Homeخبرونهله څه موده ځنډ وروسته بیا کابل ته نړیوالې نقدي مرستې ورسیدې

له څه موده ځنډ وروسته بیا کابل ته نړیوالې نقدي مرستې ورسیدې

 تاند: ( سې شنبه، د حوت ۲ )  د افغانستان بانک لپاره د طالبانو د رژیم چارواکو ویلي، چې نن د ۴۰ میلیونه ‌نقدو ډالرو د مرستې بشري کڅوړه کابل ته رسیدلې ده.

سرچینه زیاتوي، چې دا مرسته د مرستندویه ادارو له لوري یوه سوداګریز بانک ته استول شوې ده.

 د مرستو دغه کڅوړې، چې ځينې شنونکي یې د طالبانو رژیم ته د نړیوالو او په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالاتو غیر مستقیم رشوت او د رژیم د مخته وړلو نقدي سرچینې ګڼي، مخکې په اونۍ کې تر دوه او درېیو کڅوړې هم رسول کیدې.

طالبان، دا ادعاوې ردوي او وایي، چې یادې مرستې نړیوال د خپلو اړوندو بشري ادارو د چارو د تامین لپاره استوي.

د یادو مرستو د کمیدو اصلي دلیل د طالبانو د رژیم ځینې تر ټولو سخت دریځې پریکړې دي، چې له مخې یې د نجونو زده کړې، د ښځو کار او د نورو خلکو ځینې اساسي حقونه تروړل شوي.

طالب چارواکي لږ تر لږه د افغانیو د مالي ثبات ساتلو او خلکو ته د بشري مرستو په رسولو کې د دغو مرستو اهمیت تاییدوي، خو له دې سره بیا هم د دغو مرستو د کمیدو پروا نه لري.

نړیوالو ټینګار کړی، چې که طالبان اصلاح شي، افراطي پریکړې شاته وغورځوي او د یوه بین الافغاني تفاهم له لارې یوه د منلو وړ حکومت جوړولو ته غاړه کیږدي، هم به یې رژیم په رسمیت وپېژني او هم به افغانستان سره خپلې مرستې زیاتې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...