تاند: ( سې شنبه، د حوت ۲ ) د نورستان لپاره د طالبانو د رژیم چارواکی وایي، چې په دغه ولایت کې د صنعت او سوداګرۍ د پراختیا په موخه دصنعت او سوداګرۍ وزارت په چوکاټ کې ریاست تشکيلېږي.
د نورستان طالب والي حافظ محمداغاحکیم ویلي، چې په دې اړه یې د صنعت او تجارت وزير نورالدين عزيزي او نورو چارواکو سره لیدلي او په دې ولایت کې د کانونو، تورېزم ، کرهڼې ، مالدارۍ او نورو برخو کې پانګونې او صنعت لپاره شته فرصتونه بیان کړي دي.
د نورستان والي زیاته کړه: (( د نورستان خلک د لرغونی صنعت او په خپل لاس د جوړو شویو لباسونو او لوښو کې ځانګړې مهارت لري خو تر دې دمه ورته په حکومتي کچه پاملرنه نه ده شوې.))
د هغه په خبره که چیرته په دغې ولایت کې په بېلابېلو صنعتي او سوداګریزو برخو کې پانګونه وشي او د یاد ولایت د خلکو صنعتي توکيو ته بازار موندنه وشي ،نو د خلکو په کاروبار او ورځني ژوند کې به ورسره مثبت بدلون را شي.
د نورستان خلکو په وروستیو کې دغه ولایت ته د شوې پاملرنې له امله د طالبانو رژیم ستایلی او ویلي، چې نورو محرومو سیمو ته هم باید په رغنیزو پروژو او انکشاف کې لومړیتوب ورکړل شي.