړی دی. هغه نه د خپل وزیر دفاع خیال ساتی او نه د طالب چارواکو خیال ساتی، ځکه بی پروا ولاړ دی او د ولاړو خلکو په قیصه کی نه دی.
    پنجابیه مخکی له مخکی درته وایم چه خبره ټوله د ولږی او د ډوډۍ د بواسیرو ده. ندیم د کابل د خوراکونو په تماشه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب