دوشنبه, مارچ 4, 2024
Home+په وجود او روح ځواکمن سړی هم ولاړ

په وجود او روح ځواکمن سړی هم ولاړ

پوهندوی آصف بهاند

(د پوهاند احمدشاه زغم مړینه)

دا دی بیا زموږ د پوهې او فرهنگ پر بڼ کې د ویر څپې خپرې شوې، پوهاند ااحمدشاه زغم مو له لاسه ورکړ.

د شپېتمې لسیزې د پیل کلونو کې مې د لومړي ځل لپاره ولید، داسې درناوی به یې کاوه، چې ما فکر کاوه چې دی مو د خپلې کورنۍ کوم کشر غړی دی، خوله ـ له خدا ډکه، ارام او ځیرک سړی و.

جگه ونه، پراخې اوږې او لکه جهان پهلوان له زوره ډک؛ خو مات او کمین انسان، برخورد صمیمي… په ټوله هغه موده کې چې له ده سره په پښتو څانگه کې په تدریسي چارو بوخت وم، زما نه یادېـږي چې له ده نه به مې یوه بده خبره اورېدلې وي، تل یې داسې چلن کاوه چې دی تر ټولو کشر وي او د هر استاد د خدمت له پاره به ولاړ و.

دا له وجود او روح نه ځواکمن سړی کومې نا پېژاند مرض راونیو او داسې یې سره ونښېځه چې د افغانستان څه چې، د جهان طبیبان یې هم په مداوا پوه نه شول، اوس د تل لپاره کډه شو او وروسته تر دې له موږ سره نور فزیکي شتون نه لري.

له ما سره د استاد زغم د رسمي دندې د همکارۍ او د شخصي ملگرتوب ډېرې خاطرې خوندي دی. زه چې هر ځل افغانستان ته لاړم، زنگ به مې وروواهه چې چېرې یې، که به په کور کې و، مخامخ به کور ته ورغلم، ټوله ورځ به یې کېنولم، راته ویل به یې چې:

تلی نه شې،

دا ورځ به له ماسره تېروې.

له ښي اړخه استاد احمد شاه زغم، آصف بهاند او استاد بختمیر وزیری

د ۲۰۱۵ ام کال د د اپریل دولسمه، جمال مېنه، د استاد احمد شاه زغم کور.

اوس به د استاد زغم د پېژندنې لپاره د ده بیوگرافۍ ته سر ورښکاره کړو او بیا به د ده فرهنگي فعالیتونه او لیکلي اثار یاد کړو.

پوهاند احمدشاه زغم د وطن د نوي نسل د روزلو په څنگ کې د فرهنگ په دغو برخو کې هم فعالیتونه کړي وو:

ــ لیکوال و،

ــ څېړونکی و،

ــ ژورنالیست و،

ــ ژباړونکی و،

ــ  شاعر و.

او په یادو برخو کې اثار هم ورنه پاتې دي.

پوهاند زغم په نوي نسل داسې میین و، لکه په خپل اولاد، پر وطن او خلکو باندې حاکمو ناخوالو ډېر زروراوه، د ناروغۍ فشار، پر وطن او خلکو باندې راغلو بدو حالاتو زړه، ورودراوه او د خدای دربار ته یې د عرضو لپاره ولېـږه.

د استاد زغم د مړینې خبر د برېښنا په څېر په څو شېبو کې د نړۍ هر گوټ ته ورسید او په میډیا کې  په بیـړه راڅركند شو. تاند لکه تل قدم وړاندې کړ او وروسته تر فیسبوک، لومړی ادرس و چې د پوهاند احمد شاه زغم د مړینې خبر یې خپور کړ، د تاند د خبر بشپـړ متن دا دی:

«د پوهنتون استاد پوهاند دوکتور احمد شاه زغم ومړ

تاند: (یکشنبه، د دلوې ۳۰ مه) ‏‏د کابل پوهنتون د پښتو ادبياتو استاد پوهاند احمد شاه زغم د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.

دکتور زغم د حاجي رازمحمد زوی په ۱۳۳۵ کال کې د کابل ولايت د پغمان ولسوالۍ په خالداري کلي کې زېږېدلی و.

هغه لومړنۍ زده کړې په ۱۳۴۲ کال کې د خواجه مسافر به لومړني ښوونځي کې پیل کړې، وروسته د خپلې ولسوالۍ د شهید عبدالرازق لېسې ته لاړ او په ۱۳۵۶ کال کې له نوموړې لېسې فارغ شو.

پوهاند زغم په ۱۳۵۷ کال کې د کابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو پوهنځي کې د لېسانس دورې زده‌کړې پيل کړې او په ۱۳۶۱ کال کې د نوموړي پوهنځي له پښتو څانګې څخه فارغ شو.

نوموړی په ۱۳۶۲ کال کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې د علمي کادر غړی شو.

پوهاند زغم په ۱۳۶۷ کال کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي له پښتو څانګې څخه د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ. همدا راز پوهاند صاحب زغم په ۱۳۹۶ کال کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي په پښتو څانګه کې د دکتورا زده‌کړې پايته رسولې دي.

پوهاند زغم د استادۍ تر څنګ لیکوال، څېړونکی، ژورنالیست، ژباړونکی او شاعر هم و.

معاصره لیکوالي، پښتو عرفاني او تصوفي ادبیات، پښتو فلکوري ادبیات، د شعر ښکلاییزه برخه، پښتو چاربیته، په شپېتمه لسیزه کې د افغانستان پښتو شعر ته کتنه او رحمان بابا یو صوفي او عارف شاعر وو؟ د نوموړي مشهور چاپ شوي اثار دي.»

زه لکه تل هڅه کوم د هغو قلموالو، استادانو او فرهنگیانو په باب بشپـړ معلومات وړاندې کړم چې نور له موږ سره نشته. د پوهاند زغم بیوگرافي پخوا ما نه وه لیدلې چې خپره شوې وي. ما یو کال مخکې هڅه وکړه چې د ده په ژوند کې، د ده پر ترسره کړو فرهنگي کارونو څه ولیکم، په همدې نیت مې د زغم صاحب د بیوگرافۍ لټه وکړه، د ښاغلي افضل شیرینزوی په مرسته مې ــ چې له استاد سره خپلوي لري ــ د استاد زغم د بیوگرافۍ لاندې متن ترلاسه کړی و چې زه یې پرته له لاسوهنې دلته خپروم:

احمدشاه زغم د حاجی رازمحمد نیازی زوی په ۱۳۳۶هـ ش کال د کابل ولایت پغمان ولسوالی د بلسان د ګډلخیلو کلی کې په یوه بېوزلې، بزگره کورنۍ کې زېـږدلی دی.

ابتدایې زده کړی یې د یادې ولسوالی د خواجه مسافر، د هغه وخت ابتدایی ښوونځی کې ترسره کړې دي، تر هغه وروسته یې دارواښاد داود خان په وخت کې له ابتدایی دورې څخه متوسط دورې ته د کانکور ازموینې تر بریالي سرته رسولو وروسته، په همدغه ښوونځي کې د منځنۍ دورې زده کړې پیل کړې او له نهم صنف څخه تر فراغت وروسته، د پغمان ولسوالۍ د هغه وخت عبدالرزاق شهید په لیسه کې زده کړې، په بریالیتوب سره ترسره کړی.

په ۱۳۵۷هـ ل کال کې له لېسې څخه تر فاراغت وروسته، کابل پوهنتون ته د کانکور له لاری د لوړو زدکړو چانس ترلاسه کړ او د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځی پښتوڅانګه کې یې د لیسانس د دوری څلورکلنی زده کړې پیل کړې.

په ۱۳۶۱ کال هـ ش کال  لیسانس سند ترلاسه کړ او تر فراغت وروسته یط په۱۳۶۲ کال د سرطان  په ۲۶مه، د ژبو او ادبیاتو پوهنځی د پښتوڅانګې د نامزاد پوهیالی په توګه ومنل شو.

د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په پښتو څانگه یې د تدریسی غړي په توګه کار پیل کړ. د تدریس په دوره کې یې، د تدرسی سره مل ځینې نور علمي، ادبي، اجتماعي او ژورنالیستیکی فعالیتونه ترسره کړي دي.

استاد احمدشاه زغم د خپلې تدریسي دندې تر څنگ په نورمال ډول د خپلو علمي ترفیعاتو له پاره د لارښود استادانو تر لارښونې لاندې په منظم ډول د خپلو علمي ترفیعاتو کارونه په خپل وخت ترسره کول.

په  ۱۳۶۴ هـ ش کال کې یې د ماستری دورې زده کړې پیل او په ۱۳۶۷هـ ل کال کې یې د ماسترۍ دیپلوم ترلاسه کړ.

په ۱۳۶۸ هـ ل کال کې یې د عسکری مقدسې دندې د ترسره کولو لپاره د کورنیو چارو وزارت له لارې د هغه وخت باختر آژانس په نظامی شعبه کې د خبریال په توګه علمي او ادبي فعالیتونه پیل کړل.

د پوهنتون د علمي کارونو ترڅنګ یې د ۱۳۶۵ هـ ل کال څخه تر۱۳۷۰ کلونو پورې په باختر آژانس، پښتو، دری داخلی ریاست نظامی شعبه کې او همدارنګه رادیو افغانستان په ځینو ادبي پروګرامونو کې برخه اخیستې ده او ژونالیستیکی کار ته یې تر ۱۳۷۱کلونو پورې په بېلابېلو علمي او ژورنالیستیکی ادارو کې دوام ورکړی. د پلوشې په اخبار، کابل مجلې او د اکاډمۍ د زیري په اخبار کې یې لنډ او اوږده مطالب خپاره کړي دي.

په پوهنتون کې یې د نورو مضامینو د تدریس تر څنگه دا مضامین تدریس کړي دي:

ــ فلکلوري ادبیات،

ــ عرفاني ادبیات،

ــ لیکوالی.

په  ۱۳۹۴ کلونوکې یې د کابل پوهنتون پښتو څانګې د «پی، ایچ، دی» زده کړې پیل کړې چې دغه دوره یې هم په بریالیتوب سره پایته ورسوله.

د ژوند تر پایه پورط په پښتو څانګه کې د پوهاند په توګه تدریسي او تحقیقي کار ته دوام ورکړ.

د استاد پوهاند احمدشاه زغم د ځینو اثارو نومونه په لاندې ډول دي:

۱ ــ  د جمعه ګل عیسی خیل ژوند او افکار (مونوګراف)،

۲ ــ  پښتوچاربیته، درسي کتاب،

۳ ــ  تصوف په پښتو ادب کې، درسي کتاب،

۴ ــ  پښتو فلکلوري ادبیات، درسي کتاب،

۵ ــ  معاصره لیکوالي، درسي کتاب،

۶ ــ  پښتو عرفاني ادبیات، درسی کتاب او په لسګونو چـیـپتره.

دغه راز د پوهاند زغم اته ویشت (۲۸) علمي څېړنیزې مقالې، په علمي مجلو کې خپرې شوې دي.

د ده په قلم د ژباړل شوو اثارو نومونه دا دي:

ــ عمومي روانشناسی د جیمزآلن اثر،

ــ زموږ کمزوري ټکي، د کینت آپن اثر،

ــ اراده،

ــ بریالیتوب.

د همدې مقالې بر خاکه مې کار کاوه چې له کانادا څخه استاد محمد معصوم هوتک د استد زغم د مړینې خبر د یوه عکس په رالېـږلو راسره شریک کړ:

ما سمدلاسه زنگ ور وواهه د زغم پر مړینه مو خواشیني وښودله، ما ورته وویل چې د استاد زغم پر ژوند، زدکړو او علمي کارونو باندې مې د یو څه لیکلو هوډ کړی دی او پر بیوگرافۍ یې همدا اوس کار کوم. استاد هوتک ویل دا خو ښه کار دی، که ما هم څه پیدا کړل دروبه یې لېـږم. څو شېبې وروسته یې د ښاغلي گل افضل ټکور د «دا لیکوال او دا څېرې» د هغو مخونو عکسونه را ولېـږل چې د استاد احمد شاه زغم بیوگرافي په کې راغلې وه.

(ټکور افضل، دا لیکوال او دا څېرې، لومړی ټوک، د چاپ او خپرونې دولتي کومیټه، ۱۳۶۶ کال، ۴۳۸ ــ ۴۳۹ مخونه)

زه هماغه متن د عکس په بڼه تاسو درنو لوستونکو سره شریکوم:

دغه راز د پوهاند زغم د مړینې په پار د کابل پوهنتون د پښتو څانگې د فیسبوکپاڼې د تسلیت پیام په ترڅ کې هم د استاد زغم یوه لنډه بیوگرافي اېښودل شوې ده چې دلته یې رااخلم:

«د خواشينۍ او غمشريکۍ پيغام:

په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د پښتو ژبې وياړلي استاد او خدمتګار پوهاند صاحب احمد شاه زغم د ژوند پور پرې کړ.

ارواښاد پوهاند دکتور احمدشاه زغم د حاجي رازمحمد زوی په ۱۳۳۵ کال کې د کابل ولايت د پغمان ولسوالۍ د خالداري کلي په یوه متدینه او علمدوسته کورنۍ کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې په ۱۳۴۲ کال کې د خواجه مسافر به لومړني ښوونځي کې پیل کړې، وروسته د خپلې ولسوالۍ د شهید عبدالرازق لېسې ته لاړ او په ۱۳۵۶ کال کې له نوموړې لېسې فارغ شو. پوهاند صاحب احمدشاه زغم په ۱۳۵۷ کال کې د کابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو پوهنځي کې د لېسانس دورې زده‌کړې پيل کړې او په ۱۳۶۱ کال کې د نوموړي پوهنځي له پښتو څانګې څخه فارغ شو. په ۱۳۶۲ کال کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې د علمي کادر غړی شو. مرحوم استاد په ۱۳۶۷ کال کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي له پښتو څانګې څخه د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ. همدا راز پوهاند صاحب زغم په ۱۳۹۶ کال کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي په پښتو څانګه کې د دکتورا زده‌کړې پايته رسولې دي.

پوهاند صاحب زغم د پښتو څانګې یو پیاوړی او نوموتی استاد و. نوموړی په ۱۳۸۵ لمريز کال کې د کابل پوهنتون د رياست په وړانديز د پښتو څانګې آمر وټاکل شو، چې د استادۍ تر څنګ يې ورسپارل شوې دنده په ښه توګه ترسره کړه. پوهاند صاحب احمدشاه زغم په ۱۳۹۴ کال کې د علمي خدمت مودې په پوره کولو سره د پوهاند علمي رتبه ترلاسه کړه.

پوهاند صاحب زغم د دې تر څنګ چې یو تکړه او ژبور استاد و تکړه لیکوال، څېړونکی، ژورنالیست، ژباړونکی او شاعر هم و. نوموړي د خپل علمي خدمت پر مهال ګڼ آثار پنځولي دي چې ځنې یې ناچاپ او ځینې بیا د چاپ په ګاڼه سمبال شوي دي. معاصره لیکوالي، پښتو عرفاني او تصوفي ادبیات، پښتو فلکوري ادبیات، د شعر ښکلاییزه برخه، پښتو چاربیته، په شپېتمه لسیزه کې د افغانستان پښتو شعر ته کتنه او رحمان بابا یو صوفي او عارف شاعر وو؟ هغه اثار دي چې د پښتو ژبې او ادب مینه والو ته یې ډالۍ کړي دي. د دې تر څنګ پوهاند صاحب احمد شاه زغم د بېلابېلو مجلو او ژورنالونو لپاره لسګونه علمي ـ څېړنیزې مقالې هم لیکلې او خپرې کړې دي.

که څه هم دروند استاد له اوږدې مودې راهیسې په یوه خطرناکه او ځوروونکې ناروغۍ اخته وو، خو سره له دې یې هم خپلو علمي فعالیتونو ته ادامه ورکوله. په خورا سختۍ کې به خپلو ټولګیو ته حاضرېده او د دې وطن بچیانو ته به یې تدریس کاوه.

پوهاند صاحب عالم او فاضل شخصیت و. هغه که له یوې خوا ددې وطن یو ویاړلی علمي کادر و، خو له بلې خوا په شخصي لحاظ یو عیار او بې جوړې ملګری و. هغه زده کوونکو ته د اولاد په سترګه کتل، په خوږو خبرو او ځانګړې لهجه یې د دوی د تربیې هڅه کوله. د استاد له هر مجلس یو څه زده کېدل، د هغه هېڅ کيسه له پیغام خالي نه وه او هېڅ مجلس یې بې روزنې نه و. له استاد د هغه هر محصل پرېمانه خاطرې لري، خوږې خاطرې او داسې یادونه چې هم به یو درس وي او هم به د دې اوږده سفر د لارې مشالونه.

د استاد بېلتون د پښتو ادب کورنۍ ته سخت او نه جبرانېدونکی دی، خو څه ښه وايي هر ګز نمیرد آنکه دلش زنده شد به عشق. د استاد یاد به په کتابونو، مقالو او لیکنو کې زموږ په زړه کې وي. هغه به هېڅ وخت د پښتو ادب لرغونې کورنۍ ته په ابدي سفر تللی استاد نه وي، بلکې پوهاند صاحب احمد شاه زغم به یو تلپاتې او ځلانده نوم وي.

دا غم نه یوازې پښتو څانګې بلکې د پښتو ژبې هر لیکوال او هر لوستي ته دروند او نه جبرانېدونکی دی، موږ د استاد له درنې کورنۍ سره په دې غم کې ځان شریک بولو، د هغه سپېڅلې روح ته دعاګانې کوو او نوموړي ته د جنت الفردوس استدعا کوو.

پر ګور یې نور

یاد یې تلپاتې

لار یې روښانه

انالله و انا الیه راجعون»

د استاد پوهاند زغم پر مړینه باندې د څو تنو فرهنگیانو او د ده د دوستانو د خواخوږۍ پیامونه:

محمود مرهون:

«زغم نوره و نه زغمل او اوسپنیز انسان را و نړېدئ

دغه ناجوړي که پر بل هر چا تېرېدلای په لومړیو څو ورځو کي یې واژه مګر دی یوازي خپل زغم، حوصلې او خدای ج باورۍ و ساته نن یې پور پرې کړ او په حق و رسیدئ پوهاند دکتور احمدشاه زغم له اوږدې ناجوړۍ وروسته پور پرې کړ او ابدیت ته و کوچیدئ استاده پر لوی رب دي سپارم نور الفاظ را خلاص سول.»

محبوب شاه محبوب:

«زما بې وسه او رنځوره استاده روح دې ارام اوسه، تر اخره چا لاس در نه کړ, د بې قدرو په دې لوی وطن کې هیچا ستاسو مرسته ونه کړه.

‏اوس ارام ویده شه، تر ابده ویده شه او له بې قدره ملته خپل خدای ته ښې ګیلې وکړه.

‏روح دې ښاد»

محمد اسماعیل یون:

«استاده پر مخه دې ښه، لاره دې روښانه!

یو وخت یې تخلص (ویښ) و، د خپل ولس د ویښتابه لپاره یې بېدرېغه هلې ځلې وکړې، خو د روزګار تجربو ورته وښودله چې پر ابدي خوب د ویده قوم راویښول اسانه کار نه دی ؛ پوره اوسېله او زغم غواړي، نو بیا یې د (زغم) لنډ نوم د ځان لپاره غوره کړ. نږدې نیمه پېړۍ یې فرهنګي مزل وکړ ، په دې بهیر کې یې ډېر دردونه او کړاوونه وزغمل، خو د ټینګ هوډ خاوند و، له روزګاره یې شکایت نه کاوه. په تېرو څو کلونو کې رنځونو ډېر وکړاوه، یو مقاوم سړی و، د سختې ناروغۍ په مقابل کې یې سخت مقاومت وکړ، څو ورځې وړاندې د پښتو څانګې استادان په ډله ییېز د استاد زغم پوښتنې ته ورغلو، دی سره له دې چې سخت ناروغ و، دردونو سخت ځوراوه، خو د خپلې ناروغۍ پر بستر یې د خپلې دردونو کیسه و نه کړه ، دلته یې هم د خپل هېواد د حالاتو په باب بحث کاوه؛ څنګه به شي ؟ حالات به ښه شي کنه لا به خراب شي؟ هسې نه چې تر دې هم بتر حالات راشي او پر دې حال هم شکر و کاږو؟ استاد د تجربو خاوند و، د نظامونو د بقا او امحا څو مسلسلې تجربې په خپلو سترګو لیدلې وې، نو ځکه خو تر خپل حالته د هېواد پر حالاتو زیات ځورېده.

پر ۱۳۶۷ لمریز کال چې زه د کابل پوهنتون د پښتو څانګې د لومړي ټولګي محصل شوم، نو استاد احمدشاه ويښ (زغم) مې د لومړنیو استادانو له جملې څخه و، هغه وخت استاد ډېر ځوان و، په تدریسي چارو کې یې د افهام او تفهیم ښه ځواک درلود. څلور کاله وروسته زه هم په همدې څانګه کې استاد شوم، پوره پینخه دېرش کاله مې له استاد زغم سره په دې څانګه کې د یوې کورنۍ د غړو په شان تېر کړل، په دې بهیر کې مې هېڅکله هم له استاد زغمه کومه داسې ترخه او تروه خبره وانه ورېدله چې زه پرې د ستړیا احساس وکړم. په وروستیو کلونو کې چې استاد سخت ناروغ و، نو له کوره به یې پښتو څانګې ته ځان سره وچه ډوډۍ او پرهېزانه راوړله ، کله چې به غرمه زه هلته وم، نو ده به خپله ډوډۍ ما سره نیمه کړه، که ما به هر څومره د نه خوراک ټینګار وکړ، نو ده به ویل که غواړې چې دا ډوډۍ زما له ستوني تېره شي او خوند ترې واخلم نو حتمي به یې خورې، د استاد د مهربانه لاسونو کورنۍ ډوډۍ ډېره خوږه وه، خو نن چې د استاد جنازه وه، زه له خپل استاده ډېر لرې وم ؛ د استاد جنازه کې مې ګډون و نه کړای شو، د هغه د جنازې بازو ته مې اوږه ور نه کړای شوه، د هغه وروستی دیدن مې نصیب نه شو. دا نو یو ډېر دردونکی حالت دی .استاده پر مخه دې ژېړي ګلونه! پر دې هم باوري یم چې خپل رب ته به د خپل ولس د رنځور حالت تصویر وړاندې کړې او د مهربانۍ هیله به هم ترې وکړې.»

سید نظیم سیدي:

«زه زغم یم

خدایه څه شول هغه ښکلي ښکلي خلک

په ظاهر په باطن سپین سپېڅلي خلک

اتلس کاله وړاندې د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې د لومړي کال د لومړي سمستر صنف ته یوه خندانه څېره چې انرژي، حوصله مندي او د وجود مضبوطیا یې د کلک هوډ استازي کوله د صنف پر درشل پښه کېښوده، ځان یې زغم را معرفي کړ، احمدشاه زغم، د لیکوالۍ او بیا وروسته فولکلوري ادب مضمونونه یې را ښوول، خو تصوف یې د ژوند تومنه ګرځولې وه، د اماره نفس شیطان یې د سالکیت د هستۍ پر مراندو تړلی و، خو ژوند یې پر فنا في پیر نه، بلکې فنا في الله پر پلیونۍ روان و، تل به یې وچولی پرانیستی او خوله به یې خندانه وه، له محصلینو سره ملګری او همراز و، کله نا کله به یې نجونو ته یو هلک نیم هم په ګوته کاوه، په ظاهره به یې په خندا دا خبره کوله، خو د ژوند له حقیقتونو څخه یو حقیقت هم همدا و، د استاذۍ ترڅنګ یې کله نا کله د ژورنالیزم مراندې هم را کاږلې او چې کله مې په علومو اکاډمۍ کې د کابل مجلې خپرنیز چار علمي سمبالښت کاوه، نو د ده علمي مقالو به یې پاڼې لا رنګینې کړې، د ماسترۍ پر مهال مې بیا ډېره موده دغه مهربانه څېره لارښودې وه، چې د زرچاڼ اثر تومنه مې هم د ده د هڅونې پایله بولم، خو څه وخت وروسته یې له کابل مجلې سره اړیکې ترینګلې شوې، په لامل یې نه پوهېدم د پوهاوي لپاره مې یې د لیدلو هڅه پیل کړه، خو ژېړې زبېښلې څېرې یې هر څه روښانه کړل، خو ډېر کلونه وروسته بیا هم د کابل پوهنتون د ادب په کور کې مې دیدن وشو، خو دا ځل د لاس په راکولو سره یې پوه شوم، چې د مهربانه لاس پر ځای مې وچ لرګی په لاس کې نیولی، مهرباني په کې وه، خو نور هغه پخوانی نرمښت په کې نه و.

په کار وه چې په داسې حال کې مو د ده لاس نیوی کړی وای، خو قسم په خدای پر هر ځل لیدلو یې دومره ځورېدم او خفه کېدم چې مه یې کوه پوښتنه او دا حال د ډېرو ملګرو و، په همدې پار د استاد حال ورځ تر بلې بدلیده او بدلیده آن تر دې چې نن یې د خواشینونکي خبر شاهدان یو، استاد په سلګونو او که مبالغه ونه کړم په زرګونو شاګردان د ادب او فرهنګ په ډګر کې وروزل، په لسګونو کتابونه او مقالې یې وکښلې او په لسګونو او سلګونو راپورونه یې وړاندې او د حقیقت خوا یې ونیوله. باري سبحانه د خپلو کړو خدمتونو له امله یې جنت ځای کړې او د قبر سفر او منزل یې اسانه کړې. امین یا رب العالمین.»

قیوم قویم:

«مرحوم استاد زغم یکی از غنیمت های بزرگ علمی وفرهنگی بود وفات ایشان یک ضایعه ی جبران نا پذیر است خداوند متعال جایگاهش را بهشت برین بگرداند به اهل خاواده اش ابراز تسلیت دارم روحش شاد وخاطراتش جاویدانه باد!»

استاد زغم د ژوند او ناروغۍ ډېر رنځونه وگالل، خو تر پایه ورته تسلیم نه شو. د ژوند له ناخوالو سره یې مبارزه وکړه، له ناروغۍ سره د جهان پهلوان په څېر وجنگید، د درملنې په پار یې چې څه له لاسه کېدل، وېکړل، خو…

پوهاند صاحب زغم مو اوس له لاسه ووت، ځای به یې د فرهنگي كورنۍ په منځ کې تش وي، خو د هېرېدلو نه  دی، موږ به یې د یو صادق، دانشمند او خدمتگار ملگري په ډول تل په یاد ولرو.

زه د پوهاند صاحب زغم کورنۍ، دوستانو، د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي پښتو څانگې همکارانو او د فرهنگ لویې کورنۍ ټولو غړو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوم.

روح یې ښاد،

یاد یې تلپاتې!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب