جمعه, اپریل 26, 2024
Home+د دولت مفهوم |دولت وزیري

د دولت مفهوم |دولت وزیري

دولت د شتمنۍ، بخت، واکمنۍ او د ځینو کسانو له خوا د هیواد په مفهوم هم معنا شوی دی. په سیاست کې دولت د یوه هیواد د سیاسي نظام شکل او ډول ته وايې.

که څه هم د دولت په هکله ډول ډول نظریات ورکړل شوي دي او هر چا د خپل ذهن او پوهې له مخې تعریف ور کړی دی. خو د «مک آیور» تعریف نسبتا منلی شوی تعریف دی چې وايې:«دولت د قانون پر بنسټ یوه لویه ټولنه ده چې د یوه ځواکمن حکومت په لرلو سره په یوه ټاکلي قلمرو کې خپل نظم ساتي او خپلواک وي.»( ۱ )
او یا دولت د خلکو له هغې مجموعې څخه عبارت دی چې په سیاسي توګه په یوه معلومه جغرافیوي محدوده کې تنظیم شوی وي او یو ځانګړی حکومت ولري. اړینه ده چې حکومت يې له دومره توانايي څخه برخمن وي، چې خپل وضع شوي قوانین په خلکو عملي کړلاي شي.

د دولت بله ځانګړتیا هغه عناصر دي، چې د هغې له مخې يې دولت بللی شو او هغه عبارت له نفوسو، يوې ټاکلې سیمې، واکمنۍ او حکومت څخه دي.

د دولت د پیل نیټې په هکله هم تر اوسه کره شواهد وجود نه لري او په هکله يې د څیړونکو له خوا کومه ګډه پریکړه هم نه ده شوې. خو که د تاریخ پاڼې واړوو، وبه ګورو چې لومړی د اواره او ځانځاني ژوند پر ځای کورنۍ را منځ ته شوي. وروسته د کورنیو د یو ځای کیدو په پایله کې ټولنې جوړې شوي او د ټولنو د یوځای کیدو په نتیجه کې ښارونه را منځ ته شول. همغه و چې په پخواني یونان کې به يې هر ښار ته د «پولس» یا ښاري دولت نوم کاروو.

وروسته د پنځلسمې میلادي پیرۍ په روستیو کې دولت په اوسني مفهوم د زورورو جنګیالیو له خوا وکارول شو، چې د امپراتورانو او شاهانو په راتګ سره يې نوی رنګ واخیست.

د دولت د را منځ ته کیدو په هکله هم ډول ډول نظریې ور کړل شوي دي. ځینې دولت یوه الهي سرچینه ګڼي او وايې چې سیاسي واک د خدای ج له لورې ورکول کېږي، واکمني يې مطلقه له خدای ج پرته بل چاته مسوولیت نلري. په همدې توګه دوی واکمني د دولت مترادفه کلمه ګڼي.

بله نظریه په کمزورو باندې د زورورو واکمنۍ ته وايې. په تیرو وختونو کې به زورورو په کمزورو یرغل کاوه او هغوی به يې د خپل واکمنۍ لاندې راوستل. دوی به د اداره کولو لپاره یو بنسټ جوړاوه، چې هغه بنسټ ته اوس دولت وايې.

دریمه نظریه “طبیعي نظریه” ده، چې د دې نظريې پر اساس دولت د خلکو یو طبیعي غوښتنه ګڼل شوې ده، چې واکمنې کول او واکمنې منل يې په خټه کې اغږل شوي دي.

د یوه هیواد د پرمختګ او سوکالۍ لپاره غښتلي او عادل دولت یا نظام ته اړتیا لري او حکومت بیا د یوه دولت د اساسي عناصرو څخه یو مهم عنصر بلل کیږي. خو ځینې کسان بیا د دولت او حکومت تر منځ فرق نه شي کولای. دولت ته حکومت وايې. حال دا چې حکومت د دولت د هغې برخې څخه عبارت ده چې درې اساسي برخې لري چې عبارت دي له اجرائيه قوا( کابینه د جمهور رۍیس او یا صدراعظم سره ), قضائیه قوا( ستره محکمه او ور پورې تړلې ادارې ) او مقننه قوا ( پارلمان ) څخه عبارت دي. په اوسنۍ نړۍ کې مطبوعاتو ته هم د خپل اهمیت له مخې د حکومت د څلورمې قوا په سترګه کتل کیږي، چې له وزیر څخه رزیل او له رزیل څخه وزیر جوړولای شي.

څرنګه چې د یوه هیواد مهم عناصر دولت، خلک، ټاکلی قلمرو، خپلواکي او واکمني ګڼل کیږي، په همدې توګه دولت ته هم بې له حکومت، قلمرو، خلکو، خپلواکۍ او واکمنۍ څخه دولت نه شو ویلای.

د دولت مفهوم تر شپاړلسمې پیړۍ پوری سیاسي بڼه نه وه غوره کړی، د لومړې ځل لپاره د دولت کلمه د نننې دولت په مفهوم په ۱۴۶۹ م کی د نیکولا ماکیاولی له خوا وکارول شوه.( ۲ )

د یوه دولت په تشکیل کې خلک او قلمرو د شمیر او پراخوالي له مخې کوم ارزښت نه لري. په نړۍ کې ډیر داسې هيوادونه موجود دي چې د یوه میلیون څخه کم او یا د یوه میلیارد څخه په ډیر شمیر اوسیدونکي لري او یا د قلمرو پراخوالی يې د زر کیلو متره مربع څخه کم او یا د روسيې په څیر د ۱۷ میلیون کیلو متره مربع څخه زیات دی، خو بیا هم د یوه مستقل هیواد او دولت په توګه پیژندل کیږي.

حکومت او واکمني هم د یوه دولت د اساسي عناصرو په توګه پیژندل کیږي، خو د حکومت شکل د دولت په تشکیل کې په حقوقي لحاظ کوم توپیر نه لري. خو واکمنی د یوه دولت په ټول هیواد واک او خپلواکۍ ته وايې.

پایله دا چې هر څومره د یوه هیواد دولت غښتلی، خپلواک، په خپلو پښو ولاړ، د خلکو له خوا منلی، د خلکو په خوښه او د خلکو خدمتګار وي او تر څنګ يې د يوې غښتلې او خپلواکې اجرایه ادارې لرونکی وي، په همغه اندازه به په ملي او نړیواله سطحه بریالی وي.

۱ , ۲ – سیاست پوهنه، فرهاد داوري، د چاپ کال ۱۳۹۱ لمرړیز، ۱۱۱ او ۱۰۶ مخونه.

13 COMMENTS

  1. سلام جنرال صاحب دولت خان وزيري!ښې چارې او پر قلم مو برکات اوسه.
    د دولت منځ کښې پینځم ستون یا ستون ې پنجم په هکله څه نظر لرئ؟؟؟؟؟. آیا د څلورو قواوو تر څنګ ، خصوصاََ په وروستنیو کلونو کښې د افغانستان دولت مینځ کې ېې سوء اعمال لکه د هسپانیا هغې؟….قابل د تبصرې ده که نه؟!
    په درناوۍ.

  2. مننه وزیری صاحب ښه معلوماتی لیکنه مو لیکلی ده.
    یو کلیوالی تعریف:
    دولت یو سالم او منطیقی کور دی چه د پلار او مور(حکومت) لخوا اداره کیږی او اولادونه یی(نفوس یا ریت یا اولسونه)دی چه پلار او مور ورته نفقه پیدا کوی، زده کړی پری کوی او د خپلو اولادونو ټول مشکلات په غور سره آوری او د خل لاری ورته پیداکوی. همداسی د کښت ځمکه او بچیان د دوی سرمایه او بودیجه ده،

    داچه دغه یو سالم او منطیقی کور او حکومت دی او دعدالت په ستنو کلک ولاړ دی، دلته قاضی او قانون جوړونکو یا پارلمان ته ضرورت نشته، او هم خپل کور او ځمکه کلکه ساتی، په دغه کور کی شیطان ساه نشی اخستلی نو دښمن ته وخت او چانس نه پیداکیږی چه نه د ځمکی موړه کمه کړی او نه په حکومت کی ګډوډی پیداکړی.

    دغه کور د یوی عقیدی، یوی ژبی، یوکلتور او یوی قوماندی خلک دی او عدالت یی اصلی شعار دی.

    • افغان صیب ښه ولسي او خوندوره تشریح مو کړې ده، زما خو ډیره خوښه شوه.
      خو یوه خبره شته چې ایا رښتیا هم دولت یو منطقي کور وي او که غیر منطقي هم کیدای شي؟
      که زیاتره هیوادونه د منطق په تله کې واچوو، نو پوره به پرې ونه خیژي بلکې ډیر کم به راشي. فکر کوم د د ولت په موجودیدو کې د زورور ګټه اصل دی، دغه زورور کیدای شي نړیوال سیاسي لوړبغاړی وي، یا د یو ملت اکثریت وي یا یې اقلیت وي خو هر څوک چې زورور وي هغه د خپل زور او وس مطابق جغرافیه ځانته محدوده کړې وي او دولت یې کرځولی وي.
      تاسو څه وایاست؟

  3. سلام
    ددولت تعریف دملګرو ملتو نو د منشور له مخی په استازیتوب کې وڅېړی لیرې مه خی. په اوسنی وخت کې هرڅوک چې په ملګرو ملتو نو کې دافغانستان استازی وی نوموړی دافغانستان د دولت[ معینه جغرافیه ، ولس، ژبه او ګډ فرهنک ] نه استازیتوب کولی شی نه حکومت څخه .
    افغان ورور خفه نه شې په معذرت:
    منطیقی نه بلکې منطقی
    ریت ننه – رعیت
    اولسونه (۱۷) – ولسونه
    خل نه – حل
    موړه دلته ځای نه لری

  4. ْښاغلی ع. بشریار صیب سوال دي حیران او په چرت کی یی واچولم، خدای دیی کور د غنمو ډک کړه.
    لمړی خبره خو داده لکه څرنګه چه ښاغلی وزیری صیب ورته هم اشاره کړیده، چه د دولت او حکومت په مانا یا معنی ځمونږ اکثره خلک سم نه پوهیږی، حکومت ته دولت وای او دولت ته حکومت وای. زه په خپله هم تر ډیره وخته نه پوهیدم. داچه زه څرنګه پوهه شوم هغه قیصه دلته نکووم ځکه د پښتنو ادب یی نه ایجابوی. خو دا د دولت او حکومت یوه مشهوره کلیوالی قیصه شته، که څوک په دغه قیصه خبر وی هغه دولت او حکومت ښه سم او ژور پیژنی.
    دا چه ځمونږ د کلیوالو خلکو غوږونه د وزیری صیب په پورتنیو تعریفونو سم نه خلاصیدل، نو ما یو کلیوالی تعریف په خپله تبصره کی دکلی دخلکو په ساده کلیوالی ژبه او لهجه ولیکلو تر څو ځینی وطنوال پوه شی. اګر چه د ژبی د لهجی په ناسم ګرامری لیکلو کی راته په یوه تبصره کی یو ښاغلی ورور د سمو لیکلو مشوره هم راکړه. مننه تری کووم.
    بله خبره داده چه ما په یوه ډول ښاغلی وزیری صاحب او نورو ورونو ته په دغه تبصره کی واضیح کړیده. چه هیڅ قانونی دولت او حکومت په نړی کی وجود نلری.
    که چیرته د نړی په هر دولت کی حکومت د عدالت په بنآ حکومت وچلوی نو بیا قضایه قوی ته ضرورت نه احساسیږی.
    دولت تعریف: معلومه ځمکه،معلوم نفوس او یو قانونی حکومت ولری.
    حکومت تعریف: د دولت د نفوسو یا خلکو یوه برخه ده چه اجرایه قوه
    مقنینه قوه او قضایه قوه ولری او د دولت ټولی چاری پر مخ یوسی.
    ما په دغه تعریف کی د یو کور بیلګه دولت ورکړیده.
    د یو کور مور او پلار یی حکومت، اولادونه یی نفوس او ځمکه یی بودیجه نومولی ده.

    اوس راځم د بشریار صاحب سوال ته:
    ښاغلی د زړه سره د کومه تاریخه چه دولتونه او بیا د دولت د چارو د پرمخ بیولو لپاره حکومتونه راغلی دی، دغه ټول سالم او منطقي نه دی او نه به وی. په نړی کی داسی دولت او هیواد نشته چه د ځمکی پر سر لانجه ونلری، داسی حکومت نشته چه د خپلو خلکو لپاره عدالت تآمین کړی.
    بلی په رښتیا سره دولت یو منطقي کور دی خو پدی شرط چه د حکومت مشران یی په خپلو خلکو ظلم او جبر ونکړی.
    امریکا کی۲۰۰ میلیار دران په خپل ټول نفوس په زور حکومت کوی، د دغه خلکو په کورونو کی زمونږ د یو عسکری کنډک په شان اسلحی موجودی دی. په ټوله اروپا کی دوه فیصده سرمایه داران په ټولو خلکو مزدوری کوی. حکومتونه یی هم د دغه مافیه سرمایدارانو لخوا یر غمل شویدی. د چین زندانونه د خپلو خلکو څخه ډک دی، حتی د کرونا خلاف چه چا عمل کړیدی تر اوسه بندیان دی، د هند نفوس په زیاتیدو دی خلک یی یو خوا او بل خوا په مزدوری پسی روان دی، روسیي ته ټوله دنیا یو شویده، کیدایشی د بوډا پوتین لخوا اتومی یا نیوترونی بمونه استعمال شی. عربی ملکونه خو پریږده چه کله یی یو ملک استعمال کړی او کله بل. ځمونږ وطن خو پریږده چه ګلمرجان او کرزی جان خراب کړو. اوس ورته داسی خلک راغلی دی چه نه د ټولی نړی په قیصه کی دی، او نه نړیوال د دوی په قیصه کی دی.

    ښاغلی وزیری صاحب که چیرته می په کومه جمله کی خدای ناخواسته ستاسو په فکر ناسم کلیمات کارولی وی. مخکی له مخکی درنه د پښتنو په دود بخښنه غواړم.
    ښاغلی بشریار صاحب خدای دی وکړی چه په دغه ماته ګوډه املآ او تبصره می تاسی محترم سوال ته یو څه ځواب درکړی وی.
    په درناوی

  5. ډیر ښاغلی او عزتمند ع. شریف زاد ورور هیله کووم ځما موخه یواځی یو د بل پوهه کول وه. دا مانا یا معنی ( چه د کمپیوتر د کیبورډ سهوی د هر چا سره مل وی). د بیلګې په توګه تاسو ښاغلی لیکلی(غتوب ). دلته غتوب یا غټتوب کی یواځی ستاسو د کیبورډ د ټ تڼۍ یا بټن خپلی موخی ته نه ده رسیدلی. خو ستاسی د تبصری په مانا ټول ښاغلی او آغلی په بشپړ ډول پوهیږی. کومه غټه خبره نه ده، زه هر وخت په خپلو لیکنو کی د دغه ډول تېروتنو او غلطیو سره مخ یم.
    بله خبره :
    د پښتنو ځینی ورونه د پښتو لیک د خپلی ساده او کلیوالی ژبی او لهجی په ډول لیکی، چه زیاتره ورونه تری مانا اخستلای شی. خو د انترنیټ ګوګل تري عاجز دی. لکه ځینی ورونه لیکی : سیب، سایب،ساحب، صیب ، صایب او صاحب. یا شه، ښه، خه، بلی همداسی د ځمکی موړه، پوله، حد، سرحد، برید، تیګه می درته کیښودله، کرښه، خط او داسی نور.

    ښه وخت ولری ع. بشریار وروره.

  6. افغان صیب ډیره مننه.
    زما په نظر که څوک یو دوه ټکي ماته – ګوډه پښتو لیکلای شي، کور یې اباد او زوی یې لوی! او که ښه یې لیکلای شي بیا یې هم کور ودان او زوی یې لوی او لا یې نور هم کور ودان!
    د ع. شریف صیب نظر ته په درناوي د پښتو لیکلو په وړاندې پرفیکشنستي لیدلوری (هر څه دې سل پر سله سم وي، کنه نه دې وي) له پښتو څخه د خلکو زړه توروي او نوکاري خلک په لیکلو کې ټکني کوي، ما ډیر خلک لیدلي چې ورته وویل شي چې دا پښتو ولې نه لیکې نو درته وایې چې (یاوې) مې ندي زده یا به وايي چې پښتو سخته ده.
    څوک چې پښټو لیکي، ویې ستایئ، و یې هڅوئ، مینه ورکړئ او په غیر مستقیم ډول یې د استادانو لیکنې مخې ته ورکیږدئ.
    افغان صیب ستاسو موضوع، ټایپي غلطۍ خو بیا جلا خبره ده هغه خو کله نا کله سړی واسکټ هم سرچپه اغوندي!
    هو د دولت منطقيوالي او نامنطقیوالي بحث ډیر خوندور دی، خو تر دې وړاندې چې د دولت منطق څیړل کیږي نو اول باید منطقي اصل چې د دولت منطقیوالی او نا منطیقوالی په مالوم شي، تعریف او روښانه شي.
    د منطق په اړه زموږ پښتو ژبه کې تصور او مانا ډیره مثبته ده، حال دا چې ښايي ځيني شیان ښه وي خو غیر منطقي وي او ځينی شیان بد وي او منطقي وي.

  7. وزیري صیبه، دولت هلته جوړېدلی شي چه یوه یو لاس جامعه یا ټولنه ولري! افغانستان نه ټولنه یې درلود او هېڅ کله نه دولت او ؤبه یې نه لري! افغانستان کې دولت نه شي جوړېدلی!

  8. کاسی صاحب دا ډول تاثر ورکول چې افغانستان هیڅوخت دولت نه درلود او نه دولت لرلی شي، ناسم او منفي تصور دی.
    د دې مطلب دا دی چې افغانستان دې نه وي ځکه چې افغانان دولت نه شي جوړولی.
    افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند تر کودتا پورې ډیر ښه دولت او حکومت درلود. افغانانو که دولت نه شوای جوړولای پر هندوستان به یې څو پیړۍ حکومت نه وای کړی.

  9. ګران دردمنه ښې هيلو سره، زه ۸۲ کلن ځوان هلک یم او عمر مې په په دغو لارو کې تېر کړی، داود خان او له بده بخته خو راغلې ده، کل او ګړنګن ظاهر سره دریم شا کې تربور او له پلار نه د امانالله خان منشي او د ما خپله شا کې له داود خان سره د ظاهر نسکورول کې لاس درلود. دولت هلته جوړېدلی شي چه یوه سپېڅلې ټولنه ولري او نه افغانستان له لسو پلاروونو سره۰ دا ډېره اوږده قصه ده، غربي اروپا د له ۳۱۹۹ یا ۳۲۰۰ کلوونو نه یې پر دې ساحې تبولې ده چه یوه د لسو پلاروونو ټولنه دې پاتې شي. زه د اسنادو پر بڼسټ خبری کؤم او نه تخیلات، ګلوونه

  10. کاسی صاحب تاسو ته په احترام.
    کوم ډول تصور چې تاسو غواړئ هغه د افغانانو په منځ کې خپور کړئ، د دقیقو معلوماتو پر اساس وایم چې د افغانستان دښمنې استخباراتي کړۍ یې د ترویجولو هڅه کوي.
    د یوه هیواد د ختمولو دپاره اول باید د هغه د وګړو په منځ کې دا تصور پوخ کړلی شي چې ستاسو د وطن نه څه نه جوړیږي، هسې بې ځایه خوارئ مه باسئ. دا پروژه آی اس آی د ضیاالحق د وخت نه پیل کړې خو د پنجاب دا ارمان به کله هم پوره نه شي.

  11. ګران دردمنه دا آی آس ای او داسې نور ټول نانځلې دي او د خ ارزښت هم نه لري، غلامان دي، د غربي اروپا پلانوونه ۳۱۹۹ کاله مخ کې پیل شول، کله چه د نني افغانستان په بدخشان کې اول وار د قلعي معدن کشف او د مسو دوره ختمه او د نړۍ د صیقل دوره شروع شوه! د منطقې معدنوونه د اروپایي بربرانو سترګې یې خلاصې کړې، تر آخره چه تخنیکي وسایل لاس ته راوړل شول، د اسکندر خبیث د پاتې خشیو له لارې پټ وساتل شول، پلانوونه د وژلو و تخریب او خلک په جنګ اچول او نور او نور د تحقیقاتو د اروپایانو او امریکایانو لیکوالو پر بڼسټ او بې له اسنادو زه شی نه لیکم! او نه تخیلات او چتییات، وار وار مې د کتابوونو نووموونه دلته لیکلي دي خو څوک يې نه ويي او ټول پخپل سر لیکي څه یې بیګا شپه په خوب کې ليدلي دي! د بحث ختم او ګلوونه

  12. تر څو چې ستاسې مذخرف له درواغو ډک په زور تپلی دین له اداري سیستم څخه بیل نشي انساني ازادي ، پر مختګ ، علم او د مادي تحقیات ، اقتصاد به ټول د ملا خنځیر په مرداره ږیره کې پراته وي او منجمد به پاتې وي ! که د عربو استعمار پړۍ مو وشکاوو بیا به تاسې د ژوند په خوند پوه شۍ !!
    د وزیري مضمون ما ونه لوست خکه چې دوزیري علمي سرمایه ماته معلومه ده !! د کرزي او غني په وخت کې به یې سوړې بادولې او په دروغجن مشهور وو سر بیره پر دې د حافظالله امین نږدې او د ادیالوږي ملګری هم وو !!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب